دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۸
د مطلب کود : 163918
افغانستان امنیت او سقوط- بیرته نیوني لوبه

 
د دفاع وزارت اعلان کړی چی امنیتی ځواکونو د تاله او برفک ولسوالی کنترول لاسته راوړی دی.
د تاله او برفک ولسوالی د بغلان شمالی ولایت کې نږدی ۱۰ ورځي مخکې سقوط وکړ او طالبان کنترول یی د درو ورځو محاصری وروسته په لاس کې ونیوله.
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند معاون وایی یو ورځ مخکې ددی ولسوالی سقوط وروسته، امنیتی ځواکونه دا ولسوالی محاصره کړ.
د هغه په وینا، ددی ولسوالی د بیرته نیولو عملیات د جادو ماینونو، پلونو تخریبیدو او امنیتی ځواکونو آمادګی تیره ورځ شروع شو او تیره شپه وسله وال طالبان ددی سیمی څخه تیښته وکړ.
ښاغلی رادمنش وایی چی په تیرو ورځو کې نږدی ۴۳ طالبان وژل شوی او ۲۰ تنه ټپیان شوی دی.
د تاله او برفک ولسوالی د بغلان جاده پر لاره او بامیان مرکزی ولایت کې قرار لری.
طالبان څو ځلي ددی ولایت بیلابیلو سیمو کنترول لاسته راوړی دی چی یو مثال یی همدا ولسوالی ده.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی د تاله او برفک ولسوالی نه ده چی داسی وضعیت لری. د سقوط- بیرته نیونې لوبه په هیواد کې ډیر ځلي تکرار شوی دی؛ خو د دولت غبرګون هیڅ بدلون نه دی کړي.
داسی په نظر رسیږی چی دولت په دی وضعیت سره، آموخت پیدا کړی او دا همغه څه دی چی د امنیتی مسایلو کارپوهانو په باور، تروریستانو ته جرآت او شجات ورکوی ترڅو خپل مبارزی ته ادامه ورکړی او ولسوالی سقوط حالت ته یوسی.
دا په داسی حال کې دی چی د منتقدانو په باور، داسی په نظر رسیږی چی مرکزی حکومت، د تاله او برفک ولسوالی په شان استراتژیک سیمو ته جدی توجه نه لری او دا کار، د هیواد امنیتی مشکل څو برابره کړی ده.
د هیواد ناپایدار امنیتی وضعیت او د ولسوالیو مکرر لاس په لاس کیدنه، ددی شکاره کوونکې دی چی دا وضعیت پیچلی مسایل ترشا لری چی یواځی داخلی او خارجی لوبه کوونکې ورڅخه باخبره دی.
په همدی دلیل، امنیتی حاکم وضعیت پر تاله او برفک باندی، پیچلی امنیتی وضعیت پوری اړه لری چی په ټول هیواد کې جریان لری او دا کار، په افغانستان کې امنیتی معضل په څو اړخیزه مساله باندی بدل کړی؛ هغه مساله چی د مرکزی حکومت راهبردی نه شتون څخه تر دولت دنني تروریزم ملاتړ عواملو نفوذ پوری او خارجی ځواکونو پوښتنه منځته راوړونکې سکوت او بی مسؤولیتی پوری پوشش ورکوی.
دولت ډیر ځلی وعده ورکړی چی د هیواد ولسوالیو او ښارونو سقوط عواملو سره به په جدی توګه چلند وشی او هغوی نومونه به افشا کړی؛ خو دا وعده همداسی خبري پاته شوی او عملیاتی مرحلی ته نه دی رسیدلی.
د مثال په توګه، د کندوز په اړه، هغه وخت چی دا ولایت، دوه کاله پرله پسی د طالبانو په لاس سقوط وکړ، جنرال علی مراد چی په هغه وخت کې، د کندوز آزادی لپاره د دولتی ځواکونو قومانده وو، وعده ورکړ چی دا ځل د کندوز سقوط دنني عوامل به افشا کړی؛ خو دا پیښه نه شوه رامنځته؛ بلکه وروسته په تکان ورکوونکې روایت کې نقل شو چی کندوز والی امنیتی ځواکونو شهیدانو پوری اړوند سهمیه د طالبانو کورنیو ته ورکړی دی!
په دی توګه، مساله یواځی کندوز او بغلان یا فراه نه دی. دا د افغانستان امنیت دی چی د یو پیچلی وضعیت قربانی کیږی او دا ډیر خطرناک دی.
دا وضعیت به حقیقت کې هغه درانده لګښتونه دی چی افغانستان خلګ د مرکزی دولت او خارجی ځواکونو سیاستونو په وړاندی د تروریزم سره مبارزی په برخه کې، امنیت تامین او تروریستانو سره سوله کې ورکوی.
په دی توګه، تاله او برفک هم کولای شی د فراه، هلمند، غزنی، بادغیس، غور، نورستان، بدخشان، تخار ځینی برخی، فاریاب، سرپل او... په شان په آسانی سره ددی سیاستونو قربانی بیله دی چی لږ مسؤولیت احساس هم په وړاندی شتون ولری.
هغه حکومت چی په سادګی سره د کندوز استراتژیک ښار د ۷۲ ساعته بدنامه سقوط څخه تیر شو او یو کال وروسته دا پیښه یو ځل بیا تکرار شو، یا هم د هر پیښی وروسته په یو ساده محکومیت سره اکتفا کړي او همدارنګه خپل لاری ته د تروریستانو سره سولې لپاره ادامه ورکړی دی، کولای شی د تاله او برفک ولسوالی په شان سیمو سقوط لامل هم معلوم کړی.
د منتقدانو په باور، د حکومت دا انتخاب د حساس او مهم امنیتی سمتونو مدیریت لپاره د څو معلوم الحال څیرو څخه لوړ نه ځی، خپله ددی شکاره کوونکې دی چی د هیواد امنیتی بدلون لپاره حکومت راهبردی تګلاره کې هیڅ اراده شتون نه لری او دا بیله شکه، د هیواد امنیتی وضعیت د یو پیچلی سناریو څخه مخامخوی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcdfs0fjyt09n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته