دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 165814
افغانستان سولې او جنګ لپاره د عربستان دانه او دام

 
سعودی عربستان پادشاه د افغانستان دولت او طالبانو اوربند څخه هرکلي وکړ او وویل چی هیله مند دی دا اوربند تمدید شی.
ملک سلمان؛ سعودی سلطان، اعلان کړ چی په ډیره علاقه سره به د افغانستان دولت او طالبانو اوربند د اختر په ورځو کې ووینی.
هغه د اوربند څخه هرکلي کړي او هغه یو مبارک ګام بللي.
سعودی پادشاه هیله مندی ښودلی دی چی دا اوربند به نوی شی او د یو اوږد مده لپاره دواړه وکولای شی په افغانستان کې سولې لپاره هڅه وکړی.
افغانستان دولت یو اړخیزه څلور ورځنۍ اوربند د طالبانو په وړاندی د لسو ورځو لپاره نورهم تمدید کړ چی طالبان دا قبول نه کړ او خپل بریدونه د امنیتی ځواکونو په وړاندی جاری وساته.
سعودی عربستان د طالبانو حاکمیت په وخت کې د نړۍ د هغو دریو هیوادونو څخه وو چی د طالبانو رژیم د افغانستان دولت په حیث په رسمیت پیژانده؛ خو سعودی سفارت په کابل کې وایی چی ریاض اوس طالبان د یو تروریستی ډلې په سترګه ګوری.
دا ۱۸۰ درجی بدلون د عربستان په تګلاره کې البته د افغانستان داخلی وضعیت او شرایطو له امله صورت نیولی دی او دا سعودی پادشاهی دستګاه باندی تکفیری ایدئولوژی پوری سیاستونو اړوند نه شو بللای.
د سیمې مسایلو پوهانو په باور، د نړۍ اوسیمې ډیر هیوادونه، هغه وخت چی د طالبانو د مصرف نیټه ختمه شوه، په ظاهر کې د افغانستان نوی دولت ترڅنګ ودریدل او ترورضد شکل او سولې ملاتړکوونکې د ځان څخه جوړ کړ.
په دی منځ کې، سعودی عربستان، عربی متحده امارات او پاکستان، هغه دری هیوادونه چی په بین المللی برخه کې طالبانو رژیم د افغانستان رسمی دولت په حیث پیژانده هم مجبور شو چی په ظاهر کې ریاکارانه سیاست کې تروریزم څخه واټن واخلی او ځان د نوی شرایطو څخه هملوری شکاره کړی.
البته دا یواځی دا هیوادونه نه وو چی داسی سیاست یی د طالبانو په وړاندی خپل کړ، بلکه د امریکا په مشری نړیوال ائتلاف پټ سیاست چی په ظاهر سره د طالبانو په وړاندی او د تروریزم د منځه وړلو لپاره او افغانستان کې دموکراتیک او ملی مقتدر دولت رامنځته کولو لپاره شکل نیولی وو، دا امکان تروریزم داخلی ملاتړ کوونکو ته ورکوله ترڅو خپل ملاتړ د تروریستانو څخه جاری وساتی او همدارنګه د افغانستان سولې او ثبات په لاره کې خنډ رامنځته کړی.
سعودی عربسان هم د همدغو هیوادونو څخه وو. دا هیواد سربیره پردی چی په افغانستان او پاکستان کې افراط ګرا او تندرو ډلو روحانیونو باندی ژور نفوذ درلود، هیڅ وخت هڅه ونه کړ د دولت په رهبری د سولې پروسی سره مرسته وکړی.
اوس چی پاڼه اوښتي دی او په افغانستان کې لویو قدرتونو او راهبردی لمړیتوبونه او استراتژیک معادلات بدلون کړي او د سولې لوبه د جنګ څخه رونق پیدا کړی، سعودی شاه هم ددی رژیم حضور لپاره زمینه رامنځهت کولو لپاره وتلی دی.
دا همغه دام او دانه دی چی سعودی عربستان د افغانستان جنګ او سولې لپاره په نظر کی نیولی دی او د وخت په رارسیدو سره، خپل اهدافو او ګټو په اساس، د هر یو وسیلی څخه به ګټه واخلی.
په دی حال کې، افغانستان سیاسی استقلال او ملی ګټې اقتضا کوی چی خارجی قدرتونو امتیاز طلبی ته ارزښت ورنه کړی او یواځی مقصد افغانستان خلګو غوښتنی او ملی اړتیا وی؛ دا کار مقتدرانه او مستقل سیاست اتخاذ ته اړتیا لری؛ هغه څه چی په حاضر حال کې، جدی مشکلاتو سره مخ دی.
 
 
https://avapress.com/vdca6mn6y49nia1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته