دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 166597
د فاریاب ناآرامیو څخه څوک ګټه پورته کوی؟
لکه څنګه چی وړاندوینه یی کیده په فاریاب کې د قوماندان قیصار د نیول کیدو په وړاندی دوهم ورځی لاریون هم تاوتریخوالی باندی واوښت.

دولتی ځواکونه د لاریون کوونکو په وړاندی اور غورځولی چی په ترڅ کې یی دوه تنه لاریون کوونکې وژل شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
ددی په لړ کې، لاریون کوونکو او معترضین د وژل شویو جنازو په حمل سره، د فاریاب ولایت والی مقر باندی برید کړی او د ولایت ساختمان او دولتی موټرونه په اور سوځولی دی.
هم زمانه د ملی ځواک مشر هم فاریاب ته تللی ترڅو وضعیت د نږدی څخه وڅاری.
که څه هم د میمنه په ښار کې د امنیتی ځواکونو ځای پرځای کیدو سره، ریپورت ورکول کیږی چی وضعیت اوس آرام دی؛ خو پوهان وایی چی د قوماندان قیصار نه آزادیدو په وړاندی لاریونونه به د سیاسی او ټولنیز امنیت په وړاندی یو جدی ګواښ وی او سیمه ایز حکومت او ولایت د مشکلاتو سره مخ کوی.
نظام الدین قیصاری د شکنځلو، خبرداری او توهین په سبب چی دولتی چارواکو او ځواکونو ته کړی، د هیواد ځواک له لوری نیول شوی دی. د هغه پلویان وایی چی ځواک په دی برخه کې، سیاسی عمل کړی او یو امنیتی ناسته کې غوښتلو سره، هغه ته دوکه ورکړی او وروسته کابل ته لیږدولی دی.
حقیقت هرڅه وی، دا پیښی د فاریاب ولایت په شان ولایتونو کې چی طالبانو او داعش او نورو تروریستی جریانونو ته یو استراتژیک او فوق العاده ارزښت لری، نه د دولت په ګټه دی او نه هم دولت منتقد او مخالف ځواکونو په ګټه.
فاریاب د افغانستان په شمال کې د ترکمنستان مرز په جنوب کې قرار لری او د حساس موقعیت څخه برخمن دی. ځینی څیړونکې د افغانستان شمال ته د طالبانو د ننوتلو دروازه بولی.
د ځینو اطلاعاتو په اساس، ددی ولایت نږدی ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
د پشتون ولسوالی کې ۳۸۰ کلۍ دی، نږدی ۳۰۰ کلۍ د طالبانو تر ولکه لاندی دی.
خبرنګاران په ورځ کې د ۱۰ څخه تر ۲۰ تنو وژل کیدو څخه په فاریاب کې خبر ورکوی.
د میمنه سیمی اوسیدونکې وایی چی هغوی په محاصره کې دی او نه شی کولای ښار څخه دباندی سفر وکړی ځکه چی طالبان په لارو کې ځای پرځای دی او دولتی مامورین نیسی او په قتل رسوی.
په داسی شرایطو کې څوک د فاریاب ناآرامیو څخه ګټه پورته کوی؛ دولت، جنرال دوستم او ملاتړ کوونکې یی یا هم طالبان او داعش؟
په لمړۍ نظر کې، شاید دولتی توجیه او دلایل منطقی وی. دولت وایی چی نظام الدین قیصاری د ځواکونو مشران په مرګ باندی تهدید کړي، د خلګو څخه باج اخلی او د بشر حقوق پراخ نقض باندی تورن دی؛ خو د یاده نه باسو چی فاریاب خلګ د جنرال دوستم تللو وروسته، قوماندان قیصاری د طالبانو بریدونو په وړاندی یواځنۍ خنډ او مانع بولی.
طالبان د میمنه ښار نږدیو پوری پرمختګ کړی وو او ددی ولایت سقوط احتمال نږدی وو؛ خو د قیصاری په شان قوماندانان، نه یواځی دا چی ددی پیښی مخه ونیول؛ بلکه عملآ طالبان په فاریاب کې تدافعی موضع کې قرار ورکړ او هغه ډلی ډیری نیول شوی سیمې بیرته ونیولي.
همدا خاصیتونه ددی لامل شوی چی اوس په زرهاوو کسان ښار سړکونو باندی راوځی او د هغه آزادی لپاره د دولت په وړاندی شعار ورکوی.
په دی حساب سره، د پوهانو په باور، که د دوستم او قیصاری پلویانو ادعا د طالبانو ضد څیرو ټکولو او نیول کیدو لپاره او همدارنګه د طالبانو څخه د دولت دننه ځینو حلقاتو ملاتړ ادعا سمه نه ده، او که دولت په حقیقت کې په شمال کې د طالبانو قدرت پراختیا کې کومه ونډه نه لری، نو باید قیصاری آزاد کړی ترڅو هم جاری بحران له منځه ولاړ شی او هم د نظام دشمنان او خلګ د هغه څخه ګټه وانه اخلی.
 
https://avapress.com/vdcjhmevauqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته