دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۳
د مطلب کود : 163585
ایران او افغانستان نظامی همکاری

 
طارق شاه بهرامی؛ د ملی دفاع وزیر د ایران اسلامی جمهوری دولت دفاع وزیر په دعوت د یو دفاعی او نظامی لوړپوړي هیآت په راس کې تهران ته سفر کړی دی.
د ایران دفاع وزیر په دی اړه مذاکراتو کې په دی بیان سره چی افغانستان اسلامی جمهوری دولت ایران خارجی سیاست کې یو ورور او ملګری په حیث ارزښت لری، وویل: موږ په دی باور یو چی افغانستان باید د بین المللی او سیمه ایزو رقابتونو په محل باندی بدل نه شی؛ بلکه دا هیواد د منطقه ایز همکاریو سرچینه وی.
هغه همدارنګه په افغانستان کې د داعش سره مبارزی په برخه کې همکاری لپاره آمادګی ښودلی دی.
طارق شاه بهرامی هم د افغانستان او ایران دواړو هیوادونو مقصد د تروریزم سره مبارزه بالخصوص داعش سره مبارزه وبلل او ادامه ورکړه: باورمند یو چی تروریستانو حضور په سیمه کې ناامنی او بی ثباتی لامل شوی او تروریستانو د ټکولو لپاره، د ایران اسلامی جمهوری څخه مرستي او تجربی اړتیا لرو.
ایران د افغانستان لویدیځ ګاونډی دی. دا هیواد د افغانستان سره ډیر سیاسی، کلتوری او تجاری اړیکی لری.
په حاضر حال کې، د افغانستان نږدی دوه میلیون پناه وړونکې په ایران کې ژوند کوی.
ایران همدارنګه د افغانستان د هغه ګاونډیو څخه دی چی د امریکا سره تاریخی دشمنی سربیره، د کابل او واشنګتن استراتژیک ملګرتیا ته په نه کتو سره هڅه کړی کابل سره دوستانه اړیکې ولری.
افغانستان هم داسی په نظر رسیږی چی ایران سره په اړوند، هڅه کړی د یو مستقل هیواد په حیث لازم استقلال وساتی.
د ناظرانو په باور، حقیقت دادی چی د دواړو هیوادونو اړیکی او اشتراکات داسی دی چی بیله دی، بل هیڅ ډول داسی اړیکه نه شی نصور کیدلای. ایران په سیمه کې یو پیاوړي هیواد په حساب راځې.
همدارنګه دا هیواد د ۳۰ کالو څخه ډیر کیږی چی افغانستانی میلیونونه مهاجر د داخلی مشکلاتو سربیره، سخاوتمندانه کوربه توب کړی دی. له بل لوری حتی د ایران اسلامی جمهوریت جوړیدو مخکې هم هغه هیواد باندی مسلط شاهی رژیم، افغانستان سره، دوستانه اړیکه درلودلی.
له بل لوری، افغانستان د څلورو اخیرو لسیزو په لړ کې، ډیر بی ثباتی تجربه کړی، په داسی توګه چی په دی لړ کې هیڅ یو ثبات او سیاسی استقرار ته نه دی رسیدلی.
ایران د شوروی له لوری افغانستان اشغال په وخت کې د جهادی ډلو څخه ډیر پراخ ملاتړ کړي دی.
طالبانو په ظهور سره، ایران همدارنګه خپل اړیکې د مجاهدینو دولت سره چی افغانستان مشروع نماینده په بین المللی برخه کې په حساب راتله، وساته؛ خو برعکس، د هغه هیواد اړیکې د طالبانو سره په ځینو برخو کې د مشکلاتو سره مخ شو؛ په داسی توګه چی طالبانو ایرانی ضد تګلارو په غبرګون، ناچاره شو ۲۰۰ زره سرتیری د افغانستان مرز سره مستقر کړی؛ خو وروسته نظامی ماموریت ته د مخدره توکو مخنیوی په مقصد بدلون ورکړ.
په دی حساب سره، شاید وکولای شو چی ووایو ددواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو سخته مده د طالبانو رژیم حاکمیت په وخت کې وو او برعکس، افغانستان باندی حاکم بیلابیلو دولتونو په وخت کې، دا اړیکې خپل پراختیا ته رسیدلی دی او ښه شوی دی.
سربیره پردی چی افغانستان د غربی قدرتونو سیاسی او نظامی پراخ حضور کوربه دی او ایران اسلامی جمهوریت سره په معارض کی دی او سربیره پردی چی غرب سره هملاری رسنۍ له لوری نرم افزاری فشارونه ددواړو هیوادونو اړیکو خرابولو په هڅه کې دی، دواړه هیوادونه خپل اړیکې تر مناسب سطحی پوری ساتلی دی.
اوس ایران افغانستان لپاره یو کم ضرره ګاونډی دی. د دواړو هیوادونو تجاری او اقتصادی مبادلات په سلهاوو میلیونونو دالرو ته رسیږی او د دواړو ملتونو سیاسی او کلتوری اړیکې هم د پخوا څخه پیاوړي شوی دی.
سربیره پردی داسی مشترک ګواښونه هم شتون لری چی ددواړو هیوادونو ګټې ته زیان دی. دا ګواښونه لکه په سیمه کې د داعش تکفیری ډلې رشد، خارجی قدرتونو نفوذ اعمال، سیمی امنیتی او سیاسی برخلیک باندی لویو قدرتونو دوه ګونی لوبی او اسلام نړۍ کې سیمه ایز منحط رژیمونو تکاپو د مذاهبو ترمنځ اختلاف رامنځته کولو لپاره.
په دی حال کې، ددواړو هیوادونو ترمنځ نظامی او امنیتی ابعادو کې همکاری هیله منده دی. ایران په عراق او سوریه کې داعش په شان تروریستی ډلو ماتې او تروریزم سره مبارزی په برخه کې ښه تجربه لری.
دا تجربه کولای شی اوس افغانستان حکومت سره مرسته وکړی او داعش تکفیری تروریزم مهار لپاره په افغانستان کې ورڅخه ګټه واخیستل شی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcdjs0fkyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته