دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 168591
دولت د داعش له منځه وړلو لپاره کوم برنامه لری؟

 
ظاهر قدیر؛ په مجلس کې د ننګرهار نماینده وایی چی ددی ولایت په مذهبی مدارسو کې د داعش لپاره تبلیغ کیږی او حکومت هم ددی موضوع څخه خبر دی؛ خو هیڅ اقدام نه ترسره کوی.
هغه ولایت چی په افغانستان کې د داعش ډلې اصلی پایګاه حسابیږی او په دی ولایت کې اخیرو بریدونو مسؤولیت هم همدا ډله په غاړه اخیستی دی، اوس د نمایندګانو مجلس کې ددی ولایت نماینده په وینا، داعش ډله ددی ولایت په مذهبی مدارسو کې تبلیغات لری او ځینی حلقی ددی ډلې بریدونو عملی کولو زمینه د جلال آباد په ښار کې رامنځته کوی.
سلیم خان کندوزی؛ د ننګرهار پخوانۍ والی هم وویل: هغه څه چی په ننګرهار کې مهم دی دادی چی کار د مدارسو او مسجادو علماوو فعالیتونو سره دی چی په ډیرو برخو کې د نظام پرضد تبلیغ کوی.
دا ادعا په داسی حال کې مطرح کیږی چی ښاغلی قدیر، مخکې په خپلو اظهاراتو کې، حنیف اتمر او نظام دننې ځینی نور حلقات په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ باندی تورن کړي وو؛ هغه ادعا چی جدی ونه نیول شو.
په دی سره، امنیتی مسایلو ناظران وایی چی اوس وضعیت په کافی اندازی سره بحرانی دی داسی چی حکومت کوم چاره نه لری ترڅو د خلګو او منتقدانو له لوری رامنځته شوی پوښتنو او ابهاماتو ته په مسؤولانه توګه ځواب ورکړی. په جوزجان کې د داعش ۲۰۰ تنو تروریستانو تسلیم کیدو ډول څخه تر ننګرهار امنیتی بحرانی وضعیت پوری.
ورځ په ورځ فشارونه پر دولت باندی په دی برخه کې ډیریږی.
امنیتی، سیاسی، تصمیم نیونی سرچینی او حتی قضایی دستګاه نهادونه تر سخت فشار لاندی قرار لری ترڅو خپل تګلاره ددی خطر په وړاندی روشانه کړی.
په دی منځ کې، قانون مشخصی لاری په دی برخه کې نظام ته په اختیار ورکړی دی. هغه تروریستان چی مستقیمآ د ملی امنیت، سیاسی حاکمیت او افغانستان ارضی تمامیت په وړاندی مسلحانه اقدام کړی او سربیره پرهغه، په سلګونه خلګو شکایتونه د هغه ډلې جنایتونو څخه ثبت شوی دی، نه شی کیدلای چی په سادګی سره نادیده ونیول شی.
منتقدان وایی چی دولت اوس په لویه مخمصه کې ګرفتار شوی دی. وروسته ددی چی داعش تروریستان په درزاب کې د طالبانو مرګ معرکه څخه وژغورل شو، هغوی د ټولو ګواښونو څخه وژغورل شو او دوی کولای شی په بل ځای کې، خپل امنیتی ضد فعالیتونو ته د خلګو او ملی امنیت په وړاندی کار وکړی؛ خو اوس وضعیت ددی سناریو کارګردان په زیان بدلون کړی دی.
بشری حقوقو سازمانونه، خلګ، رسنۍ، سیاستمداران، امنیتی مسایلو کارپوهان او... د ملی امنیت په بند کې د تروریستانو علنی او صریح محاکمه غوښتونکې دی او وایی چی څوک نه شی کولای د خلګو په نیابت سره، اساسی قانون تر پښو لاندی کړی او په دی نامه چی هغوی تسلیم شوی دی یا دولت سره یوځای شوی دی هغوی انسانی ضد جرایمو دوسیی وتړی.
دولت باید روشانه کړی چی کوم برنامه  د داعش له منځه وړلو لپاره په لاس کې لری.
ننۍ افغانستان تکفیری تفکر سره مبارزه ته اړتیا لری؛ هغه فکر او تفکر چی په افغانستان کې اهل سنت او تشیعه دوه مهمو مذهبونو بی مثاله او تاریخی همزیستی پرضد عرصه ته وارد شوی او دا دوه اسلامی مذهبونو ترمنځ د یو خونړیز جن ګواښ ډیروی.
د داعش او وهابیت تکفیری تفکر، حنفی اهل سنت هم ګواښوی؛ هغه مذهب چی د اسلامیی زده کړو او متنونو څخه د خرافاتو او انحرافاتو او غلط او استعماری تفسیرونو سره هیڅ اړیکه نه لری او همدارنګه د خپل اصلی لاری څخه انحراف ګواښ سره مخ دی چی تکفیری سلفی ګری مبلغانو او وهابی فعالینو له لوری ترسره کیږی.
 
 
https://avapress.com/vdcf1cdyyw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته