دخپریدو نیټه :جمعه ۱۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۶:۴۰
د مطلب کود : 163009
الکترونیکي تذکری؛ امنیت سره مرسته که بحران ته دعوت؟

 
عبدالله عبدالله؛ اجرایی مشر وایی چی د الکترونیکی تذکرو ویښ لړۍ د رهبری په سطحی اختلاف له امله، مشروعیت نه لری.
اشرف غنی؛ ولسمشر نن پرون پنجشنبه د ثور په ۱۳ نیټه د الکترونیکی تذکرو ویښ سره، رسمآ د تذکرو ویښ لړۍ پیل کړ.
ښاغلی عبدالله ددی کار څو ساعته وروسته خپل مخالفت اعلان کړ.
ههغه وویل چی هر ملی پروسه لکه د الکترونیکی تذکرو ویښ یو تدبیر او یو روش ته اړتیا لری چی د وحدت او خلګو ترمنځ اجماع نظر لامل شی.
خو د هغه په باور، د لکترونیکی پیژندپاڼو یا تذکرو ویښ لړۍ د اختلافاتو رامنځته کیدو سبب به شی او بحران ته یو دعوت دی.
ښاغلی عبدالله وایی امنیتی او اقتصادی وضعیت ته په کتو سره، الکترونیک تذکرو لړۍ پیل د خلګو لمړیتوبونو څخه نه دی.
ښاغلی عبدالله د الکترونیکی تذکرو ویش لړۍ پیل ناکام وبلل او ټینګار وکړ چی دا پروسه به نتیجه ورنه کړی.
هغه د کاغذی پیژندپاڼو ویښ د پارلمانی ټاکنو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره او ټاکنو شفافیت تامین لپاره د دولت لمړیتوب څخه وبلل.
په دی توګه، دوه رهبر یو ځل بیا د یو بل په وړاندی قرار ونیول.
اشرف غنی، باور لری چی دا پروسه امنیت تامین سره مرسته کوی؛ خو عبدالله عبدالله باور لری چی دا  تصمیم، بحران ته دعوت دی.
په ی منځ کې، ددی پروسی پرمختګ به مشخص کړی چی کوم اخذ به صحیح وی؛ خو کارپوهان وایی چی ملی وحدت دولت مشرانو اختلافاتو قومی اساس، په دی معنی دی چی دا تصمیم، د وحدت او ثبات او امنیت لپاره ښه راتلونکې ونه لری.
په داسی شرایطو کې چی ملی وحدت دولت مشران، د خبرو اترو او مذاکرو څخه د یو حل لاری پیدا کولو لپاره، احتراز او ځان لیری کوی او یو افغانستان باندی خپل نظر تحمیل په هڅه کې دی، ددی تګلاری نتیجه به بی ثباتی او بحران لامل شی.
اشرف غنی او اطرافیان یی باور لری چی د افغان کلمه درجیدنه د افغانستان خلګو ملی هویت په اساس، د قومی هویت ثبت ترڅنګ په الکترونیکې تذکرو کې، معقول او میانه حل لاره د بندون څخه تیریدو لپاره دی؛ دا په داسی حال کې دی چی د هغه نقد کوونکې، لکه عبدالله عبدالله باور لری چی افغان د افغانستان پر ټولو خلګو باندی د تعمیم او اطلاق وړ هویت نه دی او یواځې یو خاص قوم یعنی پشتونونو پوری اړه لری.
دا په داسی حال کې دی چی ددی کلمه پاکول یا اضافه کول د الکترونیکی تذکری په متن کې، هیڅ بدلون په ټولنیز وضعیت او ملی هویت کې نه به رامنځته نه کړی؛ لکه څنګه چی د کلونو په لړ کې دا کلمه د تذکری په متن کې شتون درلود، پاکونه به یی هم یو لوی پیښه نه وی.
پوهان همدارنګه وایی چی په ډیرو هیوادونو کې، د هر هیواد نوم او بیرق خپله د خلګو ملی هویت شکاره کوونکې دی او بناپردی، یو بیل نوم یعنی ملیت په نامه کوم څه ته اړتیا نه شته.
سربیره پردی د نفاق څخه مخنیوی لپاره هم باید د قومیت کلمی درج څخه مخنیوی وشی او یواځې په دیتابیس یا اطلاعاتو بانک ې یی ملی مهم سند شتون کافی وی.
دا مسایلو په کتو سره، ددی بیره شته چی د الکترونیکی تذکرو ویښ، د افغانستان اکثره جمعیت ملاتړ او موافقت ته په بی اعتنایی سره، یواځې کولای شی بحران او قومی مشکلاتو لامل شی او یو ملی حقیقی هویت رامنځته کیدو مخه ونیسی.
ډیر تریخ طنز داده چی دا پیښی دداسی حکومت په وخت کې رامنځته کیږی چی د ملی وحدت لوی نوم پرځان باندی لری؛ خو کارنامه یی، د افغانستان د ملی وحدت د تورو فصلونو څخه دی.
سربیره پردی، د ملی حکومت مشرانو سیاسی اختلافاتو ادامه، سیاسی او اقتصادی وضعیت او همدارنګه دولت حاکمیت او اجرایی خدماتو ارائه کولو باندی هم منفی اغیزه رامنځته کوی؛ بناپردی، دا بی اعتنا اقدامات مخکې له دی چی وحدت او ثبات او امنیت سره مرسته وکړی، ورته زیان رسوی.
 
https://avapress.com/vdce7x8zojh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته