دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۱
د مطلب کود : 167986
افغانستان، طالبان او امریکایی سوله او جنګ

 
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، د طالبانو نمایندګانو سره امریکایی چارواکو پټ او مستقیم خبری اتری په اړه ریپورټونه تایید کړه.
ښاغلی عبدالله تیره ورځ د اسد په ۷ نیټه د ( صدای منبر بر ضد فساد اداری ) په ناسته کې په کابل کې وویل چی ځینی هیوادونه د طالبانو سره اړیکه نیولی دی.
هغه ټینګار وکړ چی دا هیوادونه د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ سولې مذاکراتو زمینه سازی لپاره د طالبانو سره اړیکه نیولی دی.
اجرایی رییس، دا اړیکې چی څو ځلی تکرار شوی دی او راتلونکې کې به هم تکرار شی، د افغانستان سولې پروسی لپاره هیله منځته راوړونکې بللی.
هغه، د سولې مذاکرات او افغانستان خلګو برخلیک په وړاندی تصمیم اخیستل خپله د خلګو حق وبلل او وویل چی هیڅ ډله او یا هیواد په دی اړه د تصمیم نیولو حق نه لری او ددی اقدام ادعا هم تر اوسه نه دی شوی.
په دی منځ کې، د کارپوهانو په باور، هغه څه چی ارزښت لری، د طالبانو او امریکا نمایندګانو ترمنځ مستقیم مذاکراتو تایید خبره د افغانستان دولت رسمی نمایندګانو له لوری دی.
دا پیښه مخکې له دی، د طالبانو چارواکو صریح غوښتنو سربیره، ډیر ځلی د واشنګتن له لوری رد کیدله او د امریکایی دیپلماتانو استدالال اساس هم داوو چی دا د افغانستان دولت دی چی کولای شی ددی هیواد سولې او جنګ برخلیک په اړه تصمیم ونیسی او امریکا به د افغانستان خلګو لپاره تصمیم ونه نیسی.
د قطر پټ مذاکرات د امریکایانو دا دروغ ادعا شکاره کړ او ثابت کړ چی هغه څه چی د افغانستان سولې په برخه کې جریان لری، په اساس کې یو امریکایی مطالبه دی او دا امریکا دی چی نه دی توانیدلی د طالبانو سره جنګ څخه بریالی شی او تروریزم سره په ښه توګه مبارزه وکړی.
بناپردی، مجبور شو د طالبانو سره سولې او سازش ته غاړه کیږدی.
د طالبانو سره د امریکا نمایندګانو پټ مذاکرات په داسی حال کې صورت نیسی چی په همدی وخت کې نیویارک تایمز امریکایی ورځپاڼه د امریکا څو دولتی چارواکو د خبرو څخه ادعا کړی چی امریکا د افغانستان امنیتی ځواکونو څخه غوښتي ترڅو د لیری پرتو او کم جمعیته سیمو څخه شاته لاړ شی او هغوی تمرکز هم یواځی څو مهم ښارونو امنیت ساتلو ته وی.
په همدی وخت کې د افغانستان دفاع وزارت هم اعلان کړی دی چی ځواکونه، د لیری پرتو سیمو او کم جمعیته سیمو څخه شاته تګ شروع کړی دی.
په دی حساب سره، د امریکا او طالبانو غیری شفاف او پټ مذاکراتو شروع او هغه څه چی په افغانستان کې جریان لری، یو سل په سله امریکایی سوله او جنګ دی چی افغانستان خلګو او دولت سهم پکښی په سمبولیک توګه هم نه رعایت کیږی.
هغه لوری امریکا او طالبان په مستقیم توګه د افغانستان سولې په اړه خبری کوی او دا لوری، د ترامپ دولت افغانستان امنیتی قوماندی ته امر کوی چی یواځی مهمو ښارونو امنیت وساتی او کلیو او ولسوالیو څخه شاته تګ وکړی.
په دی منځ کې، روشانه نه دی چی د عبدالله عبدالله په شان څېری د کوم څه په اساس ادعا کوی چی سولې مذاکرات او تصمیم نیونه د افغانستان خلګو برخلیک په وړاندی، د خلګو انحصاری حق دی او هیڅ ډله او هیواد په دی اړه تصمیم نیولو حق نه لری او ددی اقدام ادعا هم نه دی کړی؟
په دی حساب، د سولې او جنګ په دی پروسه کې، که هرڅه رامنځته شی، یواځی به د امریکا لوړمدته او مقطعی راهبردی او مقاصدو او ګټو تامینوونکې وی؛ حتی که دا کار، د افغانستان ګټو او امنیت او ملی حاکمیت او برخلیک ټاکو حق د لمنځته تللو سبب هم شی.
 
 
https://avapress.com/vdcc4mqse2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته