خوښ ديک ۰

هغه سوله او جنګ چی نه تمامیدونکې دی

هغه سوله او جنګ چی نه تمامیدونکې دی

 
په کابل ښار کې د خونړیزو بریدونو وروسته چی په لسګونه کسان شهید او ټپیان کړل، د سولې عالی شورا وایی چی دا بریدونه به دسولې پروسه ونه دروی.
انتحاری بریدونه د دوشنبه په ورځ(‍۱۰ ثور) په کابل کې، ۳۰ تنه شهید او ۴۹ تنه ټپیان پرځای پریښوده. ۹ تنه خبرنګاران هم په دی تروریستی بریدونو کې شهید او ۶ تنه یی ټپیان شول.
د سولې عالی شورا هم دا بریدونه په شدت محکوم کړي او د غیری توجیه وړ بللی.
احسان الله طاهری؛ د سولې عالی شورا ویاند وویل: بی ګناه، بی دفاع او خبرنګارانو باندی برید د توجیه وړنه ی او دا ډول بریدونه هیڅ وخت د سولې پروسه نه شی درولای.
هغه ټینګار وکړ چی ځینی خارجی تروریستی ډلې چی د خلګو وژنو لپاره په افغانستان کې فعالیت کوی، هڅه کوی ترڅو افغانستان کې سولې پروسه ودروی.
ښاغلی طاهری زیاته کړه چی تروریستی بریدونه نه شی کولای د بین الافغانی سولې پروسه په وړاندی خنډ شی.
دا په داسی حال کې دی چی منتقدانو په باور، د افغانستان دولت سولې برنامه همغه د برهان الدین ربانی؛ د سولې عالی شورا مخکنۍ مشر د ترور راهیسی د طالبانو سولې سفیر له لوری بندون سره مخ شوی او د همغه وخت راهیسی، افغانستان دولت اپوزیسیون ډلې، ددی پروسی څخه ملاتړ نه کوی او یا ورته د شک په سترګه ګوری.
د بیلابیلو غبرګونونو په لړ کې چی د داعش او طالبانو بریدونو په وړاندی رامنځته شو، سیاسی ارشد مشران او جهادی مشران د دولت یو اړخیزه مصالحه پروسی ماتې باندی ټینګار کړی او ویلی دی چی هر ډول سوله د تروریستی او شورشی ډلو سره، باید د عدالت او صداقت او تعهد په اساس دا ډله خپل مخاصمه پای ته ورسوی او دا ډلې باید په یو ملی پروسه کې افغانستان سیاست کې داخل ټول اړخونو حضور سره د قضیه اطرافو په حیث، حضور ولری؛ نه یواځنۍ لوری یی.
په دی حال سره، د افغانستان رسمی مراجعو مکرر ټینګارونو سربیره د سولې ادامه باندی، جنګ او خلګ وژنی او تروریستانو جنایت شکاره کوی چی هغوی همداسی په دا هڅه کی دی ترڅو دولت یو اړخیزه سوله د تروریستانو سره ادامه ورکړی او هغه لاره د بندون او بحران څخه یواځنۍ لاره بولی.
د منتقدانو په باور، د دولت دا تګلاره مخکې له دی چی د افغانستان خلګو عام ګټې په نظر کې ولری، ډیر د تروریستانو باور ترلاسه کولو لپاره ترسره کیږی او دا همغه څه دی چی افغانستان خلګ غواړی.
پوښتنه داده چی آیا تروریستې ډلې چی د افغانستان خلګو او دولت سره په جن کې دی په حقیقی توګه ددومره امتیازونو وړ دی؟ هغه ګامونه چی دا ډله د افغانستان دولت ښه نیت په وړاندی اخیستی دی، کوم دی؟ آیا یو اړخیزه سوله او ضعف موضع څخه کولا شی د افغانستان خلګو ګټو په اساس تامین کړی او هیواد سیاسی لورو غوښتنو او هیلو په اساس وی؟ سولې ادامه باندی ټینګار، د هر خونړیزی جنایت وروسته آیا دا یو ډول معامله د افغانستان خلګو حقوق او قربانیانو وینی معاملی او جنګی جنایتونو څخه سترګې پټونه نه ده؟
څوک باید دا پوښتنو ته ځواب ورکړی؟
له بل لوری، داسی په نظر رسیږی چی دولت د یو ډول تناقض سره مخ دی. سیاسی مشران له یو لوری څخه ټینګار کوی چی تروریزم ضد جنګ د افغانستان مرزونو دننه باید ودرول شی او له بل لوری، دولت مسلح مخالفانو څخه غواړی چی سولې سره یوځای شی. که د جنګ مراکز او ریشی د افغانستان مرز څخه دباندی قرار ولری او دولت د تروریزم ضد جبهه څخه غواړی ترڅو د جنګ جغرافیا ته بدلون ورکړی، نو باید د چا سره سوله وشی. د هغه عناصرو سره چی مرزونو نه خارج ورسره وجنګیږو؟ دا څنګه بحران دی چی د هیواد دننه د امتیاز ورکونې او مذاکره له لاری حل کیږی؛ خو د مرزونو دباندی، د هغه سره باید وجنګیږو؟ د جنګ او سولې همزمان اعلان، آیا خپله یو ډول تناقض نه دی؟
که تروریستی ډلې د افغانستان مرزونو دباندی څخه رهبری، تجهیز او مالی تامین کیږی او د هغوی سره په مراکزو او اصلی لانو کې د مرز هغه لوری کې، باید وجنګیږو؛ نو مصالحه او مهم دا چی امتیاز ورکونه او تشویق د څه لپاره؟
دا کار، حتی د زردک او چماق معروف استراتژی هم نه افاده کوی! دا یو جدی تناقض دی چی داسی په نظر رسیږی تراوسه تر توجه لاندی قرار نه دی نیولی او یا قصدآ نادیده نیول کیږی.
 
پنجشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۶
د مطلب کود: 162954 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *