دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۶
د مطلب کود : 162474
تبیان دشمنان؛ د داعش څخه تر نجیب کابلی پوری

 
نجیب کابلی؛ د ملی مشارکت ګوند مشر چی همدا اوس د سړي تښتونې په تور د پولیسو په قید کې دی، په دی اخیرو کې د تبیان ټولنیز او کلتوری مرکز د داعش او طالبانو سره مقایسه کړي او هغه د تروریزم څخه په ملاتړ تورن کړی.
ددی تورونو لګولو په لړ کې، د نجیب کابلی ځینی ملګری رسنۍ، دا شایعاتو باندی لمن وهلی او هغه راشکاره کړی دی.
د تبیان ټولنیز او کلتوری فعالیتونو مرکز په همدی اړه یو بیانیه صادر کړی دی چی متن یی په لاندی توګه دی:
 
نجیب کابلی؛ د خارجی استعمار کارګزارانو څخه چی د امروز(نن) مبتغذل او منجط تلویزیون په رامنځته کولو سره اسلامی او دینی باورونو او افغانستان ملی ارزښتونه په ۲۴ ساعته توګه په رقص او فحشا خپرولو او ابتذال او فساد سره ددی شبکه له لاری، ریشه په تبر وهله او په همغه وخت کې د ملی مشارکت ګوند په رامنځته ګولو سره، هڅه وکړه ترڅو د شیعه او سنی ترمنځ د استعماری قدرتونو نظر وړ او معنادار واټن په رامنځته کولو سره ددی مظلوم ملت معنوی او کلتوری سرمایه باندی خپل آخری میخ ولګوی، اوس د تبیان مرکز په تورنولو سره یو ځل بیا هڅه کړي ترڅو د افغانستان خلګو تاریخی وحدت د شیعه او سنی ترمنځ تر برید لاندی راوړی.
منصف او بی طرفه پوهان پوهیږی چی څوک تروریست دی او څوک د طالبانو او داعش سره مقایسه کیږی.
تبیان هیڅ وخت خپل توان د افغانستان مذاهبو ترمنځ تفرقه اچولو او قومونو ترمنځ اختلاف رامنځته کولو لپاره نه دی مصرف کړی.
تبیان هیڅ وخت د نجیب کابلی په شان خپل تبلیغاتی او کلتوری قدرت او امکانات د فحشا او رقص په خپرولو باندی نه دی اختصاص کړي.
تبیان ه تروریست دی او نه هیڅ وخت خپل رسنیزه قدرت د امریکا او اسراییل او انګلیس او داعش منفور تروریستانو خدمت ته قرار ورکړی دی.
تبیان نه د فاطمیونو لپاره په سوریه او عراق کې سرباز ګیری کوی او نه هم ددی کار په وړاندی کوم مسؤولیت احساس لری.
دا هغه مسآله ده چی د دوادو هیوادونو ترمنځ دیپلماتیک رسمی لارو څخه حل شی او تبیان په دی اړه هیڅ مسؤولیت نه لری.
په دی حال، د نجیب کابلی په شان هیڅ وخت د فاطمیون لشکر تروریست بللو باندی قایل نه دی؛ ځکه باور لری چی د فاطمیون په لشکر کې حاضر په زرهاوو ځوانان د خپل مذهبی باورونو په اساس تصمیم نیولی ترڅو د مسلمانانو تروریستی او تکفیری دشمن یعنی داعش او ملاتړ کوونکو په وړاندی مبارزه وکړی.
په دی حال کې، د ځواکونو اعزام او استخدام پروسیه هغه موضوع دی چی د افغانستان او ګاونډی هیوادونو ترمنځ باید حل شی.
نجیب کابلی بیده نه دی بلکه ځان یی په خوب لګولی او دا هغه څه دی چی د هغه د راکښینستلو مخنیوی کوی او اوس د افغانستان ټول اوسیدونکې پوهیږی چی د تبیان همدا صداقت او تعهد او وفاداری او ملی ګټو به لاره کې موثر مبارزی له امله په سلهاوو کادر او متخصص نخبه ګان ټولنې ته وړاند یکړی چی همدا اوس په نهادونو، سازمانونو، دولت، رسنیو او... کې فعال حضور لری او فعالیت کوی؛ خو د مشارکت ګوند کلتوری او سیاسی کارنامه څه ده؟
د اسلام دشمنانو او صهیونیسم او سیمه ایز مزدورانو اتاقونه ډیر لګښت ترسره کړی او داعش تروریستی او تکفیری ډله په لسګونه مسؤولین او کادرونه او ددی ټولنیز لوی او کلتوری غړۍ په شهادت رسولی او ۹۰ تنه یی ټبیان کړل.
تبیان د همغه تروریزم قربانی دی چی همدا اوس نجیب کابلی او د هغه همفکره د طلوع په تلویزیون کې او نور بیګانه شبکو کې، خپل ټول توان په دی باندی مصرفوی او غیری نظامی حخه دفاع بی اهمیته شکاره کوی او داعش هملاسه تبلیغاتی حلقاتو له لوری هغه څه چی هغوی ته ورکول کیږی، راشکاره کوی.
د همدی لپاره نه داعش بمونه او نه هم طلوع او نجیب کابلی او... بی اساسه تورونه نه شی کولای تبیان د خپل لاری څخه وګرځوی او هغه پښیمانه کړی.
تبیان یو افغانستانی او اسلامی مجموعه د افغانستان مسلمان خلګو په خدمت کې دی او په همدی لاره کې د هر ډول لګښت لپاره آماده دی.
تبیان د امروز تلویزیون یا مشارکت ګوند نه دی چی د مذاهبو او اقوامو ترمنځ نفاق رامنځته کولو سره او لویو ملی جریانونو او شخصیتونو لکه آیت الله العظمی آصف محسنی او تبیان مرکز باندی په تور لګولو او... خپل حیات ته ادامه ورکړی او ددی لاری څخه تغذیه وکړی.
د مشارکت ګوند د ډیر لږو کسانو په درلودلو سره، بیله دی چی اقوامو او مذاهبو ترمنځ نفاق رامنځته کړی او هیواد مذهبی او قومی او سیاسی جریانونو باندی تور ولګوی بل کوم کارنامه لری؟
نجیب کابلی چی دا جریان رهبری کوی هم د اخلاق او هم روان له نظره یو معلوم الحال عنصر د افغانستان خلګو لپاره دی.
بناپردی، د اخیرو بی اساسه او مضحک تورونو په برخه کې، ترټولو ښه داور او فیصله کوونکې د افغانستان خلګ دی؛ همغه خلګ چی وتوانیدل د هغه مبتذل تلویزیون د صحنه څخه وباسی او نجیب کابلی انزوا ته یوسی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcja8evxuqemxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته