دخپریدو نیټه :شنبه ۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 167852
څلور اړخیزه ناسته؛ هغه جنګ او سوله چی هغوی غواړی

 
د افغانستان، عربستان، امریکا او امارات په څلور اړخیزه ناسته کې، د طالبانو سره د مستقیم مذاکری او سولې په اړه خبری وشول.
د ولسمشر غنی ملی امنیت مشاور دفتر وایی چی په دی ناسته کې یو مشترک عمل برنامه هم ددی څلورو هیوادونو ترمنځ نهایی شو او قرار دی چی دا برنامه ددی هیوادونو مشرانو له لوری تایید وروسته عملی شی.
قادرشاه؛ د ولسمشر غنی ملی امنیت مشارو دفتر ویاند وویل: په دی ناسته کې د تروریزم سره مبارزه، د سولې خبرو اترو څخه ملاتړ او سیمه ایز همکاری باندی ټینګار وشو او د عمل برنامه د ډیرو بحثونو وروسته تایید شو چی ددی هیواد مشرانو د تایید وروسته عملی کیږی.
په دی ناسته کې د د افغانستان سولې او اوربند په اړه هم خبری وشول.
په دی ناسته کې توافق شوی چی سعودی عربستان او امارات پر پاکستان باندی د افغانستان سولې پروسی سره مرستې په مقصد سیاسی، مذهبی او اقتصادی فشارونه واردوی.
ټول جزئیات چی ددی ناستې څخه پوهیږو، همدا ټوله کلیات دی چی لوړ ورته اشاره وشول. ددی ترڅنګ چی پوهیږو چی ددی ناستې یو نتیجه، افغانستان د عربی متحده اماراتو نظامیانو اعزام دی؛ هغه نظامیان چی ددی مخکې هم په افغانستان کې حضور درلود.
په دی حساب، د کارپوهانو په باور، په دی منځ کې، داسی نکته شتون لری چی د افغانستان خلګو او رسنیو څخه په شکاره توګه پټ او پنهان کیږی.
هغه موضوع چی دا ناسته د ناظرانو د اندیښنی لامل کیږی، په دی ناستو کې د درو ګډون کوونکو هیوادونو قصدآ منفی نقش د افغانستان په تیر او اوسنۍ وضعیت کی دی.
امریکا د شوروی د اشغال او برید راهیسی، په افغانستان کې خپل پوځی اډی منځټه راوړی او هر وخت هڅه کړی چی زموږ هیواد د رقیب او متخاصم قدرتونو سره نیابتی جنګ ډګر باندی بدل کړی.
واشنګتن حتی د طالبانو په وخت کې هم لکه څنګه چی شکاره کیږی، افغانستان خپل حال باندی نه پریښی؛ بلکه هر وخت د طالبانو رژیم، پاکستان، اعراب او امریکا ترمنځ مستحکم او پراخ اړیکی د پردی ترشا شتون درلود او همغه اړیکې هم په افغانستان کې د امریکا په رهبری خارجی ځواکونو د استقرار او نظامی حضور لامل وګرځید.
سعودی عربستان او عربی متحده امارات هم د پاکستان ترڅنګ، یواځنی هیوادونه وو چی رسمآ د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژندل او په دی توګه، د هغه ډلې څخه ټول مالی او تسلیحاتی او ایدئولوژیک ملاتړ وکړ.
هغوی په دی برخه کې هیڅ هڅې څخه شاته نه لاړ او د ټولو وسیلو څخه لکه فرقه ګرایی، تکفیری ګری، تروریزم او قومی او مذهبی جنګونو رامنځته کولو باندی لاس پوری کړ.
په دی حساب سره، جاری څلور اړخیزه ناستې، مخکې له دی چی په افغانستان کې د آرامتیا او ثبات او سولې لامل وګرځی، اندیښنه منځته راوړونکې او خطرناک دی؛ ځکه دا همغه محور دی چی مخکې له دی په په افغانستان کې د تروریستانو جنګی ماشین په حیث نقش ترسره کړی او اوس غواړی چی سوله ایز شکل ځانته واخلی او نور سناریو ترسره کړی.
بناپردی، د څیړونکو په باور، هغه سوله او جنګ چی هغوی غواړی، هغه څه نه دی چی د افغانستان او افغانستان خلګو په ګټه وی. دا هغه تجربه دی چی په تیرو کې تکرار شوی او اوس هم جاری شرایطو ته په کتو سره ددی محور اتحاد له امله د ځینو هیوادونو لکه سوریه، یمن، بحرین، لیبی او... په وړاندی په شکاره شکاری.
 
https://avapress.com/vdcenf8zwjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته