دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 160908
عراق؛ ایران ورور، د امریکا ملګري

 
حیدرعبادی؛ د عراق لمړي وزیر ویلی دی چی داسی په نظر کې لری چی د ایران او امریکا ترمنځ مشکلاتو څخه ځان لیری وساتی.
د عراق لمړي وزیر د حمل په اتمه د چهارشنبه په ورځ، په بغداد کې په یو ناسته کې وویل چی د هغه دولت غواړی د ایران او امریکا ترمنځ خپل اړیکې متوازن وساتی او زیاته کړه چی داسی تګلاره د عراق ګټو سره انطباق لری.
ښاغلی عبادی خپل خبرو په بل برخه کې د امریکا او ایران ترمنځ مشکلاتو ډیریدو ته په اشاری سره وویل: ځان ددی مشکلاتو څخه لیری ساتم.
حیدرعبادی دولت د امریکا مالی او نظامی مرستو څخه برخمن دی او ددی هیواد اقتصادی شرایطو ښه کیدو لپاره غربی هیوادونو مالی سرمایه ګذاریو ته اړتیا لری او په عینی حال کې شیعی  نظامی او سیاسی تشکلونو باندی متکی دی چی ځینی یی د ایران سره نږدی اړیکی لری.
داعش سره مقابله په جریان کې، عراق هم د امریکا نظامی مرستو څخه برخمن شو او د اسلامی جمهوریت ملاتړ یی ترلاسه کړ.
سربیره پردی، عراق کې اخیرو کلونو بدلونونه دومره مه او تکان ورکوونکې وو چی هیڅ هیواد یی په وړاندی بی تفاوته پاته کیدای نه شی او په دی منځ کې، ایران او امریکا په شان هیوادونه چی د صدام سقوط وروسته په عراق کې مهم نقش لوبوی او د هغه هیواد سیاسی لوبو کې درانده وزنونه په حساب راځي.
امریکایان په تیرو کې ډیر ځلي ایران د عراق په داخلی چارو کې په دخالت باندی او همدارنګه شیعه نظامی شبه ډلو حخه په ملاتړ باندی تورن کړي.
په دی حال کې، په دی منځ کې، ډیر څیړونکې په دی باور دی چی داعش پروژه خپله یو غربی-عربی پروژه وو چی په عراق کې د ایران نفوذ محدودولو لپاره طراحی شوی وو.
تر دی ځایه بریا د ایران په برخه وو؛ ځکه هغوی وتوانید بغداد کې نفوذ سره، خپل ګاونډیتوب کې د امریکا دایمی استقرار مخه ونیسی او مهم داچی، امریکا او ملاتړ کوونکو دوهم توطئه د ایران په وړاندی یعنی د داعش عربی-عبری-غربی پروژه په عراق کې هم له منځه ولاړ.
له بل لوری، واشنګتن د عراق په لوبو کې د تهران څخه امتیازاتو کسب په لټه کې وو؛ هغه امتیازات چی د سیاسی رایزنیو او دیپلماتیک فشارونو اعمالونو سره ونه توانید ورته لاسرسی پیدا کړی.
سوریه کې هم نیابتی جنګ ایران ته پریښوده او حزب الله قدرت په لبنان کې هم کوم زیان ونه لید؛ بناپردی، بیله کوم دلیله نه وو چی امرکیا د داعش تروریستانو مواضعو له منځه وړلو لپاره بغداد دولت مرستې پرځای؛ ایران لوری نیولي وای؛ ځکه پوهیده چی اوس په عراق او سوریه او لبنان کې پر تهران او تهران ملاتړ کوونکو باندی د فشار راوړلو وخت دی او پوهیده چی د داعش څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شی د تهران څخه لوی امتیازات ترلاسه کړی.
له بل لوری، هر ډول خبری اتری د تهران او واشنګتن ترمنځ د عراق مسایلو لپاره، ددی وړنه وو چی یواځې داعش او موصل او تکریت او سامرا باندی محدود شی؛ بلکه خبری اتری او مباحث ددواړو هیوادونو اختلافاتو او حتی ایران او نړیوال شپږ قدرتونو ترمنځ اتمی خبرو اترو ته هم خځیده.
بناپردی، امریکا اوسني تندرو چارواکې حق لری چی عراق کې ایران اوسنۍ نقش څخه اندیښنه ولری. حشد شعبی ځواکونه، د عراق ځواک ترڅنګ یو نظامی پیاوړي برخه ده؛ هغه ډله چی د آیت الله سیستانی؛ شیعیانو اقتدار درلودونکې او پرنفوذ دینی مرجع تاریخی فراخوان په نجف کې او ایران پراخ ملاتړو سره شکل ونیول او دا هغه څه نه دی چی امریکایانو او ملاتړ کوونکو لپاره یی د منلو وړ وی.
دا وضعیت، ډیر سخت شرایط د بغداد حاکمانو لپاره منځته راوړی. هغوی باید منځنۍ لاره خپله کړی چی هم امریکا سره ملګرتیا ولری او هم ایران سره ورورګلوی؛ بیله دی چی عراق ملی ګټې کوم زیان ووینی او عراق ځمکه، د واشنګتن او تهران نیابتی جنګ ډګر باندی بدل شی.
 
https://avapress.com/vdcjyyevouqemhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته