دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۷
د مطلب کود : 160777
یمن باندی د تیري دریم کال؛ عربستان چیری دی؟

 
سعودی عربستان وایی ددی هیواد موشکی دفاعی سیستم اوه موشک چی یمن څخه عربستان لوری ته توغول شوی وو، له منځه وړي.
د عربستان چارواکو په وینا دری موشک د ریاض لوری ته توغول شوی او یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ریاض نه سربیره، نجران، جازان او خمیس مشیط ښارونه د عربستان په جنوب کې هم د موشکی بریدونو هدف لاندی وو.
دا موشکی بریدونه د حمل په پنځمه ترسره شو چی یمن باندی د عربستان او ملاتړ کوونکو نظامی تیري دریم کلیزه د مقابلی لپاره وو.
د عربستان هوایی ضد موشکونو څخه یو بیله هدف رسیدو نه سقوط کړی او ځمکې پرسر چاودیدلی دی.
انصارالله یمن وایی چی خپل موشکی بریدونو کې، څو مشخص سیمی لکه د ریاض بین المللی هوایی ډګر تر برید لاندی راوړی دی.
ترکی المکلی؛ سعودی په مشری تیری کوونکې ائتلاف ویاند، عربستان ښارونو لوری ته څو موشکانو همزمانه توغیدنه یو جدی بدلون وبلل.
سعودی-صهیونیستی ائتلاف نظامی تیری دریم کال کې یمن باندی، د عربستان امنیت خنډ سره مخ شو.
یمنیان شکاره کړل چی تراوسه کولای شی وجنګیږی او د خاورمیانه یو مقتدر نظامی ائتلاف په حیرانوونکې توګه ماته ورکړی.
سعودی عربستان اوس دری کالو وروسته دا نتیجه ته رسیږی چی یو جدی بدلون د رامنځته کیدو په حال کې دی؛ خو دا بدلون ډیر وخت مخکې رامنځته شوی وو؛ هغه وخت چی امریکا او اروپا او اسراییل غاصب رژیم اطلاعاتی او نظامی مرستې هم ونه توانیدل چی د ریاض او ریاض ملاتړ کوونکو ماتې مخه په یمن کې ونیسی.
له بل لوری، سعودی رژیم د لویو نفتی او امریکا او انګلیس او فرانسی او ایتالیی تسلیحاتی پشتوانه درلودلو سربیره، اوس د بودجی کسر سره مخ شوی دی.
د بودجه کسر، د سعودی دربار سلطه او سیاست مشکلاتو سره مخ کړه او دآل سعود په لوی کورني کې ژور اختلافات رامنځته کړه.
محمد بن سلمان چی هغه څه د یمن نظامی تیری بحث رامنځته کوونکې پروژی مبتکر او مبدع په نوم یادوی، د بودجه کسر لپاره مجبور شو ځینی شاهزادګان د فساد سره مبارزی په بهانه ونیسی او په سلهاوو میلیاردو دالرو په لاسته راوړلو سره د هغوی آزادی په وړاندی، یمن جنګ ځینی ضربات جبران کړی.
یمنیان په خالی لاسونو سره په داسی حال کې چی خپل په زرهاوو اوسیدونکې په وحشیانه جنګ کې له لاسه ورکړی وو، په میلیونونه کسان یی د مرګ او قحطی او لمړنیو انسانی مرستو ته نه لاسرسی سره مخ دی او ټوله هیواد یی د جنګ او فقر او وژیتوب په اور کې سوځې، د سعودیانو پرمختللی موشکی دفاعی سیستم شاته پریږدی او د ریاض راحت خوب د سترګو څخه له منځه وړی.
دا یعنی د ایمان لوړتیا د نفتو او دالرو او تسلیحاتو باندی.
عربستان ددی جنګ په کوم برخه کې دی؟
دا هغه پیغام دی چی د ریاض څخه تر واشنګتن او سازمان ملل متحد څخه تر اروپایی پایتختونو پوری، پیچلی دی او نړیوال ټولنه تامل او تدبیر ته هڅوی چی د ۲۱ پیړي فاجعه یادیږی او د غربی بشیر حقوقو سازمانونو سترګو مخته، د یمنیانو بی ګناه کوچنیانو څخه قربانی اخلی.
 
https://avapress.com/vdcd5z0f5yt0956.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته