کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکیه تحریم؛ ترامپ خپل متحدانو باندی هم رحم نه کوی

14 اسد 1397 ساعت 11:19



 
د امریکا اقتصاد وزارت د ترکیه دولت دوه وزیرانو د تحریم څخه خبر ورکړی دی.
عبدالحمید ګل؛ د عدلیه وزیر او سلیمان سویلو؛ د ترکیه داخله وزیر د امریکایی کشیش د نیولو نقش له امله تحریم شوی دی.
استیو منوچین؛ د امریکا اقتصاد وزیر په دی اړه وویل: د کشیش برانسون غیری عادلانه نیول کیدنه او قضایی تعقیب د ترکیه چارواکو له لوری د منلو وړنه دی.
اندرو برانسون؛ امریکایی کشیش، د دوو کالو راهیسی د فتح الله ګولن پلویانو سره مرستې او همدارنګه کردستان کارګرانو ګوند(پ ک ک) سره مرستې په تور بندی وو او په تازګی سره د بندیخانی څخه په آزادیدو کورنۍ حصر کې قرار ونیول.
امریکایی چارواکې، هغه جملی څخه دونالد ترامپ او مایک پنس، هغه معاون، اخیرو ورځو کې د امریکایی کشیش په اړوند خبرداری ورکړ او وویل چی د هغه ادامه به بد پایله ولری.
د ترکیه چارواکو په مقابل کې، هغه جملی څخهه مولود چاووش اوغلو وویل چی امریکا موضع په دی اړه د منلو وړنه دی او ټینګار کړي چی امریکایی تحریمونه به بی ځوابه پاته نه شی.
اوس د دواړو هیوادونو ترمنځ یو رسمی تجاری جنګ شروع شوی دی. دا په داسی حال کې دی چی دواړه هیوادونه، ناتو نظامی پیمان غړۍ دی او همدارنګه ددی سازمان غړو ترمنځ دا چالش او مشکلات بی ساری او بی سابقی دی.
ترکان شاید دا تصور نه کوی چی امریکا ناتو کې خپل نظامی متحد سره، د تحریم او ګواښ په ژبه خری وکړی؛ خو دا پیښه اوس رامنځته شوی ده.
دا په داسی حال کی دی چی ددواړو هیوادونو د اختلافاتو لمن، ورځ په ورځ پراخیږی.
ترکیه مخکې له دی، سوریه کرد جنګیدونکو سره امریکا زده کړیز او نظامی مرستو په نسبت، اعتراض درلود؛ ځکه هغه یو تروریستی ډله بولی چی د پ ک ک سره یوځای دی، اخیرو کې همدارنګه اعلان کړ چی د امریکا ایرانی ضد تحریمونو سره یوځای نه شی.
ترکان خپل تیلو او ګازو لوی برخه د سیمه ایز هیوادونو لکه ایران څخه تامین کوی او په همدی دلیل، د ترامپ ایرانی ضد تحریمونو اجرایی کیدلو په صورت کې، په شدت سره په تنګنا کې به قرار ونیسی.
البته مخکې له دی هم دواړه هیوادونه، سخت اختلافات د بشر حقوقو او فلسطین وضعیت او اسراییل رژیم جنایتونو په وړاندی درلودل.
په دی حساب سره، سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی ترکیه او امریکا ترمنځ اوسنۍ جنګ د وړاندوینې وړ وو او دا جنګ کولای شی د ناتو په سازمان کې د یو لوی سوری رامنځته کیدو سبب شی؛ بالخصوص داچی ترامپ خپل نورو اروپایی متحدانو سره هم بی ساری تجاری جنګ شروع کړی دی او سربیره پردی، هغه ددی لپاره چی ناتو نور غړۍ هیوادونه د امریکا همسنګ مالی تعهدات پّ غاړه نه اخلی، شکایت لری او په وړاندی یی اعتراض کوی.
ددی انتظار شته چی د ترامپ او ترکیه ترمنځ رامنځته شوی سایسی مشکلات او تجاری جنګ او همدارنګه د امریکا او اروپا اتحادیه نورو هیوادونو سره، که څه هم د امریکا لپاره لنډ مدته مالی او اقتصادی ګټې به ولری؛ خو په لوړ مدت کې به د امریکا اعتبار او قیومیت د هغه راهبردی شریکانو لپاره به خدشه داره شی او واشنګتن په بی ساری انزوا کې قرار ونیسی.
د ترامپ لپاره چی یو تجارت پیشه دی، شاید دا سیاسی پایلی به کوم ارزښت ونه لری؛ خو بیله شکه، د امریکا اصلی استراتژیستان ددی څخه چی هیواد یی د اقتدار اوج څخه پاته کیږی او ژور انزوا کې قرار نیسی، خوشحال به نه شی.
د ترکیه په اړه، دا ګمان نه شته چی د واشنګتن او آنکارا ترمنځ رامنځته شوی اختلافات، د غربی هیوادونو له لوری ژور او جدی حساسیتونه رامنځته کړی؛ خو د ترامپ تحریمونه او ګواښونه او خبرداری حتی د امریکا سنتی شریکانو په وړاندی هغه څه نه دی چی په آسانی سره نادیده نیول شی؛ بیله دی چی بین المللی برخه کې امریکا اقتدار ته صدمه ورسوی.
 


د مطلب کود: 168370

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/168370/ترکیه-تحریم-ترامپ-خپل-متحدانو-باندی-هم-رحم-نه-کوی

آوا
  https://www.avapress.com