دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 168858
غزنی په اور کې، کابل د اوربند په هیله

 
ارګ ماڼۍ اعلان کړي چی قرار دی نور جنګی سرتیری طالبانو د ټکولو لپاره غزنی ته واستول شی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ریاست جمهوری وایی چی په دی اړه تیره شپه (یکشنبه) د مسلح قواوو اعلا سرقوماندانی ناسته کې تصمیم ونیول شو.
د دفاع وزارت ویلی دی چی تر دوو ورځو پوری به امنیتی وضعیت په غزنی کې بدلون وکړی.
عینی شاهدانو او سیمه ایز اوسیدونکو په روایت سره، اوس د ښار ډیر برخی د طالبانو په لاس کې دی. ځینی ریپورتونه هم رسیدلی چی ښیی طالبان د پولیسو قوماندی مقر، بندیخانی او نور دولتی ادارو باندی تسلط لری؛ خو دولت ادعا کړي چی دولت د ښار استراتژیکی او کلیدی نقاطو باندی مسلط دی.
دولت مخکې هم ادعا کړي وو چی نور مرستندویه ځواکونه به غزنی ته واستول شی. دا په داسی حال کې دی چی خلګ وایی جدی عملیات د امنیتی ځواکونو له لوری د طالبانو په وړاندی نه دی لیدلي.
خو په کابل کې حکومت خپل خارجی کارفرمایانو او مستشارانو په مرسته د اوربند طراحی کولو په حال کې دی چی قرار دی په نږدی لسو ورځو کې د لوی اختر په ورځو کې رامنځته شی.
داسی ویل کیږی چی په غزنی کې هیڅ جنګ جریان نه لری. په کابل کې، د اوربند ږغ پورته دی؟
دا هغه هیله نه شی کیدلای چی د یو مسؤول او خلګنۍ حکومت څخه وشی. په هر شرایطو کې، هغه اور چی غزنی نیولی دی، د هر ډول اوربند او سولې طرحه په وړاندی خنډ دی.
دولت په داسی حساسو او بحرانی شرایطو کې باید شکاره کړی چی د خلګو او حاکمیت او افغانستان ملی امنیت لوری نیسی یا طالبانو لوری چی د دولت له منځه وړلو لپاره تقلا کوی او د ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې سره، د هیواد استراتژیک او مهمو ښارونو سقوط لپاره خپل ټول قدرت څخه ګټه اخلی.
دا نکته هم د منتقدانو له نظره مهم دی چی دولت څومره توان لری ترڅو د طالبانو د بریدونو په وړاندی مقاومت وکړی. آیا دولت او خارجی ځواکونه، غزنی جنګ او نورو جبهاتو کې، ماته خوړلي دی؟
آیا امنیتی ارشد چارواکې چی کلیدی کرسیو سکان په کابل کې په غاړه لری، په ټول هیواد او بالخصوص په غزنی کې د جاری ناامنیو له منځه وړلو هیڅ برنامه نه لری؟
آیا خارجی ځواکونه، په ټوله د تروریزم سره مبارزی او دولت تقویت او امنیت استقرار او افغانستان دولت ځواکونو تجهیز او پیاوړۍ کولو څخه ځان ګوښه کړي؟
که ددی پوښتنو ځواب مثبت دی، دولت باید په دی شرایطو کې باید استعفا او فوق العاده حالت اعلان یا هم ملی بسیج او... تصمیمونو ته لاس واچوی.
دا وضعیت، د افغانستان مظلوم خلګو لپاره بالخصوص د غزنی بی دفاع اوسیدونکو لپاره چی عملآ یو استخباراتی توطئه قربانی شوی، د ادامه وړ نه دی.
دولت او امنیتی دستګاه کولای شی په ټول بی کفایتی سره، ملت برخلیک په اړه تصمیم خلګو ته پریږدی او لوی سیاسی جریانونه هم د هیواد د ژغورلو لپاره خپل تاریخی مسؤولیت ساتلو لپاره عمل وکړی.
خبری کول د اوربند او سولې او اوربند څخه په اوسنۍ شرایطو کې، یو ډول عمدی مرسته د هغو جریانونو سره دی چی د افغانستان وینو ډک پیکر باندی خپل آخری او بی رحمانه ډزو په حال کې دی او دا هغه کار دی چی دولت په مصروفه دی بیله دی چی حتی یوڅه اندیښنه هم ولری.
هغه څه په حاضر حال کې، افغانستان خلګ اړتیا لری، د امنیت کیان، ملی حاکمیت او ارضی تمامیت او افغانستان خلګ ناموس او مال او ځان دفاع څخه د ملی دفاع بسیج په رامنځته کولو سره؛ نه مضحک او سازمان شوی سوله او د علماوو ناستو څخه بلاهت ملاتړ په جده او مکه کې.
https://avapress.com/vdcbswb8wrhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته