دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 161051
نړۍ او فلسطینیانو خونړیزه لاریونونه

 
د اسرائیل او غزه مرز په لاریونونو کې د څو تنو فلسطینیانو شهیدیدو او په سلهاوو تنو ټپې کیدو سره، د سازمان ملل متحد امنیت شورا یو ناسته جوړه کړه او څیړنې غوښتونکې شو. د بشر حقوق سازمان ویلی دی چی د وژل شویو دا آمار تکان ورکوونکې دی. امریکا د اسراییل څخه نوم نه اخیستلو سره، د مشکلاتو د کمیدو غوښتونکې شوی دی.
په غزه کې روغتوني سرچینه وایی چی د اسرائیلو ځواکونو په دی برید کې لږ ترلږه ۱۶ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د اسرائیل اردو ویلی ددی چی ځینی شورشونه په شپږ نقطو کې صورت نیولی دی او ددی کار اصلی عاملینو بندی ډزی کړی دی.
محمود عباس؛ فلسطینی خودګردان تشکیلاتو مشر، د امنیت شورا څخه غوښتي دی چی زموږ فلسطینی خلګو د ساتنې لپاره چی ددی مشکلاتو سره مخ دی، فوری اقدام دی ترسره شی.
هغه وویل: د نن ورځې شهیدانو مسؤولیت په پوره توګه د اسرائیل چارواکو په غاړه دی.
دا مبارزه به ادامه ولری. فلسطینیان دا وینه ورکولو باندی عادت لری. هغوی بیله وینې کوم اسلحه نه لری.
هغوی نه په مرګ سره دریږی او نه هم په عام قتل او وژنو باندی، دریږی او پای ته رسیږی؛ هغه جنګ چی د آرمانی او آزادی لپاره شروع شوی دی، دا وخت ته رسیدو پوری، پای ته نه رسیږی.
په دی حال سره، د نړۍ تماشا کوونکو چوپتیا، د هغه ذخم څخه چی اسراییل زخمی ملت پر پیکر باندی وهی، لږ دردناک او غم انګیزه نه دی.
د سازمان ملل امنیت شورا د کویت غوښتنې ته چی ددی دوره ای ریاست په غاړه لری، د اسراییل تازه جنایتونو په اړه، ناسته جوړه کړه؛ خو په نهایت کې، حتی ونه توانیدل چی یو ساده بیانیه صادریدو لپاره هم توافق ته ورسیږی.
دا یو ننګ د سازمان ملل او امنیت شورا لپاره دی چی په سادګي سره مستقل ملی هیوادونو دولتونو چوپتیا او نظامی اشغال ته حکم ورکوی او هره ورځ مسل لویو قدرتونو غوښتنو ته، د نړۍ ملتونه یواځې د تمرد او سرپیچی په جرم د استکبار رژیمونو برنامو څخه، تر تحریم او تنبیه او ګواښ لاندی قرار ورکوی او په میلیونونه بی ګناه کسان د تحریم او تنبیه په مخمصه کې قرار ورکوی.
د امریکا خارجه وزارت د یو مبهم او بی مصرف اعلامیه په خپرولو سره، حتی د اسراییل نوم اخیستلو څخه ډډه کړي؛ دا په داسی حال کې دی چی د هغه جنایتکار رژیم اردو د مدنی او سوله ایز ځوانانو لاریونونو ته چی لاسونه یی خالی وو، په ډزو او جنګ باندی ځواب ورکړ او څو تنه یی شهید او په سلهاوو نور ټپیان کړل.
دا جنایت که د روسیه یا هم دامریکا مخالف نورو هیوادونو سره ترسره شوی وای، سازمان ملل امنیت شورا، په سرعت سره، د سازمان ملل منشور اووم اصل په اساس، اقدام ترسره کړی وای او نظامی اقدام مجوز یی صادر کړی وای.
د اسراییل په وړاندی یواځې دا چی نه دا اقدام نه ترسره کیږی؛ بلکه حتی د هغه رژیم نوم اخیستلو څخه هم ډډه کیږی چی جنایت مستقیم عامل دی.
فلسطینیان خپل مبارزو ته ادامه ورکوی، هغوی به صهیونیستانو اشغالګر ښارګوټي کښینستونکو باندی خوب حرام کړی او د تل آویو کوچنی وژونکې رژیم څخه امنیت او آرامتیا له منځه وړی، حتی که نړۍ هغوی نادیده ونیسی او ونه غواړی چی هغوی مظلومیت او رنج د وطن آزادی لپاره د غاصب رژیم په وړاندی، په رسمیت وپیژنی.
تاریخ به دا ننګین روزګار په یاد ولری؛ هغه روزګار چی ټوله بشریت، مسلمان او غیری مسلمانان، په وړاندیی مسؤولیت لری.
 
https://avapress.com/vdcjivevvuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته