دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 160824
تاشکند ناسته؛ اخلاقی توصیه یا سیاسی ناسته

 
د افغانستان سولې لپاره د تاشکند ناستې په آخرو کې، ګډون کوونکې د یو اعلامیه په خپرولو سره چی ۲۵ ماده لری ټینګار کړی چی خپل پیاوړۍ ملاتړ د ملی وحدت حکومت وړاندیز څخه د طالبانو سره بیله کوم مخکنۍ شرط خبرو اترو شورع کولو لپاره او سیمه ایز سولې رامنځته کېدو لپاره چی نړیوال ټولنه هم ورڅخه ملاتړ کوی، اعلانوو او طالبان څخه ددی وړاندیز قبلونې غوښتونکې یو.
هغوی همدارنګه ټینګار کړی چی د طالبانو سره سیاسی توافق، په افغانستان تاوتریخوالی له منځه وړلو لپاره ښه لاره ده او ددی اړتیا شته چی افغانستان حکومت او طالبان سوله غوښتونکې عناصرو ترمنځ خبری وشی.
ګډون کوونکې، طالبان څخه غواړی چی خپل مسؤولیت په افغانستان کې سولې او ثبات رامنځته کولو لپاره وپيژنی.
هغوی افغانستان حکومت او طالبان یو سیاسی توافق لوری ته تللو لپاره تشویق کړ.
ګډون کوونکې همدارنګه د ټولو هیوادونو څخه وغوښت چی افغانستان ارضی تمامیت او حاکمیت درناوی ولری او ددی هیواد داخلی مسایلو کې لاس وهنه ونه کړی.
منتقدان وایی چی مطرح شوی خبری د تاشکند په اعلامیه کې نوی خبری نه دی. دا همغه څه دی چی نورو ناستو کې هم مطرح شوی وو چی د افغانستان سولې لپاره رامنځته شوی وو.
ناظران وایی چی افغانستان سولې او جنګ حقیقت، په یو تشریفاتی اعلامیه سره نه شی حلیدلای او تر دی ډیر پیچلی دی.
د مثال په توګه، طالبان یواځې یو داخلی شورشی ډله نه ده چی د افغانستان دولت سره خبرو اترو کولو سره، هیواد اوسنۍ مشکلاتو ته د پای ټکې کښیږدی.
طالبان، یو سیمه ایز ډله ده چی ډیر لوی قدرتونه د سیمې په سطحه او د سیمې څخه لوړ ورڅخه ملاتړ کوی او تر اوسه خپل مقاصد او برنامی د هغه ډلې په ملاتړ کې وینی.
سربیره پردی، د هر ډول سولې برنامی تحقق لپاره د خارجی قدرتونو صادقانه همکاری او سیاسی اراده د لمړیو اړتیاوو څخه دی چی باید ترسره شی.
امریکا او ناتو، نږدی دوه لسیزه ده چی په افغانستان کې پراخ نظامی حضور لری. هغوی د تروریزم سره مبارزی او دموکراسی او سولې استقرار په بهانی سره افغانستان ته لشکرکشی کړي؛ خو اوس چی لوړو پیښو څخه هیڅ یو نه دی ترسره شوی، د افغانستان دولت دی ته هڅوی چی طالبانو سره سوله وکړی؛ همغه طالبان چی مخکې له دی تروریست بلل کیده.
 سربیره پردی پاکستان، عربی هیوادونه او ځینی نور خارجی قدرتونه لکه روسیه، هر یو خپل سهم سره، د طالبانو څخه خپل مقاصدو رسیدو لپاره د یو پروژی په حیث ګټه پورته کوی.
په دی حساب سره، د طالبانو سره سوله، د ټولو قدرتونو یو ډول اجماع ته اړتیا لری چی په افغانستان کې خپل ګې د جنګ په استمرار کې وینی.
د تاشکند په شان ناستې، هیڅ وخت د افغانستان ثبات او سیاست او سولې لپاره یو پیاوړۍ برخلیک ټاکونکې پروسی بدلیدو توان نه لری؛ ځکه دا ناستې که څه هم د افغانستان په نامه رامنځته کیږی؛ خو په عمل کې، هیڅ اجرایی پشتوانه نه لری.
ددی ناستو غیری اغیزمند یا غیری ګټور کيدو لپاره همدا دلیل کافی دی چی د پاکستان او امریکا او.. په شان هیوادونه ددی اعلامیه په آخر کې امضا کوی؛ بیله دی چی په عمل کې، لږ تعهد هم په وړاندی یی ولری یا د افغانستان جنګ په وړاندی خپل تګلاری ته بدلون ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcgxz9qtak9374.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته