دخپریدو نیټه :جمعه ۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
د مطلب کود : 166144
د طالبانو سره سوله او د خارجی ځواکونو حضور په نامه خنډ

 
په کابل او اندویزیا کې د افغانستان د دینی علماوو اخیرو ناستو په ترڅ کې، طالبان اعلان کړ چی امریکا د علماوو څخه په ګټه اخیستنې سره په افغانستان کې خپل نظامی حضور ته مشروعیت ورکوی.
طالبان په خپل اعلانیه کې ویلی دی: امریکا نظامی ماته د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې ددی لامل شو چی هغوی هیواد څخه تیښتې لپاره آمادګی ونیسی.
د طالبانو د اعلامیه په یو برخه کې راغلی دی: امریکایی ځواکونه د طالبانو په وړاندی نظامی مخامخ کیدنې څخه ناهیله شوی او اوس سیاسی او مذهبی لارو څخه پر طالبانو باندی فشار راوړی.
د طالبانو بیانیه د جنرال نیکلسون خارجی ځواکونو قوماندی خبرو ته په اشاره سره ویلي چی د افغانستان ځینی علماوو اخیر ناسته او د طالبانو تر پوښټنې لاندی وړل هم د امریکا د مقاصدو په لړ کې ترسره شوی دی.
په افغانستان کې ناتو او امریکایی ځواکونو قومانده یو څه وخت مخکې ویلی وو چی هغوی به هڅه وکړی چی نظامی فشارونو ترڅنګ پر طالبانو باندی ټولنیز او سیاسی او مذهبی فشارونه هم ډیر کړی.
د سولې لپاره هڅې په داسی وخت کې تشدد پیدا کوی چی د کارپوهانو پّ باور، دا ډله، د جهاد استمرار او کافی توجیه په اختیار کې لری.
د څیړونکو په باور، دولت نه شی کولای په یو وخت کې هم زرهاوو خارجی ځواکونو بی حسابه او کتابه حضور کوربه او هم طالبانو څخه د سولې هیله ولری.
که څه هم د دینی علماوو فتواوی د جنګ حرمت او انتحاری بریدونو او خلګو وژنو په برخه کې د طالبانو په وړاندی اغیزمند کیدلای شی؛ خو ددی هیله نه شی کیدلای لکه څنګه چی حکومت غواړی دا هڅه په افغانستان کې د سولې رامنځټه کیدو لامل شی او د طالبانو جنګی ماشین د کاره واچوی؛ ځکه ترڅو چی په افغانستان کې بیګانه ځواکونه حضور ولری، طالبان هم د جنګ لپآره پیاوړو توجیو څخه برخمن دی.
د طالبانو اخیر اعلامیه د دولت سولې هڅو لپاره د دینی علماوو له لوری هم شکاره کوی چی دا ډله، په هیواد کې د خارجی ځواکونو شتون د نامه څه ګټه پورته کوی ترڅو خپل خونړیزه بریدونه توجیه کړی.
که څه هم په دی منځ کې کوم شک نشته چی ددی تحمیلی جنګ لوی او اصلی قربانی به خلګ او امنیتی ځواکونه وی، نه خارجی او امریکایی ځواکونه او ناتو؛ خو دا د طالبانو او هغوی آمرینو لپاره مهم نه دی. د هغوی لپاره دا مهم نه دی چی د جهاد په نامه د خارجی ځواکونو په وړاندی، خلګ او امنیتی ځواکونه وژل کیږی؛ بلکه هغه څه چی هغوی ته ارزښت لری دادی چی یو مناسب بهانه باید شتون ولری ترڅو ورڅخه ګټه اخیستنې سره، وکولای شی خپل نامشروع جنګ توجیه کړی او دا بهانه د خارجی ځواکونو له لوری ښه رامنځته کیږی.
په داسی شرایطو کې، د پوهانو په باور، د سولې لپاره ترټولو ښه لاره، د طالبانو او امریکا مستقیم خبری دی. دا هغه څه دی چی خپله طالبان هم په هڅه کې یی دی.
په بل بیان سره، د طالبانو سره سولې په وړاندی اصلی خنډ د خارجی ځواکونو حضور دی نه دولت؛ بناپردی، هغه سوله چی قرار دی شکل ونیسی باید لمړې د طالبانو او خارجی ځواکونو ترمنځ صورت ونیسی او وروسته د افغانستان دولت او طالبان سره خبری وکړی.
په دی منځ کې، د افغانانو په مدیریت سوله هغه څه دی چی امریکا ورباندی ټینګار کوی او یو انحرافی او ګمراه کوونکې خبره ده ځکه چی امریکا او ناتو هغه وخت چی په نورو برخو کې افغانستان حق نه ورکوی، په دی برخه کې هم باید دا دروغ خبره توجیه نه کړی او په دی توګه، د افغانستان د سولې رامنځته کیدو مخه ونه نیسی.
 
 
https://avapress.com/vdchk-nzk23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته