دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 168539
آیا امریکایی خاصو ځواکونو راتلنه و فراه ته امنیت بیرته ګرځوی؟

د دفاع وزارت تایید کړی چی د امریکایی خاصو ځواکونو لومړۍ ټیم، په فراه کې ځای پرځآی شوی دی او قرار دی چی د تروریزم سره مبارزی په برخه کې د ملی ځواکونو سره مرسته وکړی او زده کړې ورکړی.
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند وویل چی دا ځواکونه، د ناتو تر ماموریت لاندی د طالبانو په وړاندی نظامی عملیات ترڅنګ، د مشوره او زده کړی ورکونې ماموریت به مخته یوسی.
جنرال رادمنش زیاته کړه: دوی یواځی به فراه کې زموږ دفاعی ځواکونو ته زده کړی ورکوی او قول اردو ۲۰۷ دوهم لوا ته نوی تجهیزات وویشله.
د هغه په وینا، دا امریکایی ځواکونه، همدارنګه افغان ځواکونه د تردد او مخالفینونو فعالیتونو مخه نیولو لپاره مشورت ورکوی.
جنرال رادمنش وویل چی دا ځواکونه به د جنګ ډګر کې ګډون ونه کړی؛ خو د جنګ په وخت کې به د مشاور نقش ولری.
دا پیښه په داسی شرایطو کې رامنځته کیږی چی فراه په افغانستان کې ناامنه وضعیت لری. دا ولایت تر یو څو ساعته پوری حتی د سقوط تر مرزه هم مخته تللی او د کلونو په لړ کې خپل ترټولو بد وضعیت سره مخ دی.
ناآرامی په فراه کې ددی سبب شوی چی ایتالیایی خاص نظامیان په فراه کې مستقر شی؛ خو دا استقرار، حتی ونه توانیدل چی امنیتی ځواکونو سخت تلفاتو او دولتی مراکزو څو ساعته سقوط مخه ونیسی.
که څه هم په دی اواخرو کې، په فراه کې د طالبانو دننۍ نښتې، د دولتی امنیتی ځواکونو په وړاندی هغوی عملیاتی قدرت لږ کړي؛ خو د ترور، ناامنی او بحران لمن همداراز په دی ولایت کې امنیت خراب کړي دی.
دولت مخکې له دی د سیمه ایز ارشد چارواکو په بدلولو سره هڅه وکړی چی وضعیت مدیریت کړی؛ خو ظاهرآ دا هڅې هم کومه نتیجه ورنه کړه.
په تازه پیښو کې، د فراه مرکزی احصائیه اداری رییس په دی ولایت کې ترور شو.
په دی حساب سره، آیا امریکایی خاص ځواکونه د فراه په ولایت کې په استقرار سره په دی ولایت کې یا هم په نورو ولایتونو کې چی ناامنه دی، هیڅ وخت د امنیت او ثبات په ګټه نه دی تمام شوي.
دا کار، د پوهانو په باور څو عمده دلیلونه لری. لومړۍ داچی خارجی نظامیان، اصولآ د تروریستانو سرکوب او مبارزه لپاره ناامنو سیمو ته نه ځی. لکه څنګه چی ویل شوی دی، هغوی ماموریت مشورت او زده کړه ورکوونې دی او هغوی امنیتی ځواکونو جنګی عملیات کې ګډون نه کوی.
بناپردی، په دی صورت کې، د افغانستان په ناامنه ولایتونو کې د نړۍ تر ټولو زده کړه ورکړل شوی او پرمختللی ځواک نه شی کولای چی د تروریستانو مخه ونیسی او امنیت او آرامتیا دا سیمو ته بیرته وګرځوی..
دوهم دلیل دادی چی تروریستان د هغوی حضور په بهانه تروریستی اعمال سرته رسوی، خپل جنګیدونکو ترمنځ د انګیزی رامنځته کولو لپاره ګټه پورته کوی او په دی توګه، په ناامنه سیمو کې د خارجی ځواکونو په استقرار سره، ددی پرځای چی امنیتی وضعیت ښه شی، نور هم بدتره کیږی.
دریم دلیل هم دادی چی افغانستان امنیتی بحران، هیڅ وخت خارجی حل لاره نه دی درلودلی. دا قاعده به هم هغه وخت چی خارجی ځواکونه مستقیمآ په جنګونو کې ګډون وکړی، بدلون ونه کړی.
په هر صورت، د فراه او هیواد نورو ناامنو ولایتونو امنیت، ملی راهبردی او داخلی توان او ظرفیتونو باندی تمرکز او تکیه ته اړتیا لری او ترڅنګ یی، مرکزی دولت اراده، صداقت او حقیقی تعهد د ناامنی په مهار، تروریزم ټکولو او بحران مدیریت لپاراه شکاره ککړی او خارجی ځواک قدرت یو اړخیزه اتکا څخه ډډه وکړی.
 
https://avapress.com/vdchx6nzw23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته