خوښ ديک ۰

د سولی تجویز او جنګ تحریم لپاره علماوو حربه

د سولی تجویز او جنګ تحریم لپاره علماوو حربه

 
د هیواد بیلابیل ګوټ څخه په زرهاوو تنه دینی علما د دوشنبه په ورځ د جوزا په ۱۴ نیټه په کابل کې سره راټول او د جنګ په اړه فتوا صادره کړه.
پّ دی فتوا کې د قرآن کریم ځینو آیاتونو او احادیثو په بیان سره چی افغانستان جاری جنګ ناجایز او ناروا دی او هیڅ شرعی دلیل نه لری.
خدابخش محسنی؛ د علماوو سرتاسری شورا غړۍ وویل: موږ په افغانستان کې کی د جنګ هر څه ژیر درولو فتوا ورکوو او دولت ته مو هم دا خطاب دی او هغه کسانو لپاره چی د دولت په وړاندی جنګیږی.
په دی فتوا کې د طالبانو څخه وغوښتل شو چی د افغانستان حکومت بیله کوم قید او شرط سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی.
عنایت الله بلیغ؛ د علموو شورا بل غړۍ وویل چی دولت هم باید هغه څیزونو ته چی د جنګ ادامه پیدا کولو لامل کیږی، توجه وکړی.
هغه وویل: زموږ څخه یو هم په افغانستان کې د خارجی ځواکونو شتون څخه راضی نه یو... خارجی ناستې پریږدو او د پیامبر په ښار کې کښینو او خپل مشکل حل کړو.
دا ناستې په داسی شرایطو کې ترسره کیږی چی د کارپوهانو په باور، علما ددی صلاحیت او قدرت څخه برخمن دی چی سوله تجویز او جنګ تحریم کړی.
هغوی الهی انباوو ته ورته دی او د انبیا میراث هغوی ته دا حق ورکوی چی جمعی حرکتونو برحقه پاته کیدنه او باطل پاته کیدنه مشخص کړی.
په دی توګه، دا هیله د دینی علماوو ناستې او په سلهاوو داسی ناستو څخه دادی چی وکولای شی په افغانستان کی جنګ لوری ته بدلون ورکړی او تروریسستی ځواکونو جهاد مشروعیت د بنیاد او اساس څخه باطل کړی؛ خو ولی دا پیښه نه رامنځته کیږی؟
ولی دولت د سولې هڅو سربیره نه شی کولای د دینی علماوو اهرم څخه په ګټّ اخیستنې سره جنګ ودروی او سوله رامنځته کړی؟
ولی د دینی علماوو پرله پسی فتواوی نه شی کولای چی په یو مسلمان او متدین ټولنه کې د جنګ دولو او ترور او تاوتریخوالی درولو لامل شی؟
دا پوښتنې هغه ساده پوښتنې دی چی د هیواد سیاسی او نظامی بدلونونو په وړاندی د دینی عملاوو کلونو کلونو تګلاره کې ریشه لری.
افغانستان بمحران، یو ساکن او شروع شوی پرسه نه ده. دا بحران د څو کالو جنګ او خارجی مداخلو او سیاسی او ټولنیز ایدئولوژیک اغیزمنده مهم ځواکونو بد تګلاری له امله دی.
باید وویل چی دینی علما د بحران په ډیرولو کې نقش درلودلی دی. نږدی ټول جهادی مشران، مدارسو زده کړه ترلاسه کړی زده کوونکې، داراالعلمونو، علمیه حوزی او نور دینی او مذهبی زده کړی مرکزونه وو او ځینی یی د شرعی احکامو استنباط په برخه کې د اجتهاد حد ته رسیدلی دی.
په دی حال کې، د هغوی کارنامه د افغانستان جهاد او انقلاب کې په دومره اندازی سره بی دفاع دی چی خلګ طالبان د افغانستان ژغورنې لپاره فرشتنګان بلله چی چی یو جهادی ډله رامنځته کړی وو.
البته دا هم نه شو ردولای چی په افغانستان کې د خارجی قدرتونو پراخ لاس وهنې هم د مجاهدینو انقلاب او جهاد لاری بدلون اصلی لامل وو.
په دی حال کې، بیا هم همدا دینی علما او جهادی مشران وو چی د بیګانه قدرت او استعمار وسیلې وګرځید.
د دوو لسیزو راهیسی هم دینی علماو خپل جهادی او اغیزمنده او رهبری کوونکې جریان پریښی او محافظه کاری او مصلحت اندیشی ته مخه کړی.
هغوی جهاد و تکفیری تروریستانو او منحط او سلفی مزدو او وهابی جریانونو ته پریښی دی او په دی توګه، د اسلام دا اغیزمنده او متعالی اصل عملآ د دینی مقولو جرګه خارج او بدنام شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی دینی علما د جهاد اصل څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شوای چی د انحرافاتو او فساد او بیګانګانو سلطه او خارجیانو نامشروع ولایت او... مخه نیولی وای او اجازه نه وای ورکړی چی میلیونونو شهید وینې میراث په سادګی سره د بیګانګانو له لوری تاراج شی او هیواد د څو تروریستانو او بیګانه سلطه ځواکونو په کام کې سقوط وکړی.
عملا خپل مستقیم دینی مسؤولیتونو ته په دی برخه کې عمل نه دی کړی او همدا کار، ددی لامل شوی دی چی هغوی تحریم او تشریع د جنګ او سولې په وړاندی خپل اغیز له لاسه ورکړی ترور او تاوتریخوالی او وینه تویونه همداسی ادامه ولری.
 
پنجشنبه ۱۷ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود: 164942 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *