دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۵
د مطلب کود : 164090
مخدره توکې د افغانستان جنګ سکه بل مخ
افغانستان حکومت او سازمان ملل مخدره توکو او جرایمو دفتر د مخدره توکو تجارت او کشت ټولنیز او اقتصادی ابعادو څخه بل تازه ریپورت خپور کړ.

جاوید احمد قایم؛ د مخدره توکو سره مبارزه وزارت معاون وایی په ۲۰۱۷ کال کې د مخدره توکو کشت میزان زیاتیدو په لړ کې، ددی توکو تجارت او کشت اقتصادی ارزښت هم د څلور میلیاردو څخه ۶.۶ میلیاردو دالرو ته رسیدلی په داسی حال کې چی دا ارقام تیرو کلونو کې د درو دالرو څخه ډیر نه وو.
تازه ارزوني شکاره کوی چی ددی اقتصادی ارزښت څخه د کشت کوونکو یا بزګرانو برخه یواځی ۱.۴ میلیارده دالره ده.
مارک کولون؛ په افغانستان کې د سازمان ملل د مخدره توکو او جرایمو دفتر رئیس هم وویل چی په افغانستان کېد مخدره توکو اقتصادی ارزښت د ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه افغانستان داخلی ناخالص لاسته راوړنه یا درآمد تشکیلوی.
هغه وویل چی دا تجارت او نامشروع اقتصاد، بی ثباتی، تاوتریخوالی رامنځته کوی او ورسره مبارزی لپاره افغانستان او سیمه کې یو هر اړخیزه تګلاری ته اړتیا شته.
دا ریپورت د پټو جنګی ابعادو څخه پرده پورته کوی چی حاصل یی افغانستان خلګو ته بیله بدنامی او اعتیاد او بدبختی نه بل څه نه دی.
د ډیرو کارپوهانو په باور، مخدره توکې هیڅ وخت افغانستانی محصول نه دی. افغانستان باندی د امریکا او ملاتړکوونکو نظامی برید وروسته د مخدره توکو تولید او کشت ډیریدنه، ددی شکاره کوونکې دی چی مخدره توکې افغانستان جنګ سکه بل مخ دی او ددی جنګ اصلی لوری، ددی توکو تولید او پروسس او قاچاق حاصل څخه ګټه مند کیږی.
که دا فکر وکړو چی دا یواځی مسلح او تروریستی ډلي دی چی د مخدره توکو حاصل څخه میلیاردونو دالرو څخه په ګټه اخیستنې سره خپل حیات ته ادامه ورکوی، ډیر به ساده خبره وی.
ددی تور تجارت او مرګونۍ پروژی تر شا پیاوړۍ او قدرتمنده لاسونه شته چی اجازه نه ورکوی، جنګ او ناامنی او بی ثباتی او فساد چی د هغوی له لوری رامنځته شوی، ختم شی؛ ځکه دا بی ثباتی او فساد له منځه ولاړ شی، نور د مخدره توکو آزادانه قاچاق او کشت لپاره به امکان لږ وی.
داچی مخدره توکې، غالبآ په ناامنه او جنګ وهلی سیمو کې تولید کیږی، خپله ددی شکاره کوونکې دی چی افغانستان جنګ داخل اصلی لوری، ددی مرګوني او تور تجارت حاصل څخه ګټه اخیستنه کې دخیل دی او نه غواړی چی دا جنګ پای ته ورسیږی.
که څه هم د سازمان ملل مخدره توکو او جرایمو دفتر او افغانستان دولت له لوری خپره شوی ارقام جامع او کامل نه شی کیدلای او ددی ریپورت سرچینی هم ډیر محدود دی، نه شو کولای چی په افغانستان کې د مخدره توکو ټولو تولید ارقام وبولو؛ خو همدا ارقام د یو کوچني مثال په حیث شکاره کوی چی افغان بزګرانو او کشاورزانو برخه ددی توکو درآمد څخه، ډیر لږ دی؛ بناپردی، د همدی لپاره دی چی ددی توکو تولید اصلی ګټه د مافیا لویو باندونو او تروریستی ډلو او دولتی فاسد چارواکو، غیری مسؤول نظامی قوماندانان او جنګ سالاران او سیمه ایز واک لرونکې او داخلی او خارجی لویو قاچاقچیانو جیبونو ته ځی.
 
https://avapress.com/vdcf1jdyxw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته