دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 168213
افغانستان امنیت؛ امنیتی ځواکونو کمزورتیا او که مخالفانو پیاوړتیا؟

 
جان سپکو؛ امریکا خاص څیړونکې د افغانستان بیا جوړونې لپاره خپل نوی ریپورت کې د افغانستان امنیتی ځواکونو ناکامی څخه د خپل قلمرو پراختیا کې خبر ورکوی.
جان سپکو ویلی دی: افغانستان امنیتی ځواکونه د خپل قلمرو پراختیا کې ناکام پاته دی. د کابل حکومت مقصد تر راتلونکې کال پای پوری، د داسی قلمرو درلودل دی چی ۸۰ سلنه ټولنه او جمعیت پکې ژوند وکړی. دولتی ځواکونه اوس د طالبانو د نور نفوذ او قلمرو پراختیا مخه نیولو په حال کې دی؛ خو خبل اداری لاندی سیمی پراختیا کې مشکل لری.
په همدی حال کې، د داخله وزارت ویاند دا ګزارش او ریپورت رد کړي او دفاع وزارت رسنیو دفتر سرپرست هم د مخالفانو ټکولو او نظامیانو تلفاتو کمولو لپاره برنامو څخه خبر ورکړی.
دا ریپورت په داسی حال کې خپور شوی چی د ترامپ تازه استراتژی خبره چی امنیتی ځواکونو دی د کم جمعیته سیمو څخه شاته تګ وکړی، تود دی.
د سیګار ریپورت د کارپوهانو په باور، هم صحیح دی او هم صحیح نه دی. صحیح دی له دی اړخه چی امنیتی ځواکونه اوس په تدافعی حالت کې دی او حتی په دی برخه کې هم لږ مشکل لری.
دا یو شکاره ضعف دی او نظامی نظره، د دشمن په وړاندی د ځواکونړ کمزوری بلل کیږی.
په دی حال سره، دا همغه څه دی چی د امنیتی ځواکونو په وړاندی تدارک شوی او دا ځواکونه په هغومره اندازه قادر دی چی عمل ترسره کړی چی هغوی ته امکانات او زده کړی او تجهیزات ورکړل شوی دی.
بناپردی، د امنیتی ځواکونو کمزوری تګلاره کې، دا خپله ځواکونه نه دی چی مقصر دی، اصلی تقصیر او ګناه د هغه کسانو دی چی دا ځواکونو مالی تامین، انسانی تامین، لجستیکی تامین او مدیریت کوی.
یعنی په لمړۍ قدم کې امریکا دولت او ناتو ځواکونه او په دوهم قدم کې دولت او امنیتی چارواکې او قوماندانان دی چی د هیواد مسلح ځواکونو قوت او ضعف په وړاندی مسؤول دی.
ددی ترحنګ داچی همدا مراجع په ضمنی توګه د د دشمنانو د قدرت نیولو په وړاندی مسؤولیت او باید ځواب ګویه وی.
په دی کې کوم شک نشته چی د درانده تلفاتو، غیری حرفه ای تګلاره، د دندی څخه تیښته او... هم د امنیتی ځواکونو تګلاری باندی د دشمن په وړاندی اغیزه کوی؛ خو دا ټوله د امنیتی ځواکونو کمزوری اصلی عوامل نه دی. ددی ځواکونو کافی تقویت او تجهیز نه شتون، د هغوی مالی سرچینو میل او حیف او فساد، د یو امنیتی مجهز ځواکونو رامنځته کونه د دولت خارجی ملاتړ کوونکو څخه، د ښه قوماندی نه درلودنه او افغانستان ثبات او امنیت په وړاندی لوړ سطحو کې مشکلات او تروریزم سره جنګ دی.
دا هغه څه دی چی امنیتی ځواکونه د جنګ په ډګر کې، لګښت یی ورکوی او دا په داسی حال کې دی چی اوبه د همغی سرچینی څخه خاورین دی.
امنیتی ځواکونه تراوسه په ډیره برخه کې خپل شجاعت او جنګ آوری او وطندوستی شکاره کړی دی.
هغوی ثابت کړی دی چی تر خپل ژوند پوری، ددی خاوری څخه دفاع کوی او حتی په بدو شرایطو کې هم د تروریستی دشمن سره مبارزه کوی.
خو دا یواځی کافی نه دی. هغوی د خارجی قدرت له لوری خیانتکارانه او دوه ګونی رفتار او نه بخشیدونکې مدیریت څخه بده ګټه اخیستنه، ددی ځواکونو مالی سرچینو ستمکارانه فساد، تروریستانو او تروریستانو ضد پردی ترشا تراضی او تبانی او... سره مخ دی او دا همغه څه دی چی ددی ځواکونو تګلاره او عملکرد باندی اغیزه ایښی دی.
دا یو پوښتنه ده چی ولی طالبان د امنیتی ځواکونو جدی دشمن په حیث، ښه تګلاره لری؟
هغوی مالی سرچینی، انسانی سرچینی، جنګی تجهیزات او منسجم قومانده او زده کړی د کوم ځایه کوی؟
ددی پوښتنې ځواب به ټولو څیزونو ته توضیح ورکړی.
امنیتی ځوړاکونو د امریکا له لوری امر شوی چی اطراف او لیری پرتې سیمی طالبانو ته پریږدی او ښارونو او مرکزونو ته توجه وکړی، د هغه لوری ډیر ځلی ریپورت ورکړل شوی دی چی طالبانو او داعش ته د هلیکوپترونو له لوری جنګی تجهیزات استول کیږی.
فساد، خیالی سرتیری، مدیریت څخه ناسمه ګټه اخیستنه، د تروریزم سره جنګ لپاره اراده نه شتون، د یو اړخیز سولې درانده لګښتونه او... هم د نورو څیزونو څخه دی چی امنیتی ځواکونو کمزورتیا او دشمن پیاوړۍ کیدو لامل شوی دی.
 
 
https://avapress.com/vdcgq79qwak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته