خوښ ديک ۰

پټه سوله، ظالمانه سوله ده

پټه سوله، ظالمانه سوله ده

 
جنرال جان نیکلسون؛ د امریکایی او ناتو ځواکونو قوماندان په افغانستان کې ویلی دی چی طالبان او افغان چارواکې د سولې برقراره کولو لپاره پټ خبرو اترو په حال کې دی.
دا امریکایی قومانده وویل چی ارشد چارواکې او طالبانو مشران په دی خبرو کې ګډون لری.
نیکلسون وویل چی د یپلماتیک فعالیتونه او ډیر مذاکرات د پرده ترشا په بیلابیلو برخو کې جریان لری.
هغه زیاته کړه چی باید ووایم چی هغوی په سری توګه یو د بل سره لیدلی دی. هغوی توانیدلی دی چی مذاکرت مخته یوسی.
د هغه په وینا ددی مذاکره بریالیتوب په دی کې دی چی همداسی محرمانه پاته شی.
ښاغلی نیکلسون د طالبانو بریدونه په حاضر حال کې د تیرو کلونو پر پرتله لږ وبلل او ددی بریدونو لږوالی د طالبانو او افغانستان دولت ترمنځ اړیکې بللی او افغانستان اوسنۍ وضعیت جنګ او مذاکره توصیف کړی دی.
هغه وویل چی تاوتریخوالی او پرمختګ کولای شی په همزمان توګه صورت ونیسی.
که څه هم طالبان په رسمی توګه د امریکایی قومانده ادعاوی رد کړی دی؛ خو غیری رسمی سرچینی د هغه ډلې څخه په نقل سره دا ادعا تایید کړی دی.
په هر حال، که داسی فرض وکړو چی د امریکایی قوماندی دا ادعاوی صحت لری او سولي عالی شورا او اسلامی ګوند ویاند هم دا موضوع تایید کړی دی، داسی په نظر رسیږی چی یو پروسه په جریان کی دی، اساسآ یو ملی پروسسه او افغانستان خلګو صلاح او فلاح لپاره نه دی.
مهم څه چی په دی اړه ویل کیدلای شی دادی چی د افغانستان دولت او خلګو په وړاندی شکاره او علنی جنګ په اړه نه شو کولای مخفیانه او یا پټ سوله ترسره کړو.
دا جنګ کلونه کلونه کیږی چی د افغانستان خلګو څخه قربانی اخلی، هیواد د تجزیه او تلاشی تر حده رسولي، د مرکزی دولت اقتدار ورځ په ورځ کمزوری کړي، زموږ امنیتی ځواکونه په کال کې څو زرو کسیزي په مقیاس په شهادت رسوی، لوی ملی پروژی د بندون سره مخ کوی او په هیواد کې د بیګانه نظامی ځواکونو دایمی استقرار زمینه برابروی.
نو آیا دداسی جنګ په اړه کیدلای شی چی داسی پټ او مخفیانه تصمیم ونیول شی؟
آیا داسی سوله، د افغانستان خلګو، قربانی شهیدانو او هیواد امنیتی ځواکونو شهیدانو په حق کې ستم او ظلم نه دی؟
د عدالت غوښتنه داده چی هر ډول سوله باید د عدل او انصاف پر اصولو برابر ترسره شی او ددی جنګ قربانیان په وړاندی یی نظر ورکړی.
شکاره خبره ده چی ددی جنګ ټوله قربانیان په مستقیم توګه د سولې په پروسه کې نه شو داخلولای او هغوی څخه نظر نه شو اخیستلای؛ خو دا کار کیدونکې دی چی د افغانستان سیاست پروسیه مشروع بازیګرانو او ګوندونو او کلتوری او ټولنیز سازمانونو او اغیزمنده طیفونو لکه علما، کارپوهان، رسنیۍ او مدنی ټولنه او ښځو او پارلمان غړۍ په دی برخه کې شریک کړو او په نتیجه کې د طالبانو سره سولې په اړه یو ملی اجماع رامنځته کړو.
دا ډول سولې چی یو سنتی سازش د قومی جرګو په سبک د پشتون قومیت په منځ کې دی نه شی کولای د هیواد مهم مسایل حل کړی او افغانستان ټولنې او قدرت او سیاست ټوله پروسه کې د تعمیم وړ وی.
په صریح بیان سره چی د حکمتیار اسلامی ګوند سره سولې معامله نه شی کیدلای چی په سادګی سره د طالبانو په اړه هم صدق وکړی.
هغه معامله تراوسه هم د جدی پوښتنو لاندی دی او ارګ او اسلامی ګوند، کامل مفاد یا اړخونه یی د خلګو او رسنیو او پارلمان سره نه دی شریک کړی.
په دی حساب سره، طالبانو سره سوله باید صریح، مشروع، ملی، عدالت په اساس، حد اکثری مشارکت په اساس او د خارجی قدرتونو اعمال او نفوذ نه بغیر وی.
 
 
 
شنبی ۱۲ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۴
د مطلب کود: 164668 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *