دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۸
د مطلب کود : 163970
فراه؛ اور او اوبو جنګ؟

 
محمدرضا بهرامی؛ د ایران سفیر په کابل کې وایی، هیواد یی د طالبانو سره اړیکه نه لری؛ بلکه ددی ډلي حاضرولو لپاره چی سولی ته حاضر شی، په اړیکه کې دی.
هغه ټینګار وکړ چی تهران فراه ولایت باندی برید کې لاس نه دی درلودلی او دا خبری د عامه خلګو انديښنی او فکر تخریب لامل شوی دی.
محمدرضا بهرامی دا خبری ددی وروسته کړی چی فراه باندی طالبانو برید په لړ کې، ځینی سیمه ایز چارواکې د هغه جملی څخه ددی ولایت پولیس قومانده، ایران طالبانو په ملاتړ تورن کړ، که څه هم دا موضوع د بصیر سالنګی؛ د فراه والی له لوری رد شو.
طارق شاه بهرامی؛ د دفاع وزیر هم په دی بیان سره چی په افغانستان کې جنګ څو اړخیزه ده او جنګ په فراه کې د اوبو پر سر وو، د خاص هیواد څخه نوم اخیستلو نه بغیر، وویل: سیمه ایز هیوادونه په دی هڅه کې دی ترڅو د هیواد په ناامنه کولو سره، خپل مقاصدو ته ورسیږی، خو افغانستان په دی جنګ کې برحقه دی او بریالی به شی.
دا ضد او نقیض اظهاراتو ته په کتو سره او همدارنګه د ایران سفیر اظهارات په نظر کې نیولو سره، دا پوښتنه د ناظرانو له لوری مطرح کیږی چی آیا فراه جنګ، په حقیقت کې د اوبو او اور جنګ دی؟
په روشانه بیان سره، آیا حقیقت کې ایران د نظامی لارو او هیواد کې تروریستی ډلو څخه ملاتړ سره معمول او ساده حقوقی اختلاف په لړ کې دی؟
سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی په ایران کې د اوبو بحران، جدی او دا معضل، ددی سبب شوی ترڅو د هغه هیواد دولتمردان، ډیر ځلي افغانستانی لوری سره توافق لپاره د ایران اوبو حق تامین په مقصد خبر ورکړی.
په دی حال کې، دا ددواړو هیوادونو ترمنځ یو پایدار حقوقی معضل دی او په تازګیو سره منځته نه دی راغلی؛ خو ایران د کلونو په لړ کې، هیڅ وخت دا کار ته په افغانستان کې ناامنیو کې دخالت او لاس وهنی په حیث نظر نه دی درلودلی او خپل مقاصدو ته رسیدو لپاره، د نظامی او سخت افزاری وسیلو څخه ګټه نه دی اخیستی.
له بل لوری، د اوبو پر سر اختلاف نه سربیره، افغانستان او ایران، امنیت، تروریزم سره مبارزه، مرزونو امنیت، انسان قاچاق او مخدره توکو قاچاق سره مبارزی، تجارت او ترانزیت پراختیا، مهاجرت او کلتوری مسایل هم ارزښت لری؛ هغه څه چی د نورو هیوادونو څخه ارزښت یی نسبتآ ډیر ده او دا هغه څه ده چی هیڅوک یی په سادګی نه شی ردولای.
دا لمړیتوبونه په دومره اندازی سره ایرانیانو ته راهبردی او مهم او استراتژیک پاته شوی چی ایران اسلامی جمهوریت سره متخاصم یعنی ناتو او امریکا درانه حضور سربیره په افغانستان کې، تهران د تیرو کلونو په لړ کې، کابل سره اړیکو پراختیا ته ادامه ورکړی او واشنګتن او کابل راهبردی پیمان ته په نه کتو سره، هیڅ وخت دا هڅه نه دی کړی چی افغانستان ته د یو ګواښ په حیث ملی امنیت لپاره وګوری.
ددی ترڅنګ چی ایران په تیرو لسیزو کې، سخاوتمندانه د میلیونونو افغانستانیانو څخه په سختو شرایطو کې کوربه توب کړی دی.
په دی حساب سره، دا ډیر غیری منصفانه او ناعادلانه دی چی د فراه اخیر جنګ د اوبو پر سر جنګ وبولو او غیری مسؤولانه هغه خپل ګاونډی ته نسبت ورکړو چی په افغانستان کې د هغه هیواد دشمنانو تورونو او ادعاوو سربیره، هیڅ وخت افغانستان ته خصمانه نظر نه دی درلودلی.
له بل لوری، څوک کولای شی دا ونه منی چی په افغانستان کې پایدار امنیت بالخصوص د هغه هیواد سره مرزی سیمو کې، د ایران په ګټه هم دی؛ ځکه ایران په سیمه ایز هیوادونو کې د ناامنی اصلی اهدافو څخه بلل کیږی او ددی هیواد دشمنان د تکفیری او تروریستی ډلو څخه شکاره ملاتړ سره، هر وخت دا هڅه کړی چی د ایران باثبات او امن حریم ناامنه کړی او لکه څنګه چی د سعودی دفاع وزیر او ولیعهد مخکې په رسمی توګه اعلان کړی وو، د تروریزم ملاتړ کوونکې اصلی مقصد دادی ترڅو د جنګ او ناامنی لمن د ایران دننه یوسی او افغانستان هم بیله شکه ددی هدف ته رسیدو لپاره یو لاره بللی شو.
دا مسایلو ته په کتو سره، داسی په نظر رسیږی چی د فراه جنګ، د افغانستان او ایران جنګ د اوبو پر سر نه شی کیدلای؛ بناپردی، ددی جنګ عواملو پیدا کولو لپاره، ښه به داوی چی لمړۍ د هغه عواملو لوریو ته لاړ شو چی د تروریزم سره مبارزی په بهانه، افغانستان خپل نظامی اشغال لاندی راوړی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcbzfb8grhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته