خوښ ديک ۰

رئوف امام، امام رضا علیه السلام مقام او شخصیت ته یو نظر

رئوف امام، امام رضا علیه السلام مقام او شخصیت ته یو نظر

 
د امام رضا(علیه السلام ) د ولادت او یا زوکړی په تاریخ کې د علماوو ترمنځ اختلاف شته. شیخ صدوق(ره) باور لری چی هغوی د ۱۵۳ هجری قمری کال ذوالقعده په ۱۱ نیټه نړی ته راغلی او ځینی هم ویلی چی هغوی په ۱۴۸ کال کې په مدینه منوره کې پیدا شوی دی. د هغه د پلارنوم حضرت موسی بن جعفر(علیه السلام ) او مور نوم یی نجمه، تکتم او طاهر ذکر شوی دی. دا لوی امام د ۲۰۵ کال صفر میاشتی په آواخرو کې د مامون عباسی له لوری په شهادت ورسید.
پر هغه باندی د رضا نوم ایښودلو دلیل داوو چی خدای تعالی د هغه څخه رضایت درلود.
اتم امام خپل ژوند په دوران کې د ډیر رفیع او لوړ مقام درلودونکې وو؛ په عبادت، زهر، تقوا او علم کې. امام رضا(ع) د خپل زمان یو کامل انسان او خلیفه الله وو  او هر وخت د خدای تعالی بندګانو د هدایت لپاره هڅې ترسره کړی دی. خلګ هم د رهنمایی او هدایت لپاره ددی سره متوسل کیده او هغه وخت چی مامون د امام(ع) د مقام او نفوذ څخه خبر شو، هغه د مدینه څخه و طوس ته وغوښته ترڅو د امام علمی او کلتوری فعالیتونو څخه مخنیوی وکړی، امام رضا(علیه السلام) په خراسان کې هم خپل دندی ته دوام ورکړ او د یو امام په حیث د خلګو رهنما وو.
که څه هم د هغه امام دشمنان د هغه د شخصیت کمولو په لټه کې وو، خو امام هر وخت بریالی وو. د مثال په توګه د حمید مهران په نامه یو شخص، د هغه کسانو څخه وو چی د امام رضا علیه السلام څخه و مامون ته بدګویی کوله؛ هغه یو ساحر او ساحر زوی بلل. یو ورځ مامون هغه ته وویل: ماته تر دی به هیڅ محبوب تره او مهم نه وی چی وکولای شی د امام مقام او عظمت د خلګو په وړاندی مات کړی. بناپردی یو ناسته یی رامنځته کړه او د ښار لوی کسان او کارکوونکې سره راټول کړ، وروسته د امام رضا علیه السلام څخه هم وغوښت چی ناسته کې ګډون وکړی، هغه وخت چی امام ناستې ته راغلل، حمید مهران امام ته مخه کړه او په بی ادبی او جسارت سره وویل: خلګ هر وخت ستاسو څخه تمجید او ستاینه کوی او ډیر عجیب نسبتونه وتاته ورکوی چی تاسو خپله یی هم نه قبلوی؛ مثلآ وایی چی باران ستاسو په دعا سره اوری، باران هر کال اوری، خو خلګ د باران اوریدنه ستاسو معجزاتو څخه بولی او فکر کوی چی تاسو په نړۍ کوم بیل او نمونه نه لری، په داسی حال کې چی مامون امیرالمومنین دی چی مثل نه لری؛ خو بیا هم تاسو ته دومره احترام کیږی.
امام په ادب او آرامتیا سره و حمید مهران ته ځواب ورکړ: زه خلګ نه منع کوم چی هغه نعمتونه چی خدای ماته راکړی دی، ووایی. که څه هم زه په دی نعمتونو سره فخر فروشی نه کوم؛ خو دا چی مامون ماته احترام کوی، همغه و حضرت یوسف ته د مصر پادشاه احترام په شان دی او د هغه دوو حال هم روشانه دی.
حمید مهران په غصه شو او وویل: ای د موسی بن جعفر زویه، تاسو خپل حد څخه تیریږی او بی ځایه خبری کوی، د هغه باران اوریدنه چی مقدار او وخت یی ټاکل شوی دی ځانته نسبت ورکوی او ورباندی فخر کوی؟ ګویا د ابراهیم خلیل الله معجزه دی راوړی دی چی الوتونکې ژوندی کول. که رښتیا خبره کوی نو دا دوه شیر چی پرده پرمخ دی راژوندی کړه چی ما ته زیان ورسوی، خو دعا کول او باران راتلل خو معجزه نه حسابیږی.
حضرت په غصه شو. د امام غصب په حقیقت کې د خدای تعالی غصب دی. هغه حضرت په لوړ غږ سره هغه دوه شیر ته امر وکړ چی دا تبه کار فاجر وخوری او زیان ورته ورسوی. ناببره د هغه دوه شیرو نقشه پرده پرمخ ژوند ونیول، راغلل او هغه ملعون یی وخوړل. وروسته شیر بیرته پرده پرمخ نقش باندی بدل شو.
مامون چی ددی صحنه څخه سخت ویریدلی وو، وویل: الحمدالله چی خدای تعالی موږ د حمید مهران د شر څخه وساتل. وروسته وویل: یابن رسول الله، خلافت ستاسو او ستاسو جدت رسول الله دی او وروسته د هغه، تاسو یی حق لری، که غواړی زه همدا اوس خلافت تاسو پریږدم. حضرت وویل: ما که خلافت غوښتله، تاته می وخت نه ورکول، خو خدای تعالی ماته امر کړی چی تا خپل حال ته پریږدم. ( عیون الاخبار الرضا، ۲ ج، ۱۷۲ ص)
 
جمعه ۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود: 167813 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *