دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۵
د مطلب کود : 167592
جنرال دوستم ته د کابل نظامی سلام

 
د خلګو ۲۰ ورځو لاریون او اعتراضات د هیواد ۱۱ څخه ډیرو ولایتونو کې د نظام الدین قیصاری ازادولو او جنرال دوستم بیرته ګرځیدلو لپاره نتیجه ورکړه او ښاغلی کابل ته راستون شو.
مولوی عبدالله قرلق ملی اسلامی جنبش ګوند معاون او قندوز سناتور په سنا مجلس کې وویل چی د ریاست جمهوری لومړۍ معاون صلاحیتونه هم بیرته هغه ته ورکول کیږی او خپل دندو ته ادامه ورکوی.
ملی اسلامی جنبش ګوند دا غړۍ وویل: زموږ لپاره مهم څه زموږ د معترضینو غوښتنه ده چی یو د هغوی غوښتنو څخه ترسره او نظام الدین قیصاری به هم آزاد کړل شی.
دوستم د یو کال څخه دیر تبعید وروسته هیواد ته راګرځی؛ هغه راګرځیدنه چی د ارګ او ولسمشر غنی خارجی ملاتړ کوونکو حلقاتو مطلوب څه نه وو او نه دی.
د یاده نه باسو چی یو ځل مخکې هم د جنرال دوستم بیرته راتګ هڅه د دولت او خارجی قدرت ملاتړ کوونکو له لوری ناکام پاته شو او د جنرال دوستم لیږدوونکې الوتکه مجبور شو چی ترکیه ته بیرته وګرځی.
دا ځل دوستم د خلګو په قدرت سره سیاست او قدرت ته واردیږی. ۲۰ ورځی لاریون د هیواد ۱۱ څخه ډیرو ولایتونو کې د افغانستان نیمه برخه فلج کړی وو. د آقینه تجاری ګذرګاه تړل کیدنه د ترکمنستان سره، حیرتان د ازبکستان مرز سره او شیرخان بندر د تاجیکستان مرز سره، په میلیونونه ډالره دولت او تاجرانو ته تاوان ورسول.
د ځینو ارزونو په اساس د حیرتان مرز تړل کیدنه هره ورځ نږدی یو میلیون دالر و تاجرانو ته زیان رسول.
لاریون کوونکو همدارنګه سیمه ایز دولتی اداری نبض په لاس کې اخیستي وو او دولت سیمه ایز قدرت فلج کړی وو. هغوی د فاریاب ولایت ساختمان ته اور پوری کړل، په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل، په سمنګان او تخار کې حتی د والیانو دفترونه وتړل شو، د شمال او کابل کلیدی لوی لاره بند شو، په بلخ کې د اشرف غنی تصویر د ښار ورودی دروازی څخه ښکته او ترپښو لاندی کړل. هغوی په صریح ژبه اعلان کړل چی مستقل حکومت اعلانوی.
یعنی هیواد د تجزیه او سقوط لوری ته تللی وو. دا ټول یو حل لاره درلود: د جنرال دوستم سره مذاکره او هغه بیرته ګرځیدنه.
سرور دانش؛ د ملی وحدت حکومت سازش دیپلماسی نماد د رجب طیب اردوغان ولسمشریز سوګند مراسمو کې ګډون په بهانه، ترکیه ته لاړ او څو ځلی خپل ازبک همتا سره لیدنه وکړه.
د جنرال دوستم بیرته ګرځیدو په وخت کې د هغه لوی نظامی کاروان او ساتونکې یی د پلازمینی امنیتی دروازو څخه تیر شو ترڅو کابل د جنرال دوستم نظامی سلام ته آماده کړی.
په دی برخه کې کارپوهان وایی چی د جنرال دوستم بیرته ګرځیدنه قدرت او صلاحیت ته او حتی د نظام الدین قیصاری آزادیدنه هم کوم مشکل نه حلوی. مهمه پوښتنه داده چی ایا هغه کولای شی د شمال امنیتی پروژی مخه ونیسی که نه؟ هغه پروژه چی په اساس یی د طالبانو ضد قوماندانان او مشران یو د بل وروسته پاکیږی ترڅو په سیمه کې د تروریستانو لپاره زمینه برابره شی چی مخکې له دی، امن او ثبات په حساب راتله.
آیا جنرال دوستم به ددی ځلی هم وکولای شی چی شمال ته د تروریزم سره مبارزی لپاره لاړ شی که نه؟
 
https://avapress.com/vdcf1edy0w6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته