دخپریدو نیټه :شنبه ۸ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 162634
افغانستان او داعش له منځه وړلو لپاره سیمه ایز ظرفیتونه

 
حنیف اتمر؛ د اشرف غنی ملی امنیت مشاور د ایران ملی امنیت شورا مدیر سره په لیدنه کې افغانستان کې د داعش غړیو بیګانه اتباعو نیول کیدو ته اشاره وکړه او وویل: د افغانستان جغرافیا څخه ګټه اخیستلو لپاره هڅې د تروریستی ډلو نوی سازماندهی لپاره په جریان کې دی.
علی شمخانی؛ د ایران ملی امینت عالی شورا هم په دی لیدنه کې وویل چی د تروریستی ډلو ملاتړ کوونکې په سوریه کې ماته خوړلی او افغانستان ناامنولو او دا هیواد ته د پاته تروریستانو د لیږد په هڅه کې دی.
هغه افغانستان کې اخیرو بریدونو ته په اشاره سره چی بیګناه خلګ پکښی ووژل شو، وویل: د افغانستان، ایران، پاکستان او چین او روسیه مشترک اطلاعاتی همکاری کولای شی د پنځو هیوادونو د ظرفیتونو تبادل او تجمیع سر، د ځینی غربی هیوادونو بی ثباته کولو برنامی ودروی.
په دی اخیرو کلونو کې داعش په ډیر ناباوره توګه په افغانستان کې یو لوی امنیتی ګواښ باندی بدل شوی دی.
دا ډله په افغانستان کې بیګناه خلګ په جمعی توګه تر بریدونو لاندی راولی او بشری ضد جنایتونو په ترسره کولو سره، د هیواد امنیتی خراب وضعیت نور هم خرابوی چی ترهمدی دوو کالو پوری هیڅوک دا فکر نه کوله چی داعش په افغانستان کې یو ورځ د سوریه او عراق په شان خپل قدرت او رشد مرحلی ته ورسیږی او د هغوی له منځه وړنه د سیمه ایز قدرتونو یو معضل باندی بدل شی.
دا چی دا وضعیت، د ظرفیت نه شتون، داخلی پټو او شکاره ملاتړو او بی توجهی څخه دی یا هم د داعش تروریستی خارجی ملاتړ دی چی هغه په یو ځواک باندی بدل کړی دی، بل بحث دی؛ خو هغه حقیقت چی اوس د افغانستان او ایران او روسیه او چین او... هیوادونو په وړاندی قرار لری دادی چی په افغانستان کې د داعش رشد، په سیمه کې امنیت او ثبات معادلات یو ځل بیا د جدی او مستقیم ګواښونو سره مخ کوی او باید په افغانستان کې داعش نفوذ او حضور مشکلاتو سره مخ هیوادونه، د توان او تجربو او تګلارو په شریکولو سره اجازه ورنه کړی چی د سیمی امنیت ددی تروریستانو له لوری خراب شی.
ایران د داعش په له منځه وړلو کې، د پیاوړو ظرفیتونو څخه برخمن دی. دا هیواد هغه تجربه ته په کتو سره چی د داعش قدرت په له منځه وړلو کې سوریه او عراق څخه لری، ددی کار لپاره مهمو ګزینو څخه حسابیږی.
افغانستان دولت، که په حقیقت کې د داعش مخه نیولو هوډ لری، باید په دی برخه کې خپل غربی ګاونډی سره راهبردی تعاملاتو ته وارد شی.
دا کار، دا ته اړتیا لری چی افغانستان خپل ملی حاکمیت او استقلال باندی حداکثره ګټه واخلی بیله دی چی خارجی قدرتونو استراتژی ورباندی مسلط وی.
داعش اوس مستقیما په هیواد کې مذهبی جنګ پیاوړی کولو لپاره هڅه کوی او د شیعه کوچنیانو، ښځو او غیری نظامیانو تر برید لاندی راوستلو سره، هڅه کوی دا مذهبی اقلیت د اهل سنت پیروانو په وړاندی قرار ورکړی او په دی توګه، د مذهبونو ترمنځ مشکلات رامنځته کړی، بیله شکه دا نه د دولت په ګټه دی او نه هم خارجی ملاتړ کوونکو لکه ناتو او امریکا په ګټه.
په دی حساب سره، دولت ناچاره دی ترڅو داعش له منځه وړلو لپاره هڅه وکړی او اساس او بنیادی اغیزمند تګلاری ترلاس لاندی ونیسی؛ که څه هم، معلومه خبره ده چی د دولت دننه او هم داعش تکفیری تروریزم ملاتړ خارجی قدرتونه ددی غوښتونکې نه دی.
ددی کار ترسره کولو لپاره یو سیمه ایز تګلاری ته اړتیا شته؛ هغه تګلاره چی د ایران توانمندی او تجربیاتو څخه ګټه اخیستنه یو برخې څخه به وی.
 
 
https://avapress.com/vdchxinzk23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته