دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 167014
ترامپ د شریکانو جنګ ته ځی
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر، د ناتو غړیو هیوادونو مشرانو څخه غوښتي چی څلور سلنه داخلی ناخالص تولید نظامی لګښتونو باندی مصرف کړی.

 
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر، د ناتو غړیو هیوادونو مشرانو څخه غوښتي چی څلور سلنه داخلی ناخالص تولید نظامی لګښتونو باندی مصرف کړی.
سپین ماڼۍ وایی چی ښاغلی ترامپ خپل تازه غوښتنه د چهارشنبه په ورځ، سرطان په ۲۰ نیټه په بروکسل کې د ناتو سرانو ناسته کې مطرح کړ.
سارا سندرز؛ د سپین ماڼۍ ویانده وویل: ولسمشر ترامپ غواړی ووینی چی زموږ ملاتړ کوونکې یو څه ډیر مسؤولیت کې سهیم کیږی او حداقل تیرو رسمی تعهداتو باندی عمل کوی.
د ناتو ۲۹ غړۍ هیوادونه مخکې متعهد شوی وو چی تر ۲۰۲۴ کال پوری خپل نظامی بودجه داخلی ناخالصو تولید دوه سلنې ته ورسوی. یواځی پنځه هیوادونه ددی کار په ترسره کولو توانیدلي: امریکا، یونان، استونی، انګلیس او لتونی.
ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی منشی، وویل چی اصلی مقصد باید نظامی بودجه ډیرونه تر دوه سلنه وی.
د امریکا ولسمشر همدارنګه آلمان په دی تورن کړ چی په پوره توګه د روسیه له لوری کنترول کیږی او د هغه هیواد اسیر دی.
کارپوهان وایی چی د امریکا ولسمشر تازه موضع ګیری کولای شی ناتو په نسبت د امریکا تعهد نوی کولو په اړه د اروپایی هیوادونو هیلو او ګمانونو او شایعاتو ته د پای ټکي کیږدی او دا تریخ حقیقت د هغوی لپاره ثابتوی چی امریکا د ترامپ په مشری، د هغه امریکا څخه توپیر لری چی ناتو د قدرت او نظامی سلطه اصلی پایګاه په حیث حسابیده او هر وخخت ددی نهاد غړیو کې لومړنۍ متعهد بلل کیده.
اوس ناتو راتلونکی نور هم د ابهام سره مخ شوی؛ هغه سازمان چی د غرب نظامی قدرت او غربی ارزښتونو اصلی پاسدار بلل کیده، اوس د سقوط او متلاشی کیدو په حال کې دی.
ترامپ ادعا کوی چی هغه لوړ لګښت چی امریکا د خپل متحدانو څخه ملاتړ او هغوی امنیت ساتلو لپاره د خارجی ګواښونو په وړاندی ورکوی، کیدلای شی چی د امریکا دننه زیربناوو پراختیا او رامنځته کولو کې ولګول شی او امریکا نور مشکلات لکه بیکاری، رکود، زده کړی او داخلی توان ډیرولو لپاره ولګول شی؛ هغه چاری چی د ترامپ په باورو ددی کلونو په لړ کې په سازمان یافته توګه د سیاسی مسلط سیستم له لوری نادیده نیول شوی او د رسنیزی او سیاسی لوبو او تبلیغاتو په واسطه رد شوی دی.
په دی توګه، دا تصمیم امریکا ته نړیوال برخې په اساس د خطر څخه خالی نه دی. امریکا خپل تعهد کمولو سره عملآ استراتژیک شاته تګ ته اقدام کوی.
هغه وخت چی دا ابرقدرت یا لوی قدرت د بین المللی امنیت او مناسباتو او مسایلو په برخه کې لمن ټولوی او شاته تګ کوی او پرځای یی خپل داخلی مشکلاتو ته مخه کوی، لمړۍ نتیجه به یی د لوی قدرت پاتیدنی څخه شا اړول دی.
بناپردی، د امریکا شاته تګ د ناتو او اروپا څخه، روسیه آماده دی چی د امریکا ځای ونیسی او خپل امنیتی چتر د اروپا اتحادیه پرسر ورغړوی.
 
 
https://avapress.com/vdcezf8zejh8p7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته