دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 163880
د فراه او غور څخه تر غزنی پوری د طالبانو غورځنګ

 
د غزنی ولایتی شورا غړۍ او مسؤولین قبلوی چی تیره شپه (سه شنبه ثور په ۲۵ نیټه) طالبانو دریو ولسوالیو جغتو، اندر او زنه خان باندی برید وکړ چی په ترڅ کې یی ۲۵ امنیتی سرتیری ووژل شو.
لطیفه اکبری؛ د غزنی ولایتی شورا مشره وویله چی تیره شپه طالبان د جغتو پر ولسوالی باندی برید سره وتوانیدل چی د ولسوالی مرکز ته وارد شی.
هغه وویله چی په دی نښته کې ۱۱ نظامی افغان سرتیری او ددی ولسوالی امنیت آمر ووژل شو او ۸ تنه نور ټپیان شو. زنه خان ولسوالی بانید برید کې هم ۹ تنه سرتیری وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان شو. د آغلي اکبری په وینا د اندر پر ولسوالی باندی برید کې هم پولیس ۵ سرتیری ووژل شو.
د هغه په وینا د ناامنی په ادامه سره خلګ غزنی وضعیت څخه اندیښمند شوی او هر وخت ددی ولایت سقوط خطر شته.
په ځینو ولسوالیو کې طالبان خلګو ته اجازه نه ورکوی ترڅو د یو کلي څخه بل کلي ته لاړ شی.
مشابه شرایط پر غور او فراه او ځینو نورو  ولایتونو باندی حاکم دی.
کارپوهان وایی چی وضعیت عملآ داسی لوری ته روان دی چی حتی خلګ پردی ریپورت باندی باور لری چی نږدی ۷۰ هیواد خاوره کې طالبان حضور لری او دولت ورځ په ورځ خپل سلطه له لاسه ورکوی.
په داسی حال کې چی امنیتی چارواکې، نظامی قوماندانان او سیاسی مشران، د فراه ښار سقوط کې تیروی او هغه لوری غزنی کې په لسګونه امنیتی سرتیری په همغه شپه، طالبان ترور لاندی راځی او نږدی دوه ولسوالی پوره سقوط لوری ته لاړ.
غزنی خلګ ډیر وخت کیږی چی د امنیتی لحاظه په خراب وضعیت کې قرار لری.
ناهیله کوونکې نقطه داده چی دا یواځې غزنی نه ده چی داسی وضعیت لری.
همدا پرون، غور ولایتی شورا چارواکې، رسنیو سره په خبرو کې دا ولایت سقوط په اړه خبرداری ورکړ؛ ځکه د هغوی په وینا، هیڅ موټر په دولتی نشان سره د فیروز کوه غور مرکز څخه و ولسوالیو د تللو توان نه لری؛ ځکه چی ولسوالیو باندی ختمیدونکې لاری د طالبانو مستقیم کنترل لاندی قرار لری.
فاریاب، سرپل، جوزجان او بدخشان ډیر سیمې، ټوله قندوز، بغلان، ارزګان ځینی سیمې، سمنګان ځینی سیمې، کنر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردک، هلمند، زابل، کندهار ځینی سیمې، خوست، فراه، هرات، بادغیس او... مشابه شرایط لری او طالبان ددی ولایت په ډیرو برخو کې تروریستی فعالیتونه لری او هره ورځ، د امنیتی پیشو خبری او تروریستی فعالیتونو په اړه تحرکات مخابره کیږی.
په دی حساب سره، امنیتی اوسنۍ وضعیت ډیر بحرانی او خطرناک دی.
بناپردی د امنیتی مسایلو کارپوهان په باور، د ملی وحدت حکومت ریاکارانه او کاذب خبری ددی لپاره چی وضعیت تر مدیریت لاندی دی، د هیڅوک لپآره د قبول وړ نه دی؛ بلکه دا سیاستمدارانو او حکومت مشرانو نور باور له منځه وړی.
د منتقدانو په باور، دا دداسی حکومت لپاره چی ناتو او خارجی ځواکونو او امریکا ملاتړ باندی متکی دی او لوی نړیوال قدرتونو سره استراتژیک او امنیتی قراردادونه امضا کړی دی، حتی نمادین او حیثیتی لحاظه هم د قبول وړ نه دی چی د یو مسلح ډلې په وړاند داسی زیان منونکې وی او په ټوله برخو کې د انفعال او دفاع په حالت کې قرار ولری.
بی- ۵۲ او اف-۱۶ او په زرهاوو مسلح ځواکونه او غربی مقتدر او حرفه سرتیری په افغانستان کې چیری دی چی د یو آماتور او بی سواده تروریستی ډلې سره په سمه توګه مبارزه نه شی کولای؟
دا هغه پوښتنه ده چی حکومت او امنیتی چارواکې ځوابولو کې یی پاته راغلی؛ ځکه نه غواړی افغانستان کې جنګ او تروریزم ضد ترشا تریخ حقیقتونه افشا کړی او افغانستان او نړۍ عمومی افکار په ځان رانیسی.
 
https://avapress.com/vdcbwfb8grhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته