دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۲
د مطلب کود : 160447
اندونزی ناسته؛ د طالبانو جهاد مشروعیت کمونه

امریکایی او ناتو ځواکونو قومانده په افغانستان کې وایی چی افغانستان، پاکستان او اندونیز علماوو مشترک ناسته، طالبانو باندی مذهبی فشارونه به ډیر کړی او په نتیجه کې به دا ډله خپل دینی مشروعیت په افغانستان کې له لاسه ورکړی.
جنرال جان نیکلسون وویل چی طالبانو باندی نظامی او دیپلماتیک فشارونو سربیره په روان میلادی کال کې، دا ډله باندی به ټولنیز او مذهبی فشارونه ډیر شی.
هغه افغانستان حکومت سولي وړاندیز طالبانو ته سخاوت مندانه وبلل او وویل چی د سولې وړاندیز، راتلونکې ته هیله برابروی او داسی فرصت دی چی سوله، ثبات او آرامتیا په افغانستان کې رامنځته کړی.
خو هغه ټینګار وکړ: سږ کال به پر طالبانو باندی ټولنیز فشارونه ډیر شی، ټاکنې به رامنځته شی، افغانستان خلګ خپل راتلونکې رهبر ټاکې، طالبانو باندی به فشار اندونزی ناستې له امله ډیر شی ترڅو هغوی څخه په افغانستان کې جهاد مشروعیت واخلی.
د امریکایی قوماندی دا خبری په داسی حال کې ویلی کیږی چی د دینی مسایلو کارپوهانو په باور، اسلام باندی تروریستی جنایتونو انتساب او هغه نقش چی رسنۍ او غربی چارواکې ددی انحرافی مفهوم لپاره لری، د مسلمانانو دینی علماوو په وړاندی نوی او تازه رسالت قرار ورکوی.
د پوهانو په باور، بالخصوص په داسی حال کې چی تروریستان په انتخابی توګه مهندسی شوی دی، خپل قربانیان داسی ټاکې چی په لږ او ښه وخت کې، ښه اغیزمند ضد اسلامی تصورات په ټول نړۍ کې ولری، د دینی علماوو مسؤولیت د افراطی جریانونو عملکرد مشروعیت ټاکلو کې، دوه ګوني کیږی.
د افراطی ډلو کړنې، د بین المللی انزجار او خشم د وهابیت او سلفی اسلام انحرافی ایدئولوژی په وړاندی راپورته کوی او دا کار، کاذب بهانه د اسلام دشمنانو تبلیغاتی او رسنیزی شبکو اختیار ته ورکوی ترڅو د اسلام په وړاندی ورڅخه ګټه واخلی.
په دی اساس، داسی معلومیږی چی تروریستی رادیکال جریانونو رامنځته کیدنه د اسلام په نامه، د اسلام نړي په وړاندی نوی خنډ رامنځته کړی دی.
هغه خطر چی دا جریانونه د اسلام نړي په وړاندی رامنځته کړی دی او دا خطرد علماوو مسؤولیت څو برابره کوی، یواځې شیعه او سنی پوری نه محدودیږی؛ بلکه یو پراخ ګواښ دی چی ټول اسلامی عقاید او دینی اصول تر برید لاندی راوړی.
هغوی په دی توګه غواړی نړي ته اسلام څخه بده څېره ارائه کړی حتی داسی چی خپله مسلمانانو ته هم بیګانه او ناآشنا معلومیږی.
شاید که نن مسلمانانو ټولنه د یو خارجی ګواښ په وړاندی د صهیونیزم یا صهیونیستی مسیحیت په وړاندی قرار نیولی وای تردا اندازه پوری به ضعف او استیصال او کمزورتیا احساس نه وای کړی؛ خو تکفیری تروریزم تولیدوونکې، د اسلام نوم څخه په ګټه اخیستنې سره، د اسلام اصل تر برید لاندی راوړی او دا کار مسلمانان د یو لوی خطر سره مخ کړی او له بل لوری اسلامی ټولنو ته د اسلام دشمنانو لشکرکشیو لپآره فرصت رامنځته کوی.
په داسی خطرناک وضعیت کې، دا اسلام نړي اغیزناک او لوی علما اصلی مسؤولیت دی چی د اسلام لاره د نوی دین له لاری څخه چی تروریزم رامنځته کړی دی، بیل کړی او مسلمانانو او نورو نړیوالو ته اعلان کړی چی هغه څه چی تروریستان وایی او عمل کوی هیڅ اسلام پوری اړه نه لری.
دا مقصد ته رسیدو لپاره باید لمړۍ د مسلمان هیوادونو دولتی او سیاسی دستګاوو کې داسی اراده رامنځته شی.
اندونزی، یو ښه خوشنام او معتدل هیواد په اسلامی هیوادونو کې دی؛ خو پاکستان هر وخت تروریزم څخه په ملاتړ باندی تورن دی او هغه هیواد علما، تر اوسه د تروریستانو اعمالو نفی څخه لیری والی کړی. د افغانستان دینی علما هم د دولت رسمی سیاستونو څخه تابعیت کړي او د تروریستانو تر نظر لاندی جهاد په وړاندی مستقل او شجاعانه موضع ګیری څخه پرهیز کړی دی.
اوس ددی امریکایی قوماندی اظهاراتو ته په کتو سره، قرار دی چی صفحه واوړی او جهاد مذهبی او دینی برخې څخه هم طالبان مشروعیت له لاسه ورکړی.
 
https://avapress.com/vdchkvnzq23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته