دخپریدو نیټه :شنبه ۵ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 164226
افغانستان ټاکنې؛ د خلګو او دولت لاره بیله ده

 
په افغانستان کې د اروپا اتحادیه سفیر د مخته ټاکنو رامنځته کیدو پروسی څخه اندیښمند دی او وایی چی جاری هڅې په دی برخه کې کافی نه ده.
هغه ظرفیت کمبودی، په کمیسیون کې خالی بستونو شتون، خلګو کم لاسرسی د هغو عواملو څخه بولی چی د هغه په وینا راتلونکې ټاکنو پروسه د خطر سره مخامخوی.
پیری میاودون؛ په افغانستان کې د اروپا اتحادیه سفیر وویل چی ټاکنو رامنځته کولو لپاره جاری هڅی کافی نه دی.
هغه زیاته کړه: دا پروسه پر سمه لاره روانه نه ده، نور کارونه شته چی باید ترسره شی، اوسنۍ وضعیت د قبول وړ نه دی او دا وضعیت ژیر بدلون ته اړتیا لری.
په همدی حال کې، مجلس ځینی نمایندګان هم راتلونکې ټاکنو کې پراخ تقلب احتمال څخه اندیښنه ښودلی دی.
محمد نعیم لاری حمیدزی؛ د کندهار نماینده وویل چی د ۴ میلیونو په شاوخوا جعلی تذکری د حکومت له لوری په بیلابیلو ولایتونو کې خپور شوی دی.
عبدالرحمان رحمانی؛ د بلخ نماینده هم وویل: په ځینو ولایتونو کې د یو څخه تر درو زرو پوری تذکری په غیابی توګه ځینی نمایندګانو لاس ته ورغلی دی.
دا په داسی حال کې دی چی پوهانو په باور، هغه څه چی ټاکنو کمیسیون کې رامنځته کیږی او په لړ کې یی، د ټاکنو کمیسیون ځینی ارشد غړۍ په یو تکان ورکوونکې ادعا کې وویل چی ولسمشر اشرف غنی ددی کمیسیون په کار کې دخالت کوی او هغوی ۴ غړو استعفا لپآره فشار راوړی چی د تذکری کاپیو باندی د استیکرونو نصبولو سره موافقه نه درلوده، دا اندیښنه دوه برابره کوی او په دی معنی دی چی د دولت او خلګو لاره په راتلونکې پارلمانی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو په شان د یو بل څخه بیل او په دولت کې دا اراده شتون لری چی راتلونکې ټاکنې قانونی لاری څخه منحرف کړی او خپل رای او نظر ورباندی تحمیل کړی او خپل مطلوب نتایج لاسته راوړی.
شاید همدا اندیښنی او مسایل ددی لامل شوی وی چی اروپا اتحادیه نمایندګان خبرداری ورکړی چی ټاکنې سمه لاره کې روان نه ده او اوسنۍ وضعیت ژیر بدلون ته اړتیا لری.
کمیسیون پوری منسوب رسمی اعلامیو کې مکررآ اعلان کیږی چی د ثبت نام پروسه په ولسوالیو کې د جاری خورشیدی میاشت په لومړیو کې پای ته رسیږی، په داسی حال کې چی د سیمه ایزو شواهدو په اساس، د افغانستان په ډیرو ولسوالیو کې تراوسه د ثبت نام پروسه شروع شوی هم نه ده او اړتیا وړ وسایل هلته نه دی لیږل شوی.
یو بل مسایلو څخه د هغه کسانو آمار دی چی ویل کیږی د رای ورکوونکو ثبت نام پروسه کې ګډون کړی دی.
ټاکنی کمیسیون او دولتی نهادونه، ځینی آمار په دی برخه کې ارائه کړی چی د مجلس نمایندګانو او مستقل نهادونو له لظره، د باور وړ نه دی او شته حقیقتونه شکاره کوی چی په دی پروسه کې ډیر کم خلګ ګډون کړی دی.
په دی حساب، دا مسایل، یو مهندسی شوی ټاکنو رامنځته کیدو خطر په دولت او قدرت حلقاتو له لوری پیاوړی کوی؛ هغه ټاکنې چی خلګ به یی لوی غایب وی؛ خو داسی کسان به پارلمان او ولسوالیو شوراګانو کې د خلګو نماینده ګانو په حیث حضور پیدا کړی چی خلګو ته هیڅ نسبت ونه لری.
په داسی شرایطو کې، دا یو لوی ملی دنده ده چی د مردم سالارانه ټاکنو رامنځته کیدو لپاره، مبارزه وشی او اجازه ورنه کړل شی چی تیر ریاست جمهوری شرم آوره ټاکنو دردناکه او تریخ تجربه بیا تکرار شی؛ چی دا کار به، اساسی قانون تابوت باندی آخری میخ او د خلګو او دولت غم انګیزه اړیکې پای وی.
 
 
https://avapress.com/vdcgxt9q3ak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته