دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 167335
افغانستان سوله؛ آیا طالبان واشنګتن و لوبی ته راغواړي؟
ناتو په افغانستان کې هغه ریپورتونه چی ګواکی امریکا آماده دی چی طالبانو سره مستقیمآ مذاکره وکړی، رد کړه...

 
ناتو په افغانستان کې هغه ریپورتونه چی ګواکی امریکا آماده دی چی طالبانو سره مستقیمآ مذاکره وکړی، رد کړه.
مخکې ریپورت شوی وو چی جنرال نیکلسون په کندهار کې د افغان چارواکو سره په خبرو کې د طالبانو سره د امریکا د مستقیمو خبرو آمادګی څخه خبری کړي.
 
خو جنرال نیکلسون په یو بیانیه کې ویلی دی چی اظهارات یی غلط تعبیر شوي او هغه یواځی د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو خبری منعکس کړي چی د سولې په برخه کې به امریکا ملاتړ او مشارکت وکړی.
په دی حال کې، مارتین اودانل؛ د ناتو ویاند په افغانستان کې ویلی چی امریکا د سولې د مخته وړلو ټولو لارو څیړلو په حال کې دی او زیاته کړه چی چی دا پروسه به د افغانستان هدایت سره به ترسره شی.
نیویارک تایمز د یکشبنه په ورځ ګزارش ورکړی وو چی د ترامپ دولت امریکایی ارشدو دیپلماتانو ته ویلی چی د طالبانو سره مستقیم مذاکری په هڅه کی وی.
کارپوهان وایی چی د امریکا او ناتو لومړۍ منل او بیا نه منل د طالبانو سره مستقیم سوله ایز خبرو لپاره، کوم څه نه بدلوی. د هغوی په باور د طالبانو اوسنۍ موضع، د دولت هر ډول سولي تلاش او هڅه چی امریکایی ملاتړ څخه برخمن وی، د بندون سره مخ کړي.
دا بندون په دومره اندازی سره پیاوړۍ دی چی حتی په کابل او اندونزیا او سعودی عربستان کې د دینی علماوو یو په بل پسی ناستې هم ونه توانیدل چی یی ماته کړی.
طالبان همداسی خپل پخوانۍ خبرو باندی ولاړ دی؛ دا چی د کابل دولت د مذاکری لپاره صالح نه دی؛ ځکه یو لاس کښینسل شوي دولت دی. بناپردی هر ډول سوله ایز خبری اتری باید د امریکا سره وشی او لومړۍ موضوع هم د افغانستان اشغال د هغوی له لوری دی.
امریکا تراوسه د هر دلیل په اساس چی وی ددی غوښتنې په وړاندی مقاومت کړي او ویلی دی چی د افغانانو مالکیت لاندی سولې څخه ملاتړ کوی او نه غواړی چی د افغانستان خلګو پرځای تصمیم ونیسی!
که څه هم دا موضع، یو ریاکاراتو او غیری واقعی عمل په نظر رسیږی؛ ځکه امریکا مخکې د حامد کرزی په وخت کې شکاره کړی وو چی مرکزی دولت ته هیڅ وقعه د ملی حاکمیت او سیاسی استقلالیت لپاره د سولې او جنګ په برخه کې نه پریږدی.
کرزی ډیل ځلې دا ګیله کړي وو چی طالبان د امریکا او نورو خارجی چارواکو سره مستقیمآ مذاکره کوی؛ خو حاضر نه دی د دولت سره خبری وکړی.
په دوحه کې د طالبانو سیاسی نمایندګی دفتر افتتاح هم د افغانستان ملی حاکمیت نقض شکاره مثالونو څخه وو چی د کابل دولت نماینده اطلاع نه بغیر د امریکا او اعرابو په ملاتړ ترسره شو او ښاغلی کرزی دولت سخت غبرګون راوپارول.
په حاضر حال کې د سولې پروسه د بندون سره مخ شوي او افغانستان دولت او امریکا مجبور دی ددی بندون ماتې لپاره، د طالبانو یواځنۍ شرط ته ځواب ورکړی او هغه د امریکا سره مسقیم مذاکره دی.
د امریکا دولت اخیر موضع چی نیویارک تایمز ورځپاڼې له لوری خپره شوه، که څه هم د ناتو له لوری تکذیب شو؛ خو د کارپوهانو په باور، دا ددی شکاره کوونکې دی چی کابل او واشنګتن به آخر مجبور شی ترڅو د هغه قواعدو په اساس ولوبیږی چی طالبان تعریف کړی او دا د سیاسی لحاظه یو بل بریالیتوب د طالبانو لپاره بلل کیږی.
 
https://avapress.com/vdcae0n6m49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته