کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عمران خان بریالیتوب، افغانستان جنګ لوری ته بدلون ورکوی؟

7 اسد 1397 ساعت 9:51



 
عمران خان؛ پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ددی هیواد په ټاکنو کې بریالیتوب اعلان سره وایی چی د افغانستان او امریکا هیوادونو سره اړیکو ښه کیدو په برخه کې به هڅه وکړی.
هغه چی د پاکستان په ټاکنو کې، ددی هیواد ملی مجلس ۱۱۸ کرسی لاسته راوړي، ویلی دی چی که په افغانستان کې سوله برقراره شی، په پاکستان کې هم سوله راځی.
د هغه په وینا، حکومت به یی خپل ټوله هڅه وکړی چی افغانستان کې سوله او ثبات راشی.
دا په داسی حال کې دی چی د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان په مشری، ددی هیواد ملی مجلس ۲۷۲ کرسیو څخه ۱۱۸ کرسی لاسته راوړی دی.
پاکستان مسلم لیګ ګند د شهباز شریف په مشری، ۶۳ کرسی لاسته راوړی دی. دا ګوند نوازشریف؛ پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیر پوری اړه لری.
هغه څه چی اوس شتون لری دادی چی افغانستان ډیری هیلی ددی پاکستانی کریکت سیاستمدار بریالیتوب څخه لری.
کابل هیله مند دی چی پاکستان لومړۍ وزیر، افغانستان کې د جنګ لاری ته بدلون ورکوی او دواړه هیوادونه د تروریزم سره مبارزه، سوله او دوه اړخیزه همکاری به تجربه کړی.
د عمران خان مواضع هم د سیاسی لحاظه، دا هیله رامنځته کوی.
هغه په شکاره توګه په افغانستان کې د سولې استقرار څخه ملاتړ وکړ او بالخصوص پردا نکته باندی ټینګار وکړ چی په افغانستان کې سوله، پاکستان کې د سولې رامنځته کیدو لامل کیږی.
البته د پاکستان راتلونکې لومړۍ وزیر، د هند؛ پاکستان رقیب او تاریخی دشمن سره د مشکلاتو کمولو باندی هم ټینګار کړی او ویلی دی چی هغه غواړی دواړه هیوادونه، په سوله او آرامتیا کې د یو بل ترڅنګ ژوند وکړی.
عمران خان ایران ته هم د پاکستان یو بل ګاونډی په حیث مثبت نظر ورکړ او وویل چی هڅه به وکړی چی پاکستان ددی ګاونډی سره اړیکی ته پراختیا ورکړی.
دا ټوله کولای شی چی اسلام آباد سرانو سیاست کې بدلون کابل ته په حساب راشی.
کابل پوهیږی چی د اسلام آباد ملاتړ او همراشی نه بغیر، په افغانستان کې د جنګ پای ته رسولو او سولې استقرار لپاره هرډول هڅه به ماته وخوری.
خو د یاده ونه باسو چی په افغانستان کې د جنګ لاری بدلون د عمران خان په بریالیتوب سره، تراوسه یو هیله ده. عمران خان تازه د ټاکنو کارونو څخه خلاص شوی او تراوسه مشخص نه دی چی آیا هغه په رښتیا سره هغه ټوله څه چی د ټاکنو کمپاین کې مطرح کړی وو به عملی کړی که نه.
دوهم نکته دادی چی عمران خان او پاکستان انصاف تحریک ګوند، د یو مستقل دولت تشکیل لپاره لازم کرسی لاسته نه دی راوړی. هغه مجبور دی چی د دولت جوړولو لپاره، د یو بل ګوند سره ائتلاف وکړی. بناپردی، هغه به په ټولو تصمیمونو کې مستقل نه وی.
دریم مهم موضوع داده چی د پاکستان جاسوسی دتسګاه او ځواک سیوری افغانستان سولې او جنګ او سیمه ایز مسایلو په وړاندی پاکستانو مواضعو او امنیتی سیاستونو باندی خپاره دی او د قضا څخه عمران خان هم د ځواک ضمنی ملاتړ سره په قدرت رسیدلی دی.
دا مسایلو ته په کتو سره، دا به ډیره سخته وی چی د هغه بریالیتوب د افغانستان جنګ لوری ته بدولن ورکړی. حتی که کوم بدلون هم په لاره وی، ډیر وخت ته اړتیا لری؛ هغه څه چی کابل د طالبانو سره سولې لپاره د پارلمانی ټاکنو په لړ کې او ریاست جمهوری مهم ټاکنو څو میاشتو پاته کیدو په لړ کې لری، مایوس کوونکې په نظر رسیږی.
سربیره پردی، کابل د همدی اوس څخه کولای شی یو ځل بیا خپل شریکانو سره د جنګ او سولې په برخه کې بالخصوص امرکیا چی د طالبانو سره د جنګ اصلی لوری په حساب راځی او پاکستان سره خرابی اړیکی لری، د پاکستان تازه لوبی قواعدو په اړه به فکر وکړی؛ هغه پاکستان چی پّ راس کې یو عوامګرا او سیستم څخه دباندی سیاستمدار قرار ولری چی امریکا څخه په شکاره نیوکه کوی، په افغانستان کې د هغه هیواد نظامی حضور پاکستان لپاره مضر بولی، ترامپ پاکستانی ضد استراتژی باندی برید کړی؛ خو په عینی حال کې، غواړی په افغانستان کې سوله بر قراره شی.
 


د مطلب کود: 167910

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/167910/د-عمران-خان-بریالیتوب-افغانستان-جنګ-لوری-ته-بدلون-ورکوی

آوا
  https://www.avapress.com