کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غرب د سوریه سقوط ته نږدی کیږی

25 حمل 1397 ساعت 8:00



 
په داسی حال کې چی غربی هیوادونه په سوریه کې کیمیاوی مظنون برید په غبرګون د نظامی اقام سپک او درانه کولو په حال کې دی، امریکا وایی چی ټوله پلانونه او یا تګلاری پر میز باندی دی.
سارا سندرز؛ د سپین ماڼۍ ویانده وویله چی تراوسه هیڅ نهایی تصمیم د نظامی عملیات په اړه نه دی نیول شوي.
امریکا ملی امنیت شورا قرار دی د پنجشنبه په ورځ ناسته ولری او په همدی وخت کې ترزا می؛ د بریتانیا لمړۍ وزیر د کابینه ناسته رامنځته کیدو غوښتونکې دی.
په بریتانیا کې ځینی سرچینی ویلی چی آغلۍ می ددی آماده ده چی په سوریه کې نظامی عملیات سره یوځای شی، بیله دی چی د پارلمان رضایت وغواړی.
داسی ریپورت ورکول کیږی چی امانوئل مکرون؛ د فرانسه ولسمشر په راتلونکې ورځو کې د فرانسه غبرګون په اړه به تصمیم ونیسی. هغه ویلی چی هر عملیات ( کیمیاوی توان ) سوریه دولت تر هدف لاندی به راوړی.
سپین ماڼۍ یو ځل بیا ټینګار کړی چی دونالد ترامپ روسیه او سوریه په دوما کې د کیمیاوی برید مسؤول ګڼي.
سارا سندرز د روسیه سره مستقیم نظامی نښتې په اړه وویله: هیڅ تګلاره به د غوښتنې څخه لیری نه وی.
په دی ترتیب، غرب په سرعت سره سوریه سقوط ته نږدی کیږی.
دا چی ترامپ به د امریکا او امریکا ملاتړ کوونکو نظامی برید د سوریه کوم ځای پوری وغځوی، مشخص نه دی؛ خو د روسیه صریح خبرداری د هر دول موشکی برید په غبرګون تر هر سطحي پوری سوریه باندی،ددی شکاره کوونکې دی چی سوریه د ابرقدرتونو ترمنځ تقابل په پروسی باندی به بدل شی.
مهم نکته داده چی سوریه حساس او مهم نظامی پایګاوی او تاسیسات، د روسی ځواکونو ساتنې او کنترول لاندی قرار لری؛ بناپردی، په سوریه کې د امریکا او امریکا ملاتړکوونکو د روسیه سره تقابل د انتظار څخه لیری نه دی او همدا موضوع دی چی جاری بحران په تکان ورکوونکې او هولناک پیامدونو باندی بدلوی.
سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی په اوسنۍ شرایطو کې، هیڅ څه د وړاندوینې وړنه ده؛ ځکه هیڅ لوری شاتګ ته کوم نشانه د ځانه نه شکاره کوی. هم روسیه او هم امریکا په خشم دی او لفظی جنګ په برخه کې خپل ترټولو لوړ سحطه کې قرار لری.
ترامپ تیره ورځ اعلان کړ چی د روسیه سره یی هیواد اړیکې خپل ترټولو بد فصل کې قرار لری او دا د هغه په باور سړه جګړه دوران ته هم شاملیږی.
ددی خبری بل معنی داده چی روسیه او امریکا د سړه جګړي څخه لوړ، یو د بل سره په تقابل کې قرار نیولی دی او همدا مسآله د کارپوهانو په باور، غیری وړاندوینې بحران رامنځته کوی.
په دی توګه، د امریکا نظامی اقدام کې تاخیر او تعلل د سوریه په وړاندی، په دی معنی دی چی امریکا نظامی استراتژیستان او دونالد ترامپ مشاورین، د هغه جنګ ابعادو څخه چی غواړی شروع کړي، هیڅ دقیق تصور نه لری.
ددی امر اصلی دلیل، په سوریه کې روسیه پیاوړۍ حضور دی.
امریکا پوهیږی چی په سوریه کې پراخ جنګ ته داخلیدل، د مسکو سره جنګ اعلان په معنی به وی او امکان یی شته د روسیه سخت غبرګون سره مخ شی.
همدا کار، سوریه باندی د امریکا نظامی برید نهایی لید او لمن نور هم سختوی.
په دی منځ کې، د جنګ ډګر اصلی بایلونکې بیا هم د سوریه مظلوم خلګ دی؛ همغه کسان چی د سوریه جنګ د شروع څخه تراوسه پوری، هیڅ سهم په جنګ کې نه دی درلودلی او بیله رنج او مصیبت او آوارګي څخه هیڅ ګټه نه دی پورته کړی.
 
 
 


د مطلب کود: 161769

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/161769/غرب-د-سوریه-سقوط-ته-نږدی-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com