دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 161311
اسراییلو سره اړیکې لوري ته د سعودی ولیعهد پاڅون

محمد بن سلمان؛ سعودی ولیعهد د اسرائیل سره احتمالی مرستۍ همکاری راتلونکې په اړه په خبرو کې، اسرائیل سره مشترک دشمن درلودلو په اړه ویلی دی.
هغه د ایران په وړاندی اسراییل هملاریتوب په ویلی دی: موږ مشترک دشمن لرو.
بن سلمان وویل: داسی په نظر رسیږی چی ډیر حوزی د اقتصادی مرستو لپاره شتون لری.
البته هغه وویل چی عربستان نه شی کولای د فلسطینیانو سره سولې مساله حلیدو نه بغیر د اسرائیل سره اړیکه ولری، ځکه چی اسرائیل او فلسطینیان دواړه حق لری چی د یو بل ترڅنګ ژوند وکړی.
سعودی ولیعهد وړاندوینه کړی چی هیواد یی په راتلونکې کې د اسرائیل سره به ښه اړیکه ولری او دا به په ګټه یی وی.
په دی اخیرو کې عربستان اجازه ورکړه چی اسرائیل په مقصد مسافر بری الوتنې د سعودی آسمان څخه تیر شی.
د عربستان، اسرائیل او امریکا سره ایران مشکلات دومره دی چی څو میاشتی مخکې د فرانسه ولسمشر خبرداری ورکړ چی د هغوی ترمنځ د جنګ احتمال شتون لری.
د اعرابو او اسرائیلو اتحاد په خاورمیانه کې د ایران په وړاندی که څه هم نوی خبره نه ده او حیرانوونکې نه شی کیدلای؛ خو بیله شکه، د اعرابو او اسرائیلو ترمنخ اړیکو څخه پرده پورته کولو سره، په سیمه کې لوبه ایز قواعدو جدی بدلون شکاره کوونکې دی چی په هغ هکې اعراب او اسراییل، دا همیشنۍ قسم خوړلی دشمنان، په موقت توګه په یو اردو کې قرار نیولی دی او ید خطرناک بحران سره مخ شوی دی.
اسراییل دا ناپایدار او موقتی ملګرتیا ته استراتژیک نظر نه لری او دا موقت ملګرتیا، ددی په وړاندی خنډ نه شی کیدلای چی اسراییل رژیم، خپل تاریخی دشمنی په وړاندی مسلمانانو سره، چوپ پاته شی او عربی رژیمونو تسلیح په بهانی سره د ایران په وړاندی معتبر وارزوی.
اعراب داسی سرمست عمل کوی او متوجه نه دی چی اسراییل سره ملګرتیا، د ایران سره دشمنی څخه هم خطرناک دی او دا ملګرتیا، هیڅ وخت هغوی ګټې نه تامینوی.
عربی رژیم سران بالخصوص آل سعود رژیم په عربستان کې چی ایران په وړاندی ضد جریان رهبری په غاړه لری، د ایران سره اسراییلی دشمنۍ ترڅنګ، دا اعراب او مسلمانان دی چی د اسراییل څخه په نیابت سره د نورو مسلمانانو په وړاندی جنګیږی او په دی منځ کې، هغه څوک چی ددی جنګ څخه هیڅ زیان نه وینی هغه به اسراییل وی.
اعراب په شکاره توګه خپل مسلمان وړونو په وړاندی امریکایی اسلحی اخیستۍ او د وینو حمام په لاره اچولی دی.
په یمن، عراق، سوریه، لیبی او په راتلونکې کې لبنان او... کې جاری وضعیت ددی کار حاصل دی.
د اسراییل رژیم لمړۍ وزیر د ایران او نړیوال قدرتونو ترمنځ هسته ای توافقنامی امضا په لړ کې، په خاور  میانه کې اتمی رقابت شکل نیونې څخه خبر ورکړ او اندیښنه وښوده؛ دا په داسی حال کې دی چی لمړنۍ رژیم چی ددی مسابقه په وړاندی ودریږی او اعرابو اتمی کیدو خنډ وګرځې همدا رژیم به وی.
ددی کار دلیل هم واضح ده: اسراییل کیفی برتری او ښه توب پر ګاونډیانو باندی!
اعراب مزدور سران دی پوه شی چی امریکا حتی د تسلیحاتو په خرڅولو کې هم د اسراییل او نورو هیوادونو ترمنځ تبعیض کوی او حاضر نه دی چی هغه اسلحی چی اسراییل ته ورکوی اعرابو ته هم ورکړی؛ نو څه شی دا موقت ملګرتیا توجیه کولای شی؟
آیا سعودی سران نه پوهیږی چی همدا اوس په یمن او اسلام نړۍ نورو سیمو کې د اسراییل په نیابت ددی رژیم ګټو لپاره جنګیږی او قربانی ورکوی؟!
هغوی د صهیونیسیتی سیاسی او نظامی چارواکو مکرر خبرو ته توجه نه کوی چی پر اعرابو باندی د اسراییل کیفی برتری او ښه والی څخه خبری کوی.
په اساس کې کوم څیز د اسراییل بدنام رژیم سره اعرابو او عربی رژیمونو اړیکې، افتخار او فخر باندی بدلوی؟
په راتلونکې کې هم د تیرو په شان به شکاره شی چی د اسراییلو سره موقت ملګرتیا به د اعرابو او اسراییلو دایمی دشمنی له منځه نه شی وړلای او که یو ورځ د صهیونیستانو او اعرابو خوب په حقیقت هم بدل شی او د هغوی مشترک دشمن له منځه ولاړ شی، هغه وخت به نوبت خپله اعرابو ته ورسیږی؛ خو هغه ورځ به هیڅ وخت ونه رسیږی؛ ځکه د اسراییل جنګ وزیر په تعبیر سره په خاورمیانه کې حالات په بدلیدو دی، هغه بدلیدنه چی د اعرابو او یهودیانو ټوله لوبه او پلانونه چی جوړ شوی دی، د اساس څخه په له منځه یوسی.
 
https://avapress.com/vdcizzazzt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې