دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 164554
علما څنګه کولای شی چی سوله کې رول ولوبوي؟

 
د سولې عالی شورا معاون وایی چی قرار دی په نږدی راتلونکې کې د اسلام نړۍ ټولو علماوو ناسته د ۳۳ اسلامی هیوادونو دینی علماوو په حضور سره افغانستان کې سولې څخه ملاتړ لپاره رامنځته شی.
مولوی عطاء الرحمان سلیم وویل چی دداسی دینی علماوو ناسته د هیواد په داخل او خارج کې د افغانستان جنګ محکومیت او سولې پروسی څخه ملاتړ په مقصد، د اسلام نړۍ علماوو سراسری ناستي جوړیدو لامل شوی دی.
د سولې عالی شورا دا غړۍ ددی ناستې وخت او مکان په اړه څه ونه ویل؛ خو ټینګار وکړ چی د اسلام نړۍ سراسری ناسته کې، د ۳۳ څخه ډیرو اسلامی هیوادونو څخه دینی علما د افغانستان جنګ محکومیت لپاره سره یوځای کیږی او افغانستان سولې پروسی څخه ملاتړ کوی.
ددی څخه مخکې هم ځینی ګزارشونه خپور شوی وو چی اسلامی هیوادونو سازمان یو ناسته د افغانستان سولې پروسی څخه ملاتړ لپاره په سعودی عربستان کې رامنځته کوی.
په دی منځ کې، کارپوهان وایی چی ټوله ناستې ددی لپاره رامنځته کیږی چی په افغانستان کې تکفیری او تروریستی ډلو څخه د جهاد مشروعیت له منځه یوسی؛ خو په عمل کې، لمړۍ او اصلی قربانیان یی زموږ مسلمان هیواد خلګ دی.
البته په دی منځ کې، نور مقاصد هم په دی لاره کې ترسره کیږی. لکه د دولت مخالف مسلح ډلو هڅونه د سولې پروسی سره یوځای کیدو لپاره او له بل لوری، د دولت سولې ماته خوړلی استراتژی ادامه او استمرار.
په دی حساب سره، دینی علماوو ته نظر په دی برخه کې وسیله ایز او د نورو له لوری د ګټو لپاره تعریف کیږی.
پوهان وایی چی همدا وسیله ایز نظر ددی لامل شوی چی د دینی علماوو دا ناستې بی اغیزه وی.
منتقدان وایی چی دا سیاست، د اسلام نړۍ ټول علماوو لویی ټولنې بالخصوص افغانستان علماوو لپاره شایسته کار نه دی.
علما هر وخت جریان ساز او پیشګامه وو او سیاسی او انقلابی او ټولنیز محورونو او متنونو کې قرار درلودلی دی، نه باید د قدرت لوبه کوونکو مقاصد او سیاستونو وسیله شی.
دینی علما باید د نورو قواعدو په اساس تعریف نه شی، بلکه باید خپله طراح او سیاست ګذار وی او اجازه ورنه کړی چی سوله او جنګ او هیواد چارو اداره او قدرت او سیاست، د خارجی قدرتونو استعماری مقاصدو په اساس او د هغوی ملاتړ لاندی عواملو په اساس صورت ونیسی.
اساسی قانون، د یو اسلامی حکومت جوړیدو سازوکار تعریف کړی دی او له بل لوری، دا یواځی دینی علما دی چی کولای شی د حکومتی نظام اسلامی پاته کیدنه یا نه پاته کیدنه وټاکی.
هغه وخت چی نظام اصلام شی او اساسی قانون اصول پیاده شی، ددی اړتیا نه شته چی لویو بین المللی ناستې د جنګ د مشروعیت د له منځه وړلو لپاره رامنځته شی او نظام مسلح دشمنان هم د جهاد تر نامه لاندی جنګ ادامه پیدا کولو لپاره کوم بهانه پیدا نه کړی.
خو په هغه نظام کې چی ظلم دی، فساد دی، تبعیض دی، ستم دی، قوم ګرایی دی، خارجی سلطه دی، د رای استبداد دی، د خلګو په رایو باندی خیانت دی، ځواب وینه نشته، تعهد نشته، صداقت نشته، مسؤولیت قبلونه نه شته، قانونمندی نشته، تقوا نشته، حساب ورکونه نه شته، خلګو حقوقو ته احترام نشته، د بیت المال څخه ساتنه نشته، عدالت نشته او... څنګه کولای شو ورڅخه د اسلامی جمهوریت په حیث دفاع وکړو؟
دا هغه پوښتنه ده چی دینی علماوو په وړاندی هم قرار لری. علما که په حقیقت کې د سولې رامنځته کیدو غوښتونکې دی، لمړۍ باید خپل دینی رسالت په دی برخه کې ترسره کړی او په نظام کې شته کمي برطرفه کړی او وروسته د تروریستانو جنګ څخه مشروعیت لیری کړی.
 
 
https://avapress.com/vdcamyn6y49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته