دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 166934
د القاعده توره بوره څخه د داعش تر ګورګوری پوری
په افغانستان کې خارجی ځواکونه وایی چی د افغان ځواکونو سره په مشترک عملیات کې د داعش ډلې پایتخت په دی هیواد کې له منځه وړي. جوشوا تیل؛ په افغانستان کې د خارجی ځواکونو خاص عملیات قوماندان وایی چی په دی عملیات کې د ګورګوری په سیمه کې چی د نننګرهار په ده بالا ولسوالی کې قرار لری، ددی ډلې ۱۶۷ تنه جنګیدونکې وژل شوی دی.

 
په افغانستان کې خارجی ځواکونه وایی چی د افغان ځواکونو سره په مشترک عملیات کې د داعش ډلې پایتخت په دی هیواد کې له منځه وړي.
جوشوا تیل؛ په افغانستان کې د خارجی ځواکونو خاص عملیات قوماندان وایی چی په دی عملیات کې د ګورګوری په سیمه کې چی د نننګرهار په ده بالا ولسوالی کې قرار لری، ددی ډلې ۱۶۷ تنه جنګیدونکې وژل شوی دی.
په اخیر عملیات کې چی د دوو میاشتو څخه ډیر وخت ونیو، په سهاوو افغان کماندو او په لسګونه آمریکایی خاص ځواکونه شتون درلود.
ښاغلی تیل وایی: دا سیمه د داعش ډلې لپاره ډیر مهم وو، هغه ځای چی ورته مالی او لجستیکی مرستونو زمینه برابروله. سیمه مو د هغوی څخه بیرته ونیول او وتوانیدلو چی خلګو ته بیرته خپل کورونو ته تللو زمینه برابره کړو. داعش د همدی ځای څخه په کابل او ننګرهار کې لوی بریدونه برنامه ریزی کوله.
په دی عملیات کې ۹ مغاره، ۵ تونلونه چی داعش ورڅخه پټنځآیونو په حیث ګټه اخیسته او څو اسلحو څو انبار له منځه وړل شوی دی.
نظامی مسایلو کارپوهان وایی چی د ګورګورسی سیمې عملیات په اړه صحت او نه صحت میزان څخه په صرف نظر سره، هر ضربه چی افغانستان کې داعش ډلې باندی واردیږی، ددی ډلې ریشه کن کولو یا هم کمزوری کولو په لړ کې مهم بلل کیږی.
ګورګوری عملیات هم توره بوره ته نږدی واقع شوی دی او هیله ده چی دا عملیات هم د توره بوره په شان عملیات نه وی.
په هغه وخت کې هم رسنیزه او تبلیغاتی مانور د عملیات په اړه صورت ونیول؛ لکه څنګه چی فکر کیده باید په ترڅ کې یی افغانستان تروریزم اخیر بقایا هم باید له منځه تللی وای او سوله او ثبات په افغانستان کې حاکم شوی وای.
اوس چی د هغه عملیات څخه کلونه تیریږی، نه یواځی دا پیښه نه دی رامنځته شوی چی طالبان او حتی القاعده، پیاوړی او خپل حضور ته پراختیا ورکړی دی او همدارنګه افغانستان امنیت او ثبات ته سخت زیانونه اړولی دی.
دا پیښه په هغه افغانستان کې رامنځته کیږی چی ټوله د امریکا او امریکا همپیانه تر کنترول لاندی دی؛ هغه هیواد چی کولای شی په بین المللی برخه کې، شوروی ته ماته ورکړه، جاپان خبل تابع او ځان ته تسلیم کړ، آسیا او اروپا باندی خپل حکم وساتله؛ خو په ډیر حیرانتیا سره په افغانستان کې یو څو تروریستی او فراری ډلی له منځه نه شی وړلای!!
آیا د داعش پلازمینی یا پایتخت له منځه وړنه پهه افغانستان کې د هغه ډلې تکثیر او پراختیا لامل په نورو ولایتونو کې نه کیږی؟
د منتقدانو په باور، که امریکا او همپیمانه یی په ناتو کې، په افغانستان کې د داعش ډلې پلازمینی له منځه وړلو لپآره مصمم دی، ولی دا عملیاتونه د جوزجان، سرپل، کنر، لوګر، غزنی، زابل، نورستان، بدخشان، فراه، بادغیس او... په شان ولایتونو کې نه کوی ترڅو په افغانستان کې داعش پوره له منځه لاړ شی؟
همدارنګه د څیړونکو په باور، دا پوښتنه رامنځته کیږی چی آیا دا خبر هم د داعش له منځه تلنې خبر په شان دی چی په ۲۰۱۷ کال کې شوی او د جان نیکلسون؛ امریکا او ناتو ځواکونو قوماندی له خولی څخه ددی ډلې په وړاندی مطرح شوی وو؟
ولی دا پیښه په ۲۰۱۷ کال کې رامنځته نه شو او یو کال وروسته، امریکایی قومانده ننګرهار ولایت ته په سفر کې خپل یو ادعا کې وویل چی افغانستان کې داعش حضور یواځی ننګرهار لیری او غرنیو سیمو پوری محدودیږی!
خو هغه ونه ویل چی داعش په ګورګوری کې یو پلازمینه لری!
 
 
 
https://avapress.com/vdcexp8zejh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته