دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۵
د مطلب کود : 163514
آیا برجام امریکایی کاپیتالیزم پای ته رسوی؟

ژان ایو لودریان؛د فرانسه خارجه چارو وزیر د امریکا دولت قصد څخه چی ایران سره معامله کوونکو خارجی شرکتونو په وړاندی تنبیهی اقدامات ترسره کوی، سخت نیوکه کړي.
ښاغلی لودریان پنجشنبه خپل په خبرو کې وویل چی امریکا باید ایران باندی تحریمونو بقراره کولو لپاره مخکې تر مخکې اروپایی هیوادونو سره مذاکره وکړی.
هغه همدارنګه وویل چی امریکا اقدامات د قوانینو څخه لوړ و اروپایی هوادونو ته د قبول وړ نه دی.
د ښاغلی لودریان پّ وینا اروپایی هیوادونه خپل ټوله هڅه د خپلو شرکتونو ګټو ساتلو لپاره به وکړی او په دی اړه د امریکا سره خبری کولو لپه لټه کې دی.
دونالد ترامپ سه شنبه ایران سره هسته توافق څخه د هغه هیواد وتل اعلان کړ.
امریکا اروپایی شرکتونو ته چی ایران سره معامله لری ۶ میاشتی وخت ورکړی ترڅو په دی هیواد کې خپل سرمایه ګذاری پای ته ورسوی.
همزمان، امریکا پنجشنبه نویو تحریمونو څخه د ۶ ایرانی اوسیدونکو او دریو شرکتونو په وړاندی خبر ورکړ.
اقتصادی مسایلو کارپوهان وایی چی د امریکا وتنه د برجام یا هسته ای توافق څخه به یواځې ایران اقتصاد پوری محدوده نه شی پاته.
د هغوی په باور لکه څنګه چی برجان یو څو اړخیزه بین المللی توافق دی، د یو هیواد خودسرانه وتنه د هغه توافق څخه به هم ډیر پراخ اغیزه ولری.
دا په داسی حال کې دی چی ترامپ داسی فکر کوی چی د برجام څخه وتلو سره د ایران په وړاندی یو اقدام ترسره کړي؛ خو شته حقیقتونه ددی تصور برخلاف ثابتوی.
د مثال په توګه، اروپا هم ددی توافق مهم برخی په حیث د ترامپ په دی اقدام کې نادیده ونیول شو او د اروپایی هیوادونو سرانو لکه آلمان، فرانسه او انګلیس سرانو شکاره هڅو سربیره چی ډیر ځلی هڅه کړي سپینه ماڼۍ ددی اقدام څخه منصرفه کړی، ترامپ خپله لاره ونیوله او په دی توګه، اروپا یی هم تحقیر او بی عزته کړه.
ددی تحقیر او بی عزتی لمن به هغه وخت پراخ شی چی سپینه ماڼۍ، خپل داخلی قوانین پر شرکتونو، بانکونو او اروپایی دولتونو باندی تسری کړی او په دی توګه، هغوی د ایران سره معاملی لپاره، مالی او نقدی مجازات کړی.
دا همغه څه دی چی د فرانسه خارجه چارو وزیر، د هغه څخه د قوانینو څخه لوړ د امریکا اقدام یادوی او دا کار د اروپا لپاره قبول وړنه بولی.
امریکا مخکې داسی اقدامات ترسره کړي دی. هغه وخت چی اروپایی بانکونه د ایران سره معامله پر سر، د امریکا له لوری په سلهاوو میلیونو دالرو جرم باندی محکوم شو او یا په تازګی سره، د ایرباس فرانسوی الوتکو جوړونکې شرکت ایران ته د الوتکو خرڅولو څخه منع کړل شو.
دا خبرداری په داسی حال کې اعلان شو چی ایرباس، مخکې د ۱۰۰ الوتکو څخه ډیر خرڅولو قرارداد د ایران سره نهایی او امضا کړی دی.
آیا په دی حساب سره، اروپایی بانکونه او شرکتونه د امریکا د قوانینو اعمال لاندی، ایران سره لویو تجاری معامالاتو څخه مخ واړوی یا لکه څنګه چی د فرانسه خارجه چارو وزیر اعلان کړی دی، دا ځل به اروپا خپل استقلال څخه د امریکایی کاپیتالیزم په وړاندی دفاع وکړی؟
حقیقت دادی چی وضعیت ډیر پیچلي دی؛ ځکه مساله یواځې برجان نه دی، مساله قطبی کیدنه ده چی امریکا سیطره لاندی سرمایه داری لیبرال راتلونکې ګواښوی.
غرب په سخته توګه دوه قطبی شوی دی. اروپا که وغواړی چی په برجام کې پاته شی او امریکا خبرداریو سربیره خپل مستقل تجاری معاملاتو ته ادامه ورکړی، په هغه صورت کې، لیبرال سرمایه داری نظام، ډیر ژور بدلون سره مخ شی او امریکایی کاپیتالیزم سیطره به ماته کړی.
برجام که څه هم تردی ځایه، ایران لپاره توجه وړ ګټه نه دی درلودلي؛ خو که دا پیښه د لیبرال سرمایه داری نظام ته د امریکا په مشری رامنځته شی، برجام له منځه تلنه توانیدلی یو لوی انقلاب رامنځته کړی او په دی صورت کې، بیا هم ایران دی چی د لوبی ګټونکې دی.
 
 
 
 
https://avapress.com/vdcfymdyjw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته