کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنې؛ د حکومت مشرانو مخامخ کیدنې تازه پروسه

27 ثور 1397 ساعت 8:42



 
عبدالله عبدالله؛ ارجایی رئیس د پارلمانی ټاکنو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو جوړیدو لپاره آمادګی پروسی څخه په نیوکې سره وویل: هیڅوک ددی حق نه لری چی د ټاکنو کمیسیون وګواښوی.
ښاغلی عبدالله وویل چی د تذکرو پر کاپیو باندی د استیکر لګیدنه قرار وو چی د ټاکنو کمیسیون له لوری د فنی او حقوقی برخی نه وڅیړل شی. د هغه په وینا څلور تنه د کمیسیون غړۍ خپل مصوبه کې ویلی دی چی دا کار د حقوقی او فنی نظره امکان نه لری.
 
هارون چخانسوری؛ رئیس جمهوری ویاند د ښاغلی عبدالله خبرو ته په غبرګون کې وایی چی تذکری کاپیو باندی د استیکر لګیدنه لمړي ځل کې خپله ښاغلی عبدالله لوری مطرح شو چی فنی ټیم ییی امکان وڅیړه!
هغه همدارنګه استعفا باندی ګواښ یا خبرداری یو بی اساسه تور وباله او د ښآغلی عبدالله خبرو ته په اشاره سره وویل: هغه کسان چی استعفا باندی ګواښل کیږی، زموږ وړاندیز دادی چی اداری او اخلاقی جرآت ولری. هرڅوک چی دی باید رسنیو او خلګو په حضور کې خپل اندیښنه شکاره کړی.
کارپوهان وایی چی د اجرایی رییس تازه او بحث منځته راوړونکې خبرو ته په کتو سره، د همدا اوس څخه د توطئه او مشکلاتو بوی و سږو ته رسیږی او داسی په نظر رسیږی چی راتلونکې ټاکنې به په آرامه او قانونمنده او شفاف فضا کې رامنځته نه شی.
د پوهانو په باور، د لمړنیو خوش بینیو او انتظاراتو برخلاف چی په نظر رسیږی د ملی وحدت حکومت دواړو مشرانو مشکلات د ټاکنو په برخه کې، پوره له منځه تللی او دا پروسه، د درو کالو ځنډولو وروسته، تازه شروع شوی دی، د ښاغلی عبدالله صریح موضع ګیری او اشرف غنی ویاند سریع ځواب دا شکاره کړه چی بحران سیوری، راتلونکې ټاکنو پر سر شته او دا پروسه، د ائتلافی حکومت او ملی وحدت دوه قطبی حکومت مشرانو دوهم ځل مخامخ کیدنې لامل ګرځی.
ددی نظر طرفدارانو په باور، شهلا حق پرست؛ د ټاکنو کمیسیون عمومی مدیریت سرپرسته چی تذکری کاپیو باندی د استیکرونو لګیدو په غبرګون، خپل دندی څخه استعفا ورکړه، د ارګ ماڼۍ سیاسیت لمړنۍ قرباني په حساب راځې؛ ځکه د هغوی په وینا دا تصمیم په داسی شرایطو کې نیول کیږی چی ۴ غړۍ د ټاکنو کمیسیون څخه ورسره مخالفت لری او یواځې رییس او یو بل غړۍ ددی کمیسیون څخه، ددی تصمیم څخه طرفداری کوی.
ښاغلی عبدالله هم وویل چی ټاکنی کمیسیون، مخکې اعلان کړی وو چی دا تصمیم، د حل لاره نه ده او نه شی کولای شفافیت او ټاکنو کې سلامت او تضمین رامنتخه کړی؛ سربیره پردی ارګ ماڼۍ اعلان کړی چی د رای ورکوونکو ځانی امنیت له امله، د تذکره کاپی څخه ګټه اخیستنې لپاره اجازه شته.
هارون چخانسوری؛ د ارګ ماڼۍ ویاند ښاغلی عبدالله اداری جرآت په نه درلودلو باندی تورن کړ او وویل چی هغوی په رسمی ناستو کې ددی مسایلو په اړه خبری نه کوی او هغه وخت چی ناسته ختم شی، د خلګو فکرونه خرابوی!
ارګ ماڼۍ ویاند، یو بل عجیب موضوع هم یده کړه او وویل چی د تذکره کاپی څخه ګټه اخیستنه، خپله د ښاغلی عبدالله طرحه وه!
په هر حال، داسی په نظر رسیږی چی مخکې له دی چی تروریستان او ناامنی او خلګو نه ګډون د رای ورکولو په پروسو کې، راتلونکې ټاکنې ودروی، دا خپله ملی وحدت حکومت مشران دی چی د یو شفاف او سالم او دموکراتیک او قانونمند ټاکنو رامنځته کیدو مخه نیسی او غواړی خپل اراده په تحمیلولو سره د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون باندی، دا لویه پروسه د بحران سره مخ کړی.
په داسی شرایطو کې معلومداره خبره ده چی دا پروسی څخه به خلګو باور له منځه ولاړ شی او د ګډون اندازه به په داسی اندازه راټیټه شی چی د راتلونکې ټاکنو مشروعیت به تر پوښتنې لاندی راشی.
 


د مطلب کود: 163786

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/163786/ټاکنې-د-حکومت-مشرانو-مخامخ-کیدنې-تازه-پروسه

آوا
  https://www.avapress.com