دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 163315
نظام دننې تروریستان؛ هغه ستونزه چی تراوسه نه دی حل شوي

 
ویس احمد برمک چی د یکشنبه په ورځ، سنامجلس ته استجواب شوی وو، په دی بیان سره چی تروریستان د تورو هندارو لرونکونو موټرانو په مرسته پلازمینی ته واردیږی، وویل: هغه وخت چی پولیس غیری قانونی او تور هنداری لرونکې موټران دروی، ملی شورا ځینی غړۍ دا هڅه کوی ترڅو دا موټران د پولیس بند څخه خلاص کړی.
هغه وویل: اوس چی د داخلی چارو وزیر یا داخله وزارت څلور تنه درولي، زه نوم نه اخلم؛ خو هغه مشران چی په همدی ځای کی حضور لری او ملی شورا بل مجلس ته راځې او وایی چی دا خوښي کړي. ښه زه د داخلی وزیر په حیث څه وکړم؟
داخله وزیر همدارنګه وویل چی سیمه ایز او نړۍ هیوادونه خپل جنګونو ته په افغانستان کې ادامه ورکوی او پاکستان هم هڅه کوی په افغانستان کې ناامنیو ډیرولو سره، خلګ د دولت په وړاندی په قهر کړی.
ښاغلی برمک خبری په حقیقت کې، دولتی اداراتو او پارلمان او حکومت کې  دننه دولت مسلح مخالفانو نفوذ او تروریزم څخه ملاتړ کوونکې خاص حلقاتو په اړه د یو دولتی مهم مقام اظهارات دی.
مخکې له دی هم ځینی سیاسی چارواکې خپل اظهاراتو کې داویلی چی امنیتی اداراتو او دولت دننه ځینی حلقات، عملآ د تروریستانو د تګلارو څخه ملاتړ کوی.
د مثال په توګه، یو د هغه کسانو څخه چی په صریح او بی پرده ژبه د دولت دننه د خارجی جاسوسانو حضور په اړه وږغیده چی هغوی د تروریستانو او نورو ګټو لپاره کوی، جنرال دوستم؛ د ریاست جمهوری لمړۍ معاون وو.
هغه په هغه وخت کې وعده ورکړ چی ډیر ژیر به دا کسان افشا کړی؛ خو دا پیښه د نامعلومو دلایلو له امله رامنځته نه شوه.
د داخله چارو وزیر دا اظهارات د کارپوهانو په باور ددی شکاره کوونکې دی چی تروریم او تروریزم سره مبارزی معضل ترهغه پیچلی دی چی په نظر رسیږی.
پوهان وایی چی دولت که د تروریستانو سره ملی او پایدار او عزتمندانه او مقتدرانه سولې برقراره کولو په هڅه کې دی، لمړۍ باید باید دولت او امنیتی اداراتو کې د هغوی نفوذ او حضور محدود کړی او اجازه ورنه کړی چی ځینی خاص حلقات، د دولت په سیاستونو کې د سولې او تروریزم سره جنګ په برخه کې، خپل نفوذ ولری.
ددی مهم کار اړتیاوو څخه، د نظام دننې تروریستانو سره بی امان او پراخ جدی مبارزه دی؛ هغه کسان چی عملآ د نظام امکاناتو او ظرفیتونو څخه ګټه اخلی او اساسی قانون تر پوشش لاندی، په وړاندی یی، اقدام کوی او هیواد حاکمیت او امنیت پوری اړوند اصولو اساسی مبنا د افغانستان خلګو قسم خوړلی دشمن په ګټه زیانمنوی.
د نظام دننې تروریستانو خطر، په حقیقت کې د نظام څخه خارج تروریستانو خطر څخه ډیر خطرناکه دی؛ ځکه ددی ډول تروریزم سره مبارزه ډیر سخت او لګښت لرونکې دی.
د نظام دننې تروریستان په هیواد کې د ثبات او امنیت او آرامتیا او نظم برقراره کیدو په وړاندی د تروریستانو په ګټه خنډ ګرځې.
هغوی د امنیتی ځواکونو اصلی دشمنان په حساب راځې؛ هغه ځوانان چی خپل ژوند په خطر کې اچولو سره، د تروریستانو سره د جنګ په ډګرونو کې جنګیږی؛ ددی څخه غافل چی د نظام دننه ځینی پلید لاسونه تروریستان په تورو موټرانو کې پلازمینی ته لیږدوی او وینی تویونې او تاوتریخوالی په لاری اچولو سره، د امنیتی ځواکونو ټوله هڅې او زحمتونه د جنګ په ډګر کې په صفر کې ضربوی.
البته په دی منځ کې، د داخله وزیر یواځې افشا ګری نه شی کولای چی ددی نهاد او نورو امنیتی نهادونو مسؤولیت په دی برخه کې رفع کړي.
هغوی هغه وخت چی د هرڅه څخه د جزئیاتو سره خبر دی، دنده لری ترڅو د نظام دننه تروریستانو مشت خلاص کړی او هغوی محاکمه او نیول کیدو زمینه د افغانستان خلګو لپاره او قانون په اساس، رامنځته کړی او دا امنیتی او دولتی نهادونو کې د تروریستانو نفوذ او قدرت څخه مخنیوی او تروریزم سره مبارزی یواځنۍ اغیزمنده لاره ده.
 
البته د ډیرو کارپوهانو په باور دا رشته اوږده سر لری او یواځې نظام دننې خیانتونو پوری نه محدودیږی. خارجی پیاوړۍ حلقات هم ددی پروسی څخه ملاتړ کوی او په دی توګه، تروریزم یو څو مجهولی معادله په شکل ده چی ورسره مبارزه، د معادله ټولو اړخونو حل ته اړتیا لری.
 
 
 
https://avapress.com/vdcezx8znjh8pxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته