دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 168696
امریکا په افغانستان کې؛ د ماته خوړلي جنګ څخه تر بی راتلونکې سوله

 
جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر ویلی دی چی تراوسه مذاکری لپاره طالبانو هڅونه و میز ته ډیر کار غواړی.
جیمز متیس په عینی حال کې ادعا کړي چی د امریکا استراتژی د افغانستان او آسیا جنوب لپاره موثر او کارآمده دی او طالبان تر هروخت تر فشار لاندی راوړی دی.
ښاغلی متیس، د امریکا دفاع وزارت په مقر(پنتاګون) کې خبرنګارانو ته ویلی دی چی سوله ایز خبری اتری، په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره جریان لری. هغه د طالبانو سره د امریکایی چارواکو مستقیم خبرو اترو په اړه ځواب څخه ډډه وکړه.
د امریکا دفاع وزیر هم ویلی دی: سوله ایز هڅې، افغانانو ملکیت او افغانانو په مشری دی. موږ په هره برخه کې هغوی ترڅنګ ولاړ او ددی جنګ پای ته رسولو لپاره هڅه کوی. امریکا استراتژی، طالبان ترفشار لاندی راوړی دی او هغه ډله مجبوروی ترڅو هغه اوربند قبول کړی چی د ولسمشر اشرف غنی له لوری په دی اخیرو کې اعلان شوی دی.
ښاغلی متیس په افغانستان کې ګواښونه فراملی بللی و ویلی دی چی امریکا ددی نکته په پوهی سره، خپل استراتژی په افغانستان کې د منطقه په سطحه په نظر کې نیولی دی.
د ښاغلی متیس ځواب نه ورکونه د امریکایی چارواکو او طالبانو مستقیم خبرو اترو څخه په داسی حال کې صورت نیسی چی مخکې ریپورت ورکړل شوی وو چی د الیس ویلز؛ امریکا خارجه وزارت معاون او طالبانو نمایندګانو ترمنځ مستقیم خبری اتری په دوحه؛ قطر پلازمینه کې جریان لری.
د ریپورتونو په اساس، ددی خبر اترو څلورم دور قرار دی چی ډیر ژیر ترسره شی.
طالبان هم څو ځلې دا خبری اتری تایید کړی دی.
ریپورتونه شتون لری چی په اساس یی، طالبان د ۱۳ ولایتونو حاکمیت، افغانستان څخه امریکا وتنه د ۳ کالو په لړ کې او ایران په وړاندی د امریکا سره همکاری څخه ډډه کولو غوښتونکې دی.
ځینی ناظران هم په دی باور دی چی افغانستان څخه امنیتی ځواکونو شاته تګ د لیرو سیمو څخه د طالبانو سره د امریکا پټو مذاکراتو په لړ کې تر لاس لاندی نیول شوی دی.
افغانستان دولتې سرچینی هم ددی مذاکراتو شتون تایید کړی دی؛ خو ویلی دی چی مقصد ورڅخه، یواځی د افغانستان دولت او طالبانو مستقیم خبر اترو زمینه تسهیل دی؛ نه د افغانستان خلګو او دولت پرځای تصمیم نیونه.
په دی حال کې، ناظران وایی چی طالبان مخکې له دی ډیر ویلی دی چی په افغانستان کې د هغوی جنګ اصلی لوری، امریکا دی او سولې خبری اتری هم باید د هغه هیواد سره صورت ونیسی.
هغوی په باور د افغانستان دولت لاس کیناستل شوی دولت دی او مستقل تصمیم نیونې صلاحیتونه نه لری.
په دی حساب سره، د پوهانو په باور، ډیر لیری خبره ده چی د طالبانو او امریکا خبری اتری یواځی د مذاکری لپاره مذاکری تګلاری په اساس وی.
په بله وینا، طالبان د امریکایانو سره د افغانستان دولت سره مذاکری لپاره مذاکره نه کوی. بیله شکه په دی مذاکراتو کې، افغانستان جمعی خلګو پوری اړوند برخلیک پوری اړوند راهبردی مهم مسایل تر بحث لاندی نیول کیږی؛ هغه څه چی علی القاعده باید یواځی د افغانستان دولت مالکیت او په اختیار کې وی.
د جیمز متیس ادعا هم په افغانستان کې د ترامپ نظامی تګلاری اغیزی او بریالیتوب په اړه په داسی شرایطو کې مطرح کیږی چی امریکایی رسنۍ مخکې ریپورت ورکړی وو چی ترامپ دولت د افغانستان لپاره یو نوی استراتژی پرانیستلو په حال کې دی؛ هغه تګلاره چی ویل کیږی افغانستان ځواکونو شاته تګ د لیری او کم جمعیته سیمو څخه او هغوی تمرکز د ښارونو مراکزو باندی، یو برخه د هغه څخه دی.
ناظران دا اقدام د ترامپ اوسنۍ استراتژی ماته په افغانستان او آسیا جنوب کې ارزوی او وایی چی دا استراتژی نه د طالبانو قدرت کم کړي، نه افغانستان ناامنی کم کړی، نه هیواد امنیتی ځواکونو پیاوړی کیدو سبب شوی او نه هم په افغاسنتان کې د تروریزم څخه د پاکستان ملاتړ ختمیدو لامل شوي دی.
دا مسایلو ته په کتو سره، د پوهانو په باور، په افغانستان کې امریکا، هم د تروریزم سره جنګ په برخه کې او هم تروریزم ملاتړ کوونکو سره مبارزی په برخه کې ماته خوړلي او هم ونه توانیدل چی هغه سوله چی د جنګ ماتې وروسته لومړیتوب ورکړل شو، رامنځته کړی. په دی دلیل، د طالبانو او امرکیا ترمنځ سولې مبهم خبرو اترو سربیره، ددی پروسی په وړاندی رشوانه راتلونکې قرار نه لری. په نهایت کې که سوله هم لاسته راشی، یو استعماری سوله به وی چی لزومآ د افغانستان ملی ګټې د یو مستقل هیواد په حیث، به تامین نه کړی.
 
 
https://avapress.com/vdcb9wb80rhb00p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته