دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 164428
د سولې او همبستګي په برخه کې د دواړو ګاونډیو اړیکو ته نظر

 
حنیف اتمر؛ اشرف افغنی ملی امنیت مشاور د ویس برمک؛ د داخله وزیر او معصوم استانکزی؛ ملی امنیت مشر سره یوځای د پاکستانی ارشد چارواکو سره لیدنې لپاره اسلام آباد ته سفر کړی.
قادرشاه؛ د ملی امنیت ویاند ویلی چی په دی سفر کې ښاغلی اتمر د پاکستان ارشد چارواکو سره د ( سولې او همبستګي لپاره عمل برنامی ) سند باندی به خبری اتری وکړی.
د خارجه وزارت وایی چی د عمل برنامه، د دواړو هیوادونو اړیکو پیاوړۍ کولو لپاره یو چارچوب رامنځته کوی. دا برنامه همدارنګه د حل لارو څیړلو د اندیښنو د حلولو لپاره یو تګلاره بلل شوی ده.
د جاری کال حمل په منځنیو کې شاهد خاقان عباسی؛ د پاکستان لمړۍ وزیر د افغانستان څخه لیدنه وکړه او چی د افغانستان اسلامی جمهوریت ارګ ماڼۍ اعلان په اساس، د دواړو لورو خبرو مهم برخه د سولې او همبستګي لپاره افغانستان او پاکستان عمل برنامه وو.
په دی لیدنه کې تصمیم ونیول شو چی د خارجه وزیران او ملی امنیت مشاورین دی د دواړو هیوادونو څخه دا سند نهایی کړی.
په دی توګه، د افغانستان مسایلو کارپوهانو په باور، دا ډول ناستې او خبری اتری د ګاونډی دولتونو ارشد چارواکو ترمنځ ډیر شوی دی.
په دی حساب، لمړۍ نکته داده چی دا ډول ناستې د دواړو هیوادونو معمول همکاری په چارچوکاټ کې د تحلیل وړ دی او ددی چارچوکاټ څخه خارج، ددی ډولو ناستو څخه بل کوم غوښتنه نه شی کیدلای.
که څه هم ویل کیږی چی قرار دی دا خبری اتری د دواړو هیوادونو ترمنځ د تړون یو سند نهایی کړی؛ خو تجربه شکاره کړيده چی ددی ډول ناستو څخه اعظمی غوښتنه د دیورند خط دواړو لورو مستقر نظامیانو ډیره هماهنګی به وی، حتی امکان لری چی د هغوی ترمنځ مستقیم مذاکرات او ناستې او تعاملات صورت ونیسی ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ مرزی مشکلات یو تمام عیار جنګ باندی بدل نه شی.
ددی ډول ناستو څخه د هیواد شته مشکلات نه شی حلیدلای ځکه چی په دی ډول ناستو کې اصلی مسایلو څخه لکه مرزی مشکلاتو رامنځټه کیدنې او ناامنی ډیریدنې د تروریزم پراختیا له امله، تر بحث لاندی نه نیول کیږی.
د مثال په توګه ددی ډول اصلی مسئلو څخه یو دیورند کرښه ده.
دیورند تراوسه د یو نه نقد کیدونکې څیز او افغانستان دولت رسمی سیاست کې ځای لری.
دا همغه څه ده چی د افغانستان امنیتی مشکلاتو ته همداسی ادامه ورکوی او شاید پیاوړۍ کوی یی هم او پاکستان لپاره، د افغانستان داخلی چارو کې لاسوهنې لپاره لازم بهانه رامنځته کوی.
ددی مساله اساسی تګلاره او حل لاره اده چی شته مشابه ناستو کې د دیورند پر سر خبرو اتری شروع شی او ددی معضل حل لپاره معقول او عملی حل لاره بیله کوم فشاره او په عادی او خلاصه فضا کې پیدا کړل شی.
دا یواځنۍ لاره ده چی پاکستان سلطه د افغانستان سیاست او امنیت څخه به پورته شی.
 
https://avapress.com/vdcauyn6a49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته