دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۷
د مطلب کود : 161403
د دریم لوري تر سیوری لاندی د افغانستان او پاکستان اړیکو ته یو کتنه

 
شاهد خاقان عباسی؛ د پاکستان لمړۍ وزیر پرون جمعی په ورځ حمل په ۱۷ کابل ته راغله.
ارګ ماڼۍ اعلان کړ چی د دواړو هیوادونو سران به پر بیلابیلو موضوعاتو باندی بحث ولری.
د پاکستان لمړۍ وزیر دفتر اعلان کړ چی دا سفر به یو ورځنۍ وی. د طالبانو سره سوله او د دواړو هیوادونو اړیکو پیاوړتیا ددی سفر مقصدونو څخه وشمیرل شو.
افغانستان یو ارش چارواک چی ونه غوښتل نوم یی واخیستل شی، وویل چی د پاکستان او افغانستان چارواکو ترمنځ خبری اتری ډیر د سولی او همکاری ( APAPPS ) لپاره د پاکستان او افغانستان عمل برنامی په اړه وی.
ددی برنامه په اساس، دواړه هیوادونه به د تروریزم سره مبارزی، تاوتریخوالی کمولو، سوله او مصالحه، د مهاجرینو بیرته ګرځیدنه او اقتصادی پراختیا په اړه د یو بل سره همکاری کوی.
ددی افغان چارواک په وینا ددی عمل برنامه امضا کولو لپاره افغانستان مشروط کړی ترڅو دریم هیواد ددی برنامی اجرایی کیدو باندی نظارت وکړی. افغانستان د ناظر هیواد ټاکنې اختیار پاکستان ته ورکړی دی.
کارپوهان وایی چی داسی په نظر رسیږی چی ددی وخت رسیدلی ترڅو افغانستان یو ځل بیا په سیمه کې تروریزم سره مبارزی او امنیت او ثبات لپاره د نړیوال قدرتونو تعهدات هغوی ته په یاد کړی او دا کار باید د دواړو ګاونډی هیوادونو ترمنځ شفاف سولې توافق سره باید صورت ونیسی.
په دی کې شک نشته چی افغانستان ټاکنیز او سیاسی اصلاحاتو، بشر حقوق تامین، دموکراتیک ټاکنو، سولې او دموکراسی نهادینه کولو لپاره اړتیا لری؛ خو یو یی هم په افغانستان کې نظامی ځواکونو لرونکو نړیوال قدرتونو لمړنیو او اصلی تعهداتو څخه نه وو او نه دی.
له بل لوری، افغانستان یواځې هغه وخت کولای شی دا مهم ته لاسرسی پیدا کړی چی تروریزم ریشه کنه شی او د هیواد ملی حاکمیت، استقلال او ارضی تمامیت په وړاندی خارجی ګواښونه له منځه تللی وی.
په دی حساب سره، خارجی هیوادونه د هغه جملی څخه امریکا او اروپایی قدرتونه د هر څه مخکې باید په افغانستان کې ناتو دا تعهد باندی عمل وکړی چی تروریزم سره، صادقانه مبارزه وکړی او په دی منځ کې، د پاکستان مرز دا لوری یا هغه لوری بین المللی تروریزم په وړاندی هیڅ توپیر ونه کړی.
ددی کار ترسره کیدنه، پاکستان سره خارجی قدرتونو اړیکو کې جدی بیاکتنې ته اړتیا شته. پاکستان د بین المللی تروریزم پیژندل شوی ملاتړ دی او ددی هیواد سیاستونه په دی برخه کې، نه یواځې په افغانستان کې د جنګ او بی ثباتی او ناامنی له لامل ګرځيدلی دی او افغانستان دولت او خلګ د بیلابیلو مشکلاتو سره مخ کړی دی؛ بلکه د ناتو او نورو غربی هیوادونو ماموریت په وړاندی د امنیت او ثبات او سولې په برخه کې هم خنډ رامنځته کړی دی.
که فکر وشی، نن په افغانستان کې د ناتو او امریکا ماموریت د ماتې عواملو څخه یو اصلی عامل د پاکستان بی وقفه مداخلات او تروریزم څخه اسلام آباد رژیم ملاتړ دی.
البته دا هغه څه نه دی چی ناتو او اروپا اتحادیه ورڅخه بی خبره وی؛ خو افغانستان د ناتو، اروپا اتحادیه او امریکا سره سیاسی او امنیتی صریح قراردادونه لری، همزمان ددی حق څخه هم برخمن دی چی د هغوی تګلاره د تروریزم سره مبارزی په برخه کې او پاکستان سره اړیکو کې په جدی توګه مشکل سره مخ کړی او دا پوښتنه رامنځته کړی چی اروپایی هیوادونه او امریکا، په داسی شرایطو کې چی د پاکستان تر ملاتړ لاندی تروریزم سره مبارزی په بهانه، ۱۷ کاله کیږی په افغانستان کې نظامی، سیاسی او استخباراتی حضور لری، بیله دی چی په دی برخه کې لږ بریالیتوب هم ولری، د کوم دلایلو په اساس خپل اقتصادی، سیاسی، نظامی او استخباراتی اړیکی د هغه هیواد سره ساتلي چی په افغانستان کې د ناامنی او بی ثباتی اصلی مسؤول دی او په بی پروایی سره د بین المللی تروریزم او تروریزم ټولو انواعو څخه ملاتړ کوی.
داسی تصور کیږی چی اوس ددی وخت رارسیدلی دی چی اروپایی هیوادونه او امریکا ددی دوو لارو څخه یو وټاکی؛ یا د تروریزم سره مبارزه او یا هم پاکستان سره اړیکې؛ ځکه په یو وخت کې نه شی کولای دواړه ترسره کړی او د پاکستان هر اړخیزه ملاتړ سربیره د تروریزم سره څخه، افغانستان کې نظامی حضور ولری.
 
https://avapress.com/vdcaw6n6e49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته