دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 168540
د امریکا ایرانی ضد تحریمونه او اروپا سخت موقعیت

 
اروپا اتحادیه د ایران په وړاندی  د امریکا تحریمونو بیرته شروع کیدو څخه نارضایی ښودلي او ویلی دی چی دا اتحادیه او هسته ای تړون امضا کوونکې ایران سره هڅه کوی چی په ایران کې د سرمایه ګذاری کانالونه ژوندی وساتی.
د اروپا اتحادیه خارجی سیاست مسؤول د بریتانیا، آلمان او فرانسه خارجه وزیرانو سره ګډ بیانیه کې، ویلی دی چی د برجام او یا هسته ای تړون باقی پاته لوری عهد کوی چی د ایران سره موثر کانالونو ساتلو لپاره د ایران سره تیلو او ګازو صادراتو کې هڅه وکړی.
اروپا اتحادیه ټینګار کړي چی مصمم دی د هغه شرکتونو ګټو څخه چی په مشروع توګه د ایران سره معامله کوی دفاع وکړی.
په همدی دلیل اروپا اتحادیه ویلی دی چی د سه شنبه ورځې اګست ۷ نیټې څخه ایران کې فعال اروپایی شرکتونو څخه ملاتړ لپاره خپل قوانین تازه کوی ترڅو ددی شرکتونو څخه د امریکا تحریمونو خارجی ګواښونو په وړاندی ساتنه وکړی.
په دی حال کې، داسی په نظر رسیږی چی د امریکا ایرانی ضد تحریمونو موج سره مقابله لپاره اروپا په ظاهر صادقانه هڅه، د ایرانی شریکانو لپاره قناعت وړ دی.
ایران مخکې له دی، ډیر ځلې ایران کې د اروپایی لویو بانکونو سرمایه ګذاریو نه شتون څخه د امریکا تحریمونو بیرته ګرځیدو په دلیل، نیوکه او شکایت کړي دی.
همدا وضعیت د اروپایی تجاری شرکتونو لپاره هم جریان لری.
اقتصادی مسایلو کارپوهان وایی چی اروپا اقتصادی څرخ خصوصی لویو شرکتونو پر محور څرخې؛ هغه شرکتونه چی دولتونه نه شی کولای هغوی اقتصادی او تجاری خاصو سیاستونو څخه ملاتړ او پیروی باندی مجبور کړی.
له بل لوری، غربی لویو شرکتونه چی په اروپایی هیوادونو کې فعال دی او او برجام تړون په سیوری کې تمایل درلود چی لویو او ګټه لرونکو معاملاتو کې ایران سره کار وکړی، امریکا سره همزمانه هم اقتصادی او تجاری پراخ معاملات لری چی که یو ورځ مجبور شی چی د ایران او امریکا ترمنځ یو انتخاب کړی، بیله شکه هغوی به امریکا لوری ونیسی.
بل مشکل، د امریکا تنبیهی قوانینو اعمال د واشنګتن له لوری د نورو هیوادونو تجاری او اقتصادی او تجاری حوزه کې دی.
که څه هم د امریکا او اروپا ترمنځ مشکلات د ایران سره برجام تړون ساتلو لپاره، اروپایی سیاستمداران ډیر ځلې په صراحت سره د امریکا قوانین تر پوښتنې لاندی راوړي او امریکا په وړاندی اعتراض کړي؛ خو دا موضع ګیری صرفا سیاسی او تبلیغاتی مصرف لری، نه شی کولای په اصل کې کوم څه ته بدلون ورکړی.
لوی شرکتونه، لوی بانکونه او اروپا خصوصی برخی په شدت سره د ایران سره معاملی تنبیهی او تحریمی تبعاتو څخه بیره لری او نه غواړی چی د اروپایی دولتمردانو او دیپلماتانو تبلیغاتی او سیاسی موضع ګیریو باندی تکیه وکړی.
په دی حساب سره، د امریکا ایرانی ضد تحریمونو بیرته راتګ سره د ارزښتناکو فلزاتو، موتر جوړونې صنعت، دالر خرڅونې څخه بانکونو منع کونه و ایران ته او همدارنګه ایرانی فرش صدور په وړاندی مقابله، اروپا هم په سخت وضعیت کې قرار ورکړی دی.
ځینی اقتصادی کارپوهان وایی چی دا پیښه، یو تاریخی انتخاب په وړاندی قرار ورکړی دی چی آیا کولای شی د لومړۍ ځل لپاره د دوهم جهانی جنګ وروسته، د امریکا څخه خپل اقتصادی استقلال ترلاسه کړی یا نه.
دوهم موضوع، هغه برخلیک دی چی د برجام لپاره قرار دی رامنځته شی. اروپایی قدرتونه چی ددی توافق څخه ترامپ یو اړخیزه وتلو سربیره، تړون ساتنې لپاره تظاهر کوی، په عمل کې باید شکاره کړی چی ددی کار لپاره ترڅومره اندازی پوری حاضر دی چی لګښت ورکړی او ترڅو کومه ځایه پوری کولای شی د امریکا یو اړخیزه اقداماتو په وړاندی، مقابله وکړی او آیا دا د اروپا دا هڅې به وکولای شی چی ایران هغه توافق یا تړون کې پاته کیدو لپاره راضی کړی چی نه یواځی هیواد اقتصادی وضعیت ښه کیدو سره مرسته نه کوی؛ بلکه د تحریمونو بیرته راګرځیدو سره عملآ تړون امضا یا نه امضا سره یوشان شوی دی.
https://avapress.com/vdcjxoevyuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته