دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۰
د مطلب کود : 162154
اشرف غنی د دیورند په اړه مذاکری چوپتیا ماتوی؟

 
اشرف غنی؛ ولسمشر د پاکستان لپاره د انګلیس عالی کمیشنر سره په لیدنه کې ټینګار کړی چی افغانستان حاضر دی ترڅو د پاکستان سره د مذاکری له لوری دولت او دولت مذاکری، مسایل حل کړی.
ښاغلی غنی د چهارشنبه په ورځ د توماس دریو په ارګ ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
د پاکستان لپاره د انګلیس عالی کمیشنر وویل چی افغانستان حکومت سولې غوښتنه د کابل پروسی په کنفرانس کېې د طالبانو او پاکستان لپاره او دولت او دولت ترمنځ مذاکراتو غوښتنه، په سیمه کې د مثبت بدلون لامل شوی دی.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د  دولت او دولت مذاکرات یو مثبت ګام وبلل او زیاته کړه چی هیواد یی ددی اقدام څخه ښه راغلاست کوی او د هر ډول همکاری لپاره آماده دی.
ښاغلی غنی هم وویل: موږ حاضر یو ترڅو د دولت او دولت ترمنځ د مذاکراتو له لاری د پاکستان سره ټوله مسایل حل کړو.
هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کول او مرفه ژوند ژوند برابرول د دواړو هیوادونو خلګو لپاره اساسی وبلل.
ښاغلی غنی اظهارات، یو ځل بیا د ناظرانو هیله د یو تاریخی حقوقی دعوا دایمی حل او فصل لپاره راژوندی کوی.
د هغوی په باور، هغه اصلی مسئله چی کلونه کیږی دداوړو هیوادونو ترمنځ اړیکو باندی سیوری اچولی  او د عادی او دوستانه اړیکو د جوړیدو مخ نیسی، د دیورند مساله ده.
سربیره پردی چی پاکستانیان ډیر ځلې خپل موضع په دی برخه کې مشخص کړی او اعلان کړی دی؛ خو افغانستان دولت په ټولو وختونو کې یا هغوی نادیده نیولی یا په محافظت کاری سره د څنګ څخه یی تیر شوی او یا د دیورند مسآله حل لپاره د هر ډول مذاکری مخه نیولی دی.
دا همغه څه ده چی د څیړونکو په باور، همدارنګه د افغانستان امنیتی مشکلات او مسایلو ته استمرار ورکوی او سربیره پردی پیاوړۍ کوی یی هم او د پاکستان لپاره د افغانستان په داخلی چارو کې د دخالت اصلی بهانه رامنځته کوی.
ددی مساله اساسی لاره داده چی د دولت او دولت ترمنځ خبرو اترو کې چی ښاغلی غنی یی مبتکر دی، د دیورند پر سر د مذاکری چوپتیا له منځه ولاړ شی او دواړه لوری په یو خلاصه او د هر ډول فشار څخه خالی فضا کې، خپل مواضعو څخه پرده پورته کړی او معقول، عملی او ټاکل شوی حل لاری ددی معضل لپاره پیدا کړی.
دا یواځنۍ لاره دی چی د پاکستان سلطه سیوری د افغانستان سیاست او امنیت څخه پورته کیږی.
کابل ناوخته یا نږدی وختونو کې مجبوره دی دا تګلاره ته غیږه ورکړی؛ ترټولو ښه وخت همدا دی چی ظاهرآ ملی وحدت حکومت د ښاغلی غنی په مشری مصمم دی چی ټول مسایل د پاکستان سره حل کړی او د دواړو هیوادونو خلګو لپاره رفاه او ثبات او امنیت زمینه برابره کړی.
دولت او دولت ترمنځ مذاکرات، د دواړو هیوادونو مشرانو اختیار کې فرصت ورکړی ترڅو په تاریخی او شجاعانه تصمیم کې، د دیورند تاریخی معضل څخه تیر شی او ددی تفاهم په سیوری کې، د دواړو ګاونډیانو ترمنځ اړیکو بنیاد اساس کښیږدی.
په دی منځ کې، انګلیس نقش ددی تاریخی معضل رامنخته کولو اصلی عامل په حیث هم باید د نظر څخه لیری نه وی.
انګلیس لکه څنګه چی په هغه وخت کې خپل استعماری خط کشیو سره، د دواړو اسلامی هیوادونو ترمنځ درانده مشکلات رامنځته کړه او په دی توګه، اجازه ورنه کړه ترڅو دواړه هیوادونه، د سولې او حسن نیت په سیوری کې، د یو بل ترڅنګ، آرام ژوند تجربه کړی، اوس هم دا توان لری چی یو ځل بیا دا سرطانی غده وپیچی؛ ځکه لندن هم پر کابل او هم اسلام آباد باندی ژور نفوذ لری او کولای شی ددی نفوذ څخه په ګټه اخیستنې سره، د فتنه هغه اساس چی رامنځته کړی وو، خراب کړی.
دا شاید هغه مهم هیله وی چی د توماس دریو؛ د انګلیس عالی کمیشنر پاکستان لپاره، څخه په اوس وخت کې شتون لری.
 
https://avapress.com/vdcenw8zejh8pzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته