دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 161972
د اعرابو ناسته؛ فرضی دشمن دروغو لوی ښودنه

 
د عربستان په ختیځ کې د ظهران په ښار کې د عربی اتحادیی هیوادونو کلنۍ ناسته شروع شوی دی.
ملک سلمان؛ سعودی پادشاه ددی ناستې افتتاحیه په خبرو کې یو ځل بیا د ایران په وړاندی هغه همیشګی تورونه تکرار او دا هیواد به تفرقه اچونې باندی تورن کړ.
سعودی پادشاه همددارنګه د دونالد ترامپ تصمیم څخه چی امریکا خپل سفارتخانه تل آویو ته ولیږل، نیوکه وکړه.
احمد ابوالغیظ؛ د عرب اتحادیه عمومی مدیر هم وویل چی عربی هیوادونو کې خارجی هیواد لاسوهنه په بی ساري توګه ډیر شوی او ددی لاسوهنو په سر کې، د ایران لاس وهنه قرار لری او عربی هیوادونه باید د ایران په وړاندی همغږي شی او واحد سف کې قرار ونیسی.
د انتظار برخلاف، بحرین پادشاه هیڅ اشاره و ایران ته ونه کړ.
ددی هیله شته چی غرب برید پر سوریه باندی ددی ناستې اصلی محورو څخه وی.
ویل شویده چی په لیبی، یمن او غزه کې جاری ناآرامی ددی ناستې نورو موضوعاتو څخه به وی.
دا ناسته په داسی شرایطو کې ترسره کیږی چی اسلام نړۍ او بالخصوص عربی هیوادونه خپل سیاسی حیات بحرانی وضعیت کې قرار لری.
په دی توګه، دا انتظار شته چی دا ناسته د یو عربی همایش په توګه، د سوریه دولت موضع څخه د تروریزم او خارجی تیري قربانی په حیث، ملاتړ وکړی؛ ځکه دا ناسته د غرب مزدوران او امریکا لاس کښیناستل شوی رژیمونه کنترولوی او کوربه توب یی کوی.
د سلطان سلمان نیوکه د ترامپ تصمیم څخه بیت المقدس ته د امریکا سفارتخانه لیږد لپاره، هم یو ریاکارانه او عرب نړۍ عمومی افکارو تیر ایستنه ده؛ ځکه که دا موضع، حقیقی او صادقانه وی، اوس ایران چی د اسراییل په وړاندی په یواځیتوب سره په سیمه کې دریدلی او په ټول توان سره د قدس اشغالګر رژیم په وړاندی مقاومت محور څخه ملاتړ کوی، د عربی هیوادونو او اسلام نړۍ دشمن هیوادونو په حیث نه وای معرفی کیدلای.
سلمان په داسی حال کې د ترامپ تصمیم څخه نیوکه وکړه چی زوی یی محمد شپی او ورځی په دی هڅه کې دی ترڅو د صهیونیستی او غاصب رژیم سره د ریاض اړیکی عادی کی او غربی رسنیو سره په خبرو کې، په شکاره توګه د اسراییل هیواد څخه خبری کوی او په دی توګه، یو جعلی، غاصب  رژیم په رسمیت پیژنی.
د تامل وړنکته داده چی د بن سلمان دا ننګینه موضع ګیری، د ترامپ تصمیم وروسته صورت نیسی چی بیت المقدس د اسراییل رژیم دایمی پلازمینی په حیث پیژنی او دا یعنی اسلامی ضد تصمیم د ترامپ له لوری، د ریاض رژیم سران نه دی په غوصه کړي.
له بل لوری، سوریه په دی ورځو کې د سعودی رژیم مستقیم همکاری سره، د نوی سناریو اجرا کیدو شاهد دی او عرب اتحادیه ددی هیواد ارضی تمامیت او حاکمیت او امنیت په وړاندی هیڅ مسؤولیت احساس نه کوی.
په یمن، عراق، لیبی، بحرین او ځینی نورو عربی هیوادونو کې وضعیت هم د اعرابو او سیمی مسلمانانو په ګټه نه ده او دا ټوله شرایط، د امریکا او اسراییل او هغوی ملاتړ کوونکو اسلام ستیزانه سیاستونو له امله ده.
دا خپله، یو اسراییلی او امریکایی پروژه ده چی د مسلمانانو ویښ او تفرقه لپاره هغوی د لاس مزدورانو له لوری خپله مسلمانانو په وړاندی اجرا کیږی.
 
دا په داسی حال کې ده چی خاورمیانه او عربی هیوادونه، د ځمکې ثروتمنده خلګ حسابیږی او دا طبیعی سرمایه، ټوله د مسلمانانو په اختیار کې ده او که د مسلمان او اسلامی هیوادونو سرانو صادقانه او حقیقی اراده شتون ولری، په آسانی سره کیدلای شی چی ددی لوی ثروت څخه په ګټه اخیستنی سره، مسلمانان د ذلت او حقارت څخه وباسی او ددی پرځای چی هغوی غرب محتاج او مزدور قرار ورکړی یا غربی مرګبار تسلیحاتو قربانی کړی، پر غرب باندی سروری او برتره وی؛ خو عرب لاس مزدور او خائنان مشران، دا اجازه نه ورکوی او په ټول قامت سره د صهیونیزم او استکبار او استعمار په خدمت کې ده.
 
https://avapress.com/vdcbz8b85rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته