کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بشر حقوق؛ سعودی عربستان ناویل شوي خبری

18 ثور 1397 ساعت 11:20



 
د بشر حقوقو سازمان، سعودی عربستان په دی تورن کړی دی چی په زرهاوو تنه بیله کوم محاکمه کلونه کلونه په بندیخانه کې ساتلی دی.
دا سازمان چی په امریکا کې دی، ویلی دی چی ځینی بندیان حتی د ۱۰ څخه ډیر کلونه بیله کوم محاکمه په بندیخانه کې پاته شوی دی.
ددی ریپورت په اساس، د محمد بن سلمان د نظر وړ اصلاحا هم د بشرحقوقو وضعیت په سعودی عربستان کې نه دی ښه کړي.
هغه خپله په عربستان کې د فساد سره مبارزی کمیته کې د ۳۰۰ څخه ډیرو کسانو د نیول کیدو او بندی کیدو امر صادر کړی دی.
سارا لی ویتسون؛ د بشرحقوقو سازمان خاورمیانه برخې مدیره وایی: په سعودی عربستان کې ځینی اوسیدونکې تر یو لسیزه پوری بیله کوم تور په بندیخانه کې بندی ساتل کیږی.
د توجه وړنکته داده چی دا سازمان خپل ریپورت د هغه اطلاعاتو په اساس آماده کړي چی خپله د سعودی رژیم د داخلی وزارت په سایت کې خپور شوی دی؛ هغه څه چی بیله کوم شکه دا اطلاعات تر پوښتنې لاندی راوړی او شکاره کوی چی دا اطلاعات دومره بی خطر او بشرحقوقو نقض جدی خطر څخه خالی وو چی حتی د سعودی غیری دموکراتیک رژیم فیلترونو څخه تیر شوړي او عمومو لاس ته ورغلی دی.
دا هغه موضوع دی چی هیڅ وخت د غربی بشری حقوقو نهادونو له لوری، نه شکاره کیږی او بیله شکه، په دی لړ کې ډیرو هڅو ته اړتیا شته چی د سعودی رژیم څیره هر اړخیزه وڅیړل شی.
سربیره پردی، همدا پټ ساتل شوی اطلاعات شکاره کوی چی سعودی عربستان د بشر حقوقو په برخه کې، څنګه عمل کوی او غرب ددی رژیم د جنایتونو په پټولو کې څومره برخه لری.
په سعودی عربستان کې د بشر حقوقو سیستماتیک نقض سربیره، بین المللی سازمانونه او نړیوال قدرتونه، حتی ددی رژیم بشری حقوقو قضیه طرحي څخه چی دا موضوع پوری اړه ولری، ځان لیری ساتی ترڅو داسی نه وی چی د هغوی او سعودی رژیم تجارت کوم زیان ووینی او لاسونه یی د هغه هیواد تیلو څاه ګانو څخه لنډ شی.
دا شکاره کوی چی بشر حقوق، د غربی هیوادونو یو ډول فشار او قدرت سلطه اعمال لپاره وسیله دی چی په مرسته یی سعودی عربستان په شان هیوادونو باندی سیاسی او اقتصادی او ایدئولوژیک لحاظه خپل سلطه ساتی ترڅو هغوی خپل هرڅه دوی اختیار کې ورکړی.
دا ډیر ننګینه ده چی بشرحقوق په برخه کې فعال او تاریخی سازمانونه، په نورو برخو کې، په یو مستقل هیواد کې خطرناک او جانی عنصر محاکمه څخه مخنیوی لپاره کمپاینونه او بین المللی تګلاری ترسره کوی؛ خو په سعودی عربستان کې بشرحقوقو شکاره او سیستماتیک نقض په وړاندی چوپتیا غوره کوی او همداسی ورڅخه تیریږی.
دا اقدام که څه هم غربی قدرتونو سره د سعودیانو میلیاردی معاملات، مرسته کوی چی ورته استمرار وروبخشی؛ خو په عمل کې، بشرحقوق اصل ته په نړۍ کې زیان رسوی او باور او اعتبار یی له منځه وړی او نړۍ هیوادونه نور ددی سازمان کنوانسیونونو تعهداتو په وړاندی خپل ځان پایبند نه بولی او دا خپله لوی زیان دی د بشرحقوق اصل ته چی خپله د بشر حقوق سازمان او بشر حقوق څخه ملاتړ مدعی قدرتونو له لوری واردیږی.
 


د مطلب کود: 163252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/163252/بشر-حقوق-سعودی-عربستان-ناویل-شوي-خبری

آوا
  https://www.avapress.com