کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عمل برنامی عملی کیدو په وړاندی راتلونکې خنډونه

24 جوزا 1397 ساعت 8:43



 
جاوید قمر باجوا؛ د پاکستان پوځ مشر د سه شنبه په ورځ کابل ته راغلل. افغانستان په دی سفر کېد سولې او همبستګي لپاره د افغانستان او پاکستان عمل برنامی عملی کیدو برنامی اجرا غوښتونکې شو.
ددی برنامی په اساس دواړه هیوادونه تړون کړی چی په افغانستان کې سوله راوستلو او تاوتریخوالی کمولو لپاره به مرسته وکړی.
ښاغلی باجوا په دی سفر کې اشرف غنی او عبدالله عبدالله سره لیدنه وکړه. ارګا ماڼۍ اعلان کړ چی د دواړو لورو مذاکراتو اصلی محور د افغانستان او پاکستان عمل برنامی عملی کیدل دی چی د تروریزم سره مبارزه، تاوتریخوالی کمول او افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو درلودونکې دی.
ارګ ماڼۍ یو ویاند ویلی دی چی ددی برنامی په عملی کیدو سره به اساسی او تاریخی مشکلات چی افغانستان او پاکستان ترمنځ شتون لری، باید حل شی.
مخکې له دی ریاست جمهوری اعلان کړی وو، د ټولو فرصتونو څخه چی افغانستان او پاکستان ترمنځ باور رامنځته کیدو سبب ګرځی، ښه راغلاست کیږی.
لکه څنګه چی ارګ ماڼۍ پوری تړلی رسنۍ اعلان کړی چی افغانستان او پاکستان عمل برنامه د سولې او همبستګي لپاره، د هیله مندی نوم برخلاف دی، په آسانی سره ترسره کیدونکې نه دی.
افغانستان او پاکستان اړیکې، د دواړو هیوادونو تاریخی مشکلاتو او خنډونو څخه رنج وړی؛ هغه مشکلات چی افغانستان باندی حاکم رژیمونو او دولتونو غلط سیاستونو له المه د تیرو لسیزو په ترڅ کې، نه یواځی لږ نه شو، بلکه ډیر شوی هم دی چی دواړه هیوادونه عملآ په یو نا اعلان شوی جنګ کي ورځی تیروی.
افغانستان هیله لری چی پاکستان د کابل سره دښمنی څخه لاس واخلی، تروریزم څخه خپل پایدار او هر اړخیزه ملاتړ څخه لاس واخلی او د یو ګاونډی په حیث، د افغانستان ملی حاکمیت او ارضی تمامیت ته احترام وکړی.
په لمړۍ منظر کې، دا غوښتنې معقول په نظر رسیږی؛ خو پاکستانیانو لپاره دا دومره آسانه نه ده.
اسلام آباد غواړی باور پیدا کړی چی یو ارام، باثبات او پیاوړی امنیتی ځواک درلودونکې افغانستان هم کولای شی د یو آشوب وهلی،. تروریزم جولانګاه، بی ثباته افغانستان په شان د پاکستان منافع او امنیت او ملی حاکمیت او ارضی تمامیت لپاره ګټه ور یا هم لږ ترلږه بی ضرره وی.
ددی باور لاسته راوړنه، په سادګي سره د امکان وړ نه دی؛ هغه هم په داسی شرایطو کې چی په لسګونه کلونه بی باوری، تخاصم، مشکلات او خصمانه اقدامات، د دواړو ګاونډیانو پر اړیکو باندی، سیوری کړي او د یو ضابط اړیکې جوړیدو مخه نیسی.
د یاده ونه باسو چی افغانستان تر اوسه هم د دیورند مرزی خط یو فرضی خط بولی او د دیورند هغه لوری پشتانه وو څخه چی د دیورند هغه لوری کې د اسلام آباد څخه د جدایی او استقلال غوښتونکې دی، قویآ او په شکاره توګه ملاتړ کوی.
له بل لوری، کابل د نوی دهلی سره استراتژیک او راهبردی اړیکې لری؛ هغه اړیکې چی پاکستانیانو ته ښه نه شکاری او هغوی د هند راهبردی حضور خپل ګاونډیتوب کې د خپل هیواد ملی امنیت ته ګواښ بولی.
په دی حساب سره، د عمل برنامه عملی کیدو په وړاندی جدی خنډونه شتون لری؛ هغه خنډونه چی شاید په څو ساده دیپلماتیک ناستو سره حل او فصل نه شی.
په دی منځ کې، هغه څه چی افغانستان پوری اړوند دی، کابل باید پاکستان سره دیورند پر سر بی پرده او مستقیم مذاکرات شروع کړی او په دی برخه کې د بین المللی عرف په اساس، د بین المللی رسمی مرزونو باندی حاکم حقوقی نظام او د دواړو هیوادونو چلند په اساس عمل وکړی.
 
 
 


د مطلب کود: 165368

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/165368/د-عمل-برنامی-عملی-کیدو-په-وړاندی-راتلونکې-خنډونه

آوا
  https://www.avapress.com