دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 168269
داعش په جوزجان کې؛ دوه ادعاوی او څو پوښتنې

 
امنیتی چارواکی په جوزجان کې وایی چی په سلهاوو تنه د داعش تروریستی ډلې غړۍ دا ځواکونو ته تسلیم شوی دی.
خو طالبان په دی اړه وایی چی داعش ځواکونه ددی ډلې د هر اړخیزی نظامی بریدونو په ترڅ کې، مجبور شوي چی دولتی ځواکونو ته تسلیم شی او هلیکوپتر سره وژغورل شو.
د طالبانو ادعا په اساس د هغه ډلې څو ورځنې عملیاتو په ترڅ کې، د درزاب ولسوالی ټوله سیمې د سردره په شتون د داعشیانو څخه پاک شوي او په ترڅ کې، ۱۵۳ تنه داعشیان وژل شوی، ۱۰۰ نور ټپیان شوی او ۱۳۴ تنه یی هم ژوندی نیول شوی دی.
دا ډله ویلی دی چی د طالبانو د هر اړخیزه عملیات وروسته، حبیب الرحمن رهبر؛ داعش عمومی مسؤول په جوزجان کې، مفتی نعمت او ملا صبغت الله؛ د هغه ډلې مالی او اړیکو مسؤول د خپلو ۱۵۲ تنو سره دولتی ځواکونو سره یوځای شوی او د طالبانو ضرباتو څخه د الوتکو په واسطه وژغورل شو.
په دی منځ کې کارپوهان وایی چی د جوزجان پیښی حقیقت او داعش تروریستی ډلې برخلیک په دی سیمه کې ددی دوو ادعاوو په منځ کې ورک شوي او تراوسه څوک نه پوهیږی چی حقیقت کې څه رامنځته شوی دی.
په دی توګه، ناظران وایی چی حد اقل هغه څه چی شتون لری دادی چی داعش تروریستانو او داخلی امنیتی ځواکونو او خارجی ځواکونو ترمنځ، هیڅ جنګ په درزاب او قوش تپه کې نه رامنځته شوی او په اساس یی، وکولای شو د داعش تروریستی ډلې ځواکونو تسلیمیدو ادعا باندی باور وکړو.
په جنګی شرایطو کې، تسلیمیدنه په داسی وضعیت کې معنی پیدا کوی چی د جنګ یو لوری ونه کولای چی جنګ ته ادامه ورکړی او تصمیم ونیسی چی ځان تسلیم کړی. دا په داسی حال کې دی چی حقیقی جنګ د طالبانو او داعش ترمنځ په جریان کې وو، نه دولتی ځواکونو او خارجی نظامیانو سره. بناپردی، داعش ځواکونه باید طالبانو ته تسلیم شوی وای نه دولتی ځواکونو ته.
په دی حساب سره، دا پوښتنه په جدی توګه مطرح کیږی چی آیا په حقیقت کې داعش دولت ته تسلیم شوی یا پناه وړلي او طالبانو په تعبیر سره ژغورل شوی؟
بل مهم پوښتنه داده چی دولتی ځواکونه په داسی شرایطو کې چی هیڅ جنګ د داعش تروریستانو او هغوی ترمنځ جریان نه دی درلودلی، څنګه هلیکوپترونو سره د داعش په شان خوفناکه ډلې نفوذ لاندی سیمو ته نفوذ پیدا کړی او په پوره باور سره، د هغه ډلې جنګیدونکې او مشران په داسی حال کې چی حتی لاسونه یی هم نه وو تړل شوي، د خطر سیمې څخه ولیږدوی؟
بل مساله، د ځینو سیمه ایزو سرچینو له لوری د طالبانو ادعا ضمنی تایید دی. د مثال په توګه، حلیمه صدف؛ د جوزجان ولایتی شورا غړۍ افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته ویلي چی داعش ډلې خارجی تروریستان د ناپیژانده هلیکوپترونو په واسطه د سیمې څخه ایستل شوی او امن سیمو ته لیږل شوی وو.
آیا کوم نشانه شتون لری چی ددی ادعا کذب ثابت کړی؟ د مثال په توګه، د ۲۰۰ څخه ډیر داعش تروریستانو ترمنځ چی ویل کیږی دولت سره یوځای شوی دی څو تنه یی خارجی دی؟
د داعش په تروریستانو کې د خارجی اوسیدونکو حضور څخه انکار، هغه څه نه دی چی حقیقت ته بدلون ورکړی؛ ځکه دا یو حقیقت دی چی فرانسه او نورو غربی او عربی او پاکستانی او چچنی او ازبک او تاجیک اوسیدونکې د داعش په غړو کې دی.
دا پوښتنې ته په کتو سره، وضعیت ډیر پیچلی څرګندیږی.
کارپوهان وایی چی دولت په دی برخه کې شته ابهاماتو ته ځواب ورکړی او په عینی حال کې، دا هم باید روشانه شی چی داعش تروریستان چی اوس د دولتی ځواکونو په اختیار کې دی، کوم برخلیک به ولری.
هغوی جانی او بالفطره تروریستان دی چی د خارجی قدرت پ ملاتړ او تحریک سره د ملی امنیت او حاکمیت او ارضی تمامیت په وړاندی مسلحانه اقدام کړی او همزمان، سخت درانده جرمونه هم د هغه سیمو مظلوم اوسیدونکو په وړاندی ترسره کړی دی؛ بناپردی، باید په سختی او علنی توګه مجازات شی؛ نه داچی د تسلیمی په نامه آزاد شی ترڅو بله ورځ، په بله سیمه کې، ځان لپاره امن سیمی رامنځته کړی او خپل تروریستی تحرکاتو ته ادامه ورکړی.
دولت باید شکاره کړی چی د نظام الدین قیصاری او هغه هملارو سره رفتار او چلند ته په کتو سره چی د تروریستی ضد قوماندی په حیث ترسره کړه، دا ځل د تروریستانو سره څه کوی.
 
 
https://avapress.com/vdch-6nzw23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته