دخپریدو نیټه :جمعه ۷ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۴
د مطلب کود : 162606
خندق عملیات، اشرف غنی سولې طرحی ته د طالبانو ځواب؟

طالبان په یو اعلامیه کې ویلی دی چی افغانستان دولت د سولې په بهانه په حقیقت کې هڅه کوی چی طالبان تسلیم شی او د دولت سولې طرحه د هغوی ضعیف کولو لپاره دی نه حقیقی سولې لپاره.
طالبان په دی اعلامیه کې د پسرلني خندق په نامه عملیات د شروع کیدو څخه خبر ورکړی دی او ویلی دی چی د افغانستان دولت او خارجی ځواکونو په وړاندی خپل جنګ ته ادامه ورکوی.
د اشرف غنی د سولې د نوی طرحی وروسته، دا لمړۍ ځل دی چی طالبان په رسمی توګه د ښاغلی غنی طرحی ته ځواب ورکوی.
طالبان په اعلامیه کې ویلی دی چی امریکا په افغانستان کې د جنګ ادامه پیدا کولو غوښتونکې دی او همدا دلیل لپاره د طالبانو مستقیم مذاکری ته منفی ځواب ورکړي.
دا ډله همدارنګه ویلی دی چی د کابل او واشنګتن ترمنځ د استراتژیک پیمان شتون امریکا ته په افغانستان کې بیلابیلو پایګاوو رامنځته کولو توان ورکړي ترڅو ددی ډلې په وینا په دی هیواد کې جنګ جاری وساتی.
د ډیرو کارپوهانو په باور، د طالبانو دا رسمی غبرګون د اشرف غنی سولې طرحی ته د هغوی همغه جنګ ادامه باندی ټینګار کوی او یو ډول سره د اشرف غنی سولې طرحه ردوی.
که څه هم په دی منځ کې، ددی هیله نه شته چی دولت د طالبانو ددی ځواب لپاره خپل طرحه کې تجدید نظر وکړی؛ خو د پوهانو په باور، د طالبانو دا تصمیم ښیی چی جاری کال، همداسی به خونړیزه کال وی او داسی په نظر رسیږی چی هیڅ دلیل د تاوتریخوالی له منځه وړلو لپآره شتون ولری.
د افغانستان بحران د حل لپاره دوه حل لاری د تصور وړ دی: یو دا چی افغانستان دولت، د طالبانو غوښتنو په اساس، امریکا سره خپل راهبردی قراردادونو کې تجدید نظر وکړی او هغوی سره په افغانستان کې د هغوی پایګاوو د ټولولو په اړه نوی مذاکرات ترسره کړی او دوهم دا چی امرکیا راسآ طالبانو مذاکری غوښتنې ته عمل وکړی.
طالبان په عینی حال کې پردی نکته باندی ټینګار کړی چی امریکا ددی ډلې مذاکری غوښتنې ته منفی ځواب ورکړی او دا په افغانستان کې د جنګ جاری ساتلو بل دلیل دی.
ددی ډلې مقصد ددی بیان څخه دادی چی طالبان لکه څنګه چی امریکا په افغانستان کې د جنګ جاری پاته کیدو عامل بولی، له بل لوری، سولې ته رسیدو یواځني لاره د واشنګتن سره مستقیم مذاکره بولی او ددی کار لپاره آماده دی.
په دی توګه، د پوهانو په باور، خندق عملیات نه یواځې اشرف غنی سولې طرحی ته منفی ځواب دی؛ بلکه په عینی حال کې، د هغه ډلې عزم د جنګ جاری ساتلو لپاره ښیی؛ که څه هم په دی منځ کې، داسی په نظر رسیږی چی خارجی ځواکونه، په جدی توګه، د طالبانو دا تګلاری څخه زیانمن کیږی؛ هغه څه چی په تیرو کلونو کې هم په پوښتنه منځته راوړونکې ډول یی شاهد وو او دا په داسی حال کې دی چی خارجی ځواکونه، د دولتی ضد ډلې سره جنګ بهانه رامنځته کوی او دا د هغوی پایګاوو او نظامیانو حضور دی چی په دی هیواد کې د طالبانو او طالبانو څخه ملاتړ کوونکو ډلو تاوتریخوالی ادامی ته توجیه پیداکوی.
دوهم انتخاب یو څه تر لاس لاندی دی؛ بیله دی چی افغانستان حاکمیت او استقلال د امریکا له لوری نادیده ونیول شی او خپله د خلګو او کابل دولت په نیابت سره د هیواد راتلونکې لپاره مذاکری او خبرو اترو ته وارد شی.
 
 
https://avapress.com/vdcgzx9q3ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته