دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 165581
هغه سوله چی جنګ پای ته نه رسوی

 
د یکشنبه په ورځ د افغانستان په ختیځ کې ځینی سرچینی د ننګرهار والی دفتر ساختمان وروردی په وړاندی د یو پیاوړۍ چاودنې څخه خبر ورکړ.
عطاءالله خوګیاني؛ د ننګرهار والی ویاند وایی چی دا چاودنه یو انتحاری برید وو او د هغه په وینا، په دی برید کې نږدی ۱۸ تنه ووژل شو او ۴۹ تنه هم ټپیان شو.
طالبانو څخه نږدی ۳۰۰ تنه د ننګرهار والی دفتر کې حضور پیدا کړی وو چی د سیمې د پریښیدو په وخت کې دا چاودنه رامنځته شوه.
طالبان او افغانستان دولت د اختر دری ورځې اوربند اعلان کړ؛ خو دولت وویل چی خپل بریدونه د نورو مسلح ډلو په وړاندی لکه داعش، ادامه ورکوی.
د شنبه په ورځ په یو انتحاری برید کې چی طالبانو او امنیتی ځواکونو په منځ کې د اوربند لمانځلو وخت کې رامنځټه شو، نږدی ۲۵ تنه ووژل شو او ۵۴ تنه نور ټپیان شو.
د هغه وروسته طالبان خپل ځواکونو ته امر وکړ چی نور اجازه نه لری چی خپل سنګرونو څخه د دشمن کنترول لاندی سیمو ته لاړ شی او یا ښارونو ته رفت او آمد ولری.
که څه هم اوس اوربند د طالبانو له لوری پای ته رسیدلی او هغوی یو ځل پیا خپل بریدونو ته د امنیتی ځواکونو په وړاندی ادامه ورکوی؛ خو همدا لنډ موده فرصت د سولې لپاره هم د خلګو ترمنځ شادی او خوشحالی رامنځته کړه او د دولت مفرط خوشبینی او هیله مندی لامل وګرځید.
د اوربند ۱۰ ورځنۍ تمدید د دولت له لوری هم د همدی هیله مندی له وجه نه وو؛ هغه څه چی د اشرف غنی انتظار برخلاف، د طالبانو له لوری مثبت ځواب ترلاسه نه کړ.
په دی توګه، حتی که طالبان هم دولت سولې هیلو ته مثبت ځواب ورکړی وای او حتی که په راتلونکې کې، مشابه فرصتونه رامنځته شوی وای، د ناظرانو په باور، دا پیښه لزوما د دایمی سولې رامنځټه کیدو سره مرسته نه وای کړی او دقیق بیان سره، طالبانو سره سوله، د جنګ پای ته رسیدو لامل نه وای ګرځيدلی.
ددی اخذ دلیل هم دادی چی بیله طالبان، نور عوامل هم شته چی په افغانستان کې سولې او ثبات رامنځته کیدو مخه نیسی او پ حقیقت کې هغوی د سیمه ایزو قدرتونو استعماری پیاده نظام دی چی د هغوی مقاصدو ترسره کولو لپاره په افغانستان کې نیابتی جنګ مخته وړلو لپاره زموږ هیواد کې حضور لری.
د مثال په توګه، داعش تکفیری ډله یو د همغو ډلو څخه دی چی اجازه نه ورکوی په افغانستان کې سوله رامنځته شی.
په ننګرهار کې د دوو ورځو خونړیزه بریدونه چی نږدی ۵۰ تنه ووژل او د ۱۰۰ تنو څخه ډیر ټپیان کړل، شکاره شو چی امنیت او سوله، یواځی طالبانو پوری اړوند نه دی او یواځی طالبان په افغانستان کې بی ثباتی او ناامنی لامل نه دی.
داعش لکه څنګه چی په لومړیو کې د غربی-عبری-عربی هژمونیک محور غوښتنو تحقق لپاره په سوریه او عراق کې رامنځټه شو، په افغانستان کې د همغه مقصد لپاره حضور لری او د هغوی قدرت پوښتنه منځته راوړونکې ډیریدنه، په داسی شرایطو کې چی ټول افغانستان، د امریکا او هغوی همپیمانه بی قیده سیطری لاندی دی، خپله د خطر شکاره کوونکې دی چی ددی پروژې ترشا قرار لری.
داعش قصدآ د طالبانو او دولت سوله ایز غونډی باندی برید وکړ ترڅو دا پیغام هغوی ته ولیږدوی چی که حتی تاسو سوله وکړی، جنګ پای ته نه رسیږی.
بل مانع هم په افغانستان کې د امریکایی او خارجی ځواکونو حضور دی.
د هغه تصورونو برخلاف چی په ذهنونو کې رامنځته شوی دی او کاغذ پرمخ تعهداتو ترسره کیدو سربیره، امریکایی او غربی ځواکونو حضور په افغانستان کې د افغانستان د سولې او ثبات او امنیت تامین په مقصد نه دی؛ که داسی وای، تراوسه به هم طالبان او هم داعش او هم اسلامی ګوند او نور عوامل د ناامنی لپاره، نابود او له منځه تللی وای او هم پاکستان او نور تروریست پرور رژیمونه په سیمه کې مهاریدلای؛ خو دا پیښه نه شوه رامنځته؛ ځکه په هغه صورت کې د امریکا او امریکا همپیمانه نظامی حضور ته به په افغانستان اړتیا نه لیدل کیده.
 
 
https://avapress.com/vdcbwsb88rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته